دا لیکنه کوم سیاسي غرض نه لري او نه دا لیکنه د کوم دیني عالم په صفت کوم، بلکه د نظام جوړولو، حکومتولۍ او انکشافي کارونو د یوه کارپوه او داسې کس په توګه کوم چې هیله لرم الله تعالی مې د اسلامي دعوتګرانو په کتار کې حساب کړي. د مسؤلیت احساس کوم او د ملي او دیني ارزښتونو، په هیواد کې د غوره اسلامي نظام جوړولو ته کار خپل او د نورو افغانانو مسؤلیت بولم. زه باور لرم چې موږ افغانان د عادلانه نظام جوړولو لپاره نور باید د تاوتریخوالي په ځای یو بل ته غوږ ونیسو او د نړیوالو او خپلو تجربو او علمي څیړنو او تر ټولو مهم د رسول الله له منهجه کار واخلو. زه هغو کسانو ته دا لاندې عرایض وړاندې کوم چې هوډ یې کړی د اسلام په اصولو ولاړ نظام جوړ کړي.
د نظام جوړولو او په تیره اسلامي نظام جوړولو لارې
هغه څوک چې د رسول الله پیرو ځان بولي، غواړي خلک اسلام ته راوبولي او په تیره اسلامی نظام جوړ کړي، باید پوه شي چې په دې هکله زیات کار ته اړتیا لري. دا ځکه چې لمړی خو غوره نظام جوړول اسانه کار نه دی او اسلامي نظام جوړول خو لاستونزمن کار دی. داځکه چې د اسلامي نظام جوړولو په اوس وخت کې زیاتې تجربې کمې دي، په دنیايي خواهشاتو مست، عقده مند، بې تقوا، بې علمه، د اسلامي دعوت له اصولو سره نا آشنا کسان اسلام ته په اوږدمهال کې د ګټې په ځای تاوان رسوي.
نو تر ټولو مهمه داده چې د اسلامي نظام جوړولو لمړنۍ اړتیاوې چې د تقوا لرونکو عالمو او صبورو کادرونو روزل چې خلکو ته د غوره مسلمانانو الګو شي، موخه یې قدرت او څوکۍ نه وي او که ورته سپارل کیږي په بریا یې مسؤلیت ترسره کولی شي. دا هغه کار و چې رسول الله ص د دار ارقم او د صوفې د صحابه وو په تربیه کولو تر سره کړل. خو دوی باید پام وکړي چې دا کار وخت غواړي او یوازې د په انسان جوړونه تمرکز وکړي، غور د وکړي چې رسول الله لمړی څه او بیا په منځمهال او اوږد مهال کې څه کړي او الله تعالی په لمړي سر کې کومه وحیې رالیګلې وه او وروسته بیا څه وو. که دوی دا کار نه وي کړی نو بې ګودره د نه ګډېږي او ستر شعارونه د نه ورکوي.
ام المومنین بي بي عایشه صدیقه فرمايي: که د اسلام په لمړي سر کې د شرابو، قمار، حجاب، او نورو هغو څیزونو په هکله چې د قریشو په کلتور کې یې ژورې ریښې درلودې وحیې راغلې وی، نو کیدی شوی چې چابه ایمان نه وی راوړی. له بلې خوا په علمی لحاظ ځینې منکرات چې په ټولنه کې ګورو یوازې د ریښه ایزو ستونزو نښې او نښانې دي نه خپله ستونزې. تر څو اصلي او ریښه ایزې ستونزې نه وي حل شوې اصلاحات نه راځي. په دې معنی فحشا، د خلکو ناموسونو ته کتل، ظلم، حرام خوړل، قمار د ژورو ستونزو نښې دي، ځکه په یوه ټولنه کې شتون لري، چې هلته جهالت دی او د خلکو په اذهانو توحید او لا اله الا الله نه دي حاکم. مخکې له دې چې موږ د خلکو سره مرسته وکړو چې د اسلام په روح او ښیګڼو پوه شي، ایمان او یقین یې پاخه شي، یو په یو او په بیړه د هغوی عادات بدلول بریالی کار نه دی او هم د رسول الله له منهج سره په ټکړ کې عمل دی.
دعوتګرانو او د اسلامي نظام غوښتونکو ته اړتیا ده درک کړي چې اسلامي نظام جوړول له نورو سره بیل شرایط غواړي، دوی نه شي کولی د نورو په تقلید انقلابي کارونه وکړي او اسلامي نظام جوړ کړي. په زیاته خواشینۍ سره زیاتو تحریکونو ته چې ګورو د هغو ګوندونو پېښې کوي چې دوی یې نه مني. دوی باید پوه شي چې جنګ کول یو څه دی خو اسلامي نظام جوړول بیخي بیل کار دی.
که دوی په بیړه بېله کوم قانوني چوکاټه چې په خورا دقت، د وخت د ترټولو کارپوه، مجربو او فقیه عالمانو په واسطه رامنځته شوی وي، د هر فکري مکتب نظریات په کې ځای او د نړۍ له وتلو فقهاوو سره ورباندې مشوره شوې وي، لاس په کار شي او ځینې قوانین به بیړه بې له زیات غور څخه راوباسي پایلې به یې خدای مه کړه ښې نه وي.
ترټولو د مخه باید لاندې کارونه وکړي
په دین کې اکراه نشته، دوی باید په قول او عمل کې الګو شي، هدایت د الله تعالی کار دی
د خلکو هدایت د الله تعالی کار دی، قرآن ان په مدني دور کې په دین کې اکراه او جبر منع کړی دی، خو د هدایت لپاره خلک وخت، الګو او نمونه رښتینو دعوتګرانو ته اړتیا لري اومسلمان دعوتګران یوازې الګو کیدی شي، نو نه باید له زوره کار واخلي، نه باید له بیړې کار واخلي، نه باید زر څوک ملامت کړي، بلکه صبور و اوسی او په حقیقت کې د صریح نص په بنسټ همدا یې دنده ده « وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَٰكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ وَيَكُونَ ٱلرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا .» همدارنګه، حکومت که غواړي شرعي احکام پلي کړي، نو له خپل دعوتی رول څخه هم باید سترګې پټې نه کړي. دوی باید یقیني کړي چې خپل د امر باالمعروف او نهی عن المنکر کارمندان یې څومره د دعوت په اصولو، د اسلامي قوانینو او اسلامي شریعت په مقاصدو خبر دي، په دین کې پوره فقاهت ولري او که داسې کسان ونه لري بیا د سمه تیاري ونیسي او که نه د ګټې په ځای تاوان رسوي.
دعوتګران باید د اسلام ښیګڼې په قول او عمل کې خلکو ته بیان کړي، خو د اسلامي دعوت اصول دادي چې په خلکو باید قضاوت ونه کړي، که یې کار ښې پایلې نه لرلې، په خپله کړنلاره، اعمالو، تقوا او د خلکو په ښه پیژندلو د تمرکز وکړي، د خلکو د شته عقایدو، د هغوی د کلتور، ټولنیز جوړښت او دا چې څنګه مثبت بدلون پکې ممکن دی او له کومه ځایه او په کومه کړنلاره باید پیل شي او نورو په هکله پوره څیړنه او غور او په بنا یې سمه کړنلاره په کار ده.
دعواتګران د خلک نه ملامتوي، هدایت د الله تعالی کار دی، نه دعوتګران، نه کوم حکومت او نه کوم عالم او ان نه کوم پیغمبر څوک هدایت کولی شي، تر څو هغه د هدایت وړ نه وي او الله تعالی یې هدایت نه کړي، ابراهیم علیه السلام خپل پلار آذر او رسول الله خپل مهربانه کاکا ابو طالب هدایت نه کړی شوی او مسلمان یوازې ښه او غوره شاهد او الګو کیدی شي.
دوی هیڅ څوک په تیره مسلمانان د نه هدایت کیدونکو په تور لیست کې ونه نیسي او هدایت ته یې باید هیله من وي. که رسول الله د اسلامي امت د فرعون ابوجهل د هدایت تمه لرله، دعا یې کوله چې الله اسلام ته د عمر بن حشام (ابوجهل) یا عمر بن الخطاب د اسلام راوړو په واسطه قوت ورکړي. الله تعالی یې د عمر بن الخطاب په هکله دعا قبوله کړه، نو دوی هم باید پوه شي چې هدایت د الله تعالی سره دی او هرڅوک یې وړ دي، نو دوی څنګه ځان ته حق ورکړي چې یو شمیر خلک د هدایت وړ ونه بولي. زړونه د الله تعالی په اختیار کې دي.
له غلطیو ویره، شورا او د خلکو مشارکت
دا دعوتګران او د اسلامي نظام پلویان هیڅکله په سلو کې سل باید ډاډه نه شي، چې په هر کار او هره دیني مسئله کې دوی په حقه دي، ځکه که دا کار وکړي نو د شیخ قرضاوي په قول به دوی اړ شي خپل نظرونه په زور په خلکو ومني او په دې ډول به دیني استبداد ته مخه کړي، چې استبداد د اسلامي حکومت سره ګډ سرحد نه لري.
که ابوبکر صدیق رض خلکو ته ویل چې که مې غلطي کوله اصلاح مې کړئ، عمر فاروق رض خپله مشهوره دعا تل تکراروله: « اللهم أرنا الحق حقاً وارزقنا اتباعه ». یعنې اې الله موږ ته حق د حق په بڼه راوښيه او د پیروۍ توان یې راکړه. او « الهم ارنا الباطل باطلا و ارزقنا اجتنابه» یعنې اې الله موږ ته باطل د باطل په توګه را وښيه او ورنه د ځان ساتلو توان راکړه. عمر فاروق به تل ویل په هغو د الله تعالی رحم وکړي چې د دوی تیروتنې ورښيي، هغه به دمنافقینو په هکله د رسول الله له راز دار نه پوښتنه کوله چې د ده نوم خو به د منافقینو په لیست کې نه وي، که څه هم موږ خبریو چې دوی ته د جنت بشارت ورکړل شوی و، د عمر فاروق ځینې دریځونه د وحیې په واسطه تایید شوي دي، د هغه د خلافت په وخت په اسلام کې ستر تحولات په هره ساحه کې راغلل، زیات بنسټیز اجتهادونه وشول او نوي عدالت محوره قوانین وضع شول. خو بیا هم دوی مطلق العناني نه کوله او په شورا باندې یې باور درلود.
نو باید له هغو چارواکو سره چې غواړي اسلامي نظام جوړ کړي ویره وي چې په مهمو مسئلو کې لکه د قوانینو په جوړولو او پلي کولو کې تیروتنې ونه کړي، باید شورا په واقعي مفهوم عملي کړي، د عالم اسلام او خپل هیواد له متفکرینو او کارپوهانو سره تل مشوره وکړي، د خپلو خلکو سره هم مشوره وکړي، تر څو د هغوی له مشورو ګټې واخلي او هم خلک له ځان سره وساتي. ټولو ته هغه حدیثونه معلوم دي: چې « الدین نصیحه...» ، او همدارنګه، « د جابر سلطان په وړاندې د حق خبره کول غوره جهاد دی.» د دې معنی داده چې د تیروتنو زیات امکان شته او باید مسلمانان ورته تیار وي، ویې مني او اصلاح یې کړي.
موږ که ښه غور وکړو د اسلامي نهضتونو د زیاتو ناکامیو لاملونه که بهرني دي خو اصلي او مهم بنسټیز یې داخلي هم دي، تر ټولو مهمه ستونزه یې داده چې دوی په فرعی اختلافاتو کې له یو بل سره کیوتي، یو د بل خبره نه مني. په دریمه نړۍ او په ځانګړي ډول په اسلامي نړۍ کې د اسلام په اصولو برابر سیاست په نسبي توګه نوی کار دی، زموږ اسلامي خوځښتونه د خلکو د عامه ذهنیت رهبري او مدیریت سم نه شي کولی، د اسلام له اصولو سره سم مناسب ستراتيژیک پلانونه نه شي جوړولی او خلکو ته خدمات نه شي عرضه کولی، دوی اکثره د ظرفیت جوړولو او عامه ذهنیت د مدیریت توان نه لري تر څو یې خلک ملاتړ وکړي او هم خلک وروزي.
د شورا یو مفهوم دادی چې له عامو مسلمانانو سره باید په امورو کې مشوره وشي. تر څو د هغوی له درایت، تخصص، ذهانت او مسلکي پوهې څخه کار واخیسل شي، بله دا چې هغوی په مسئلو خبر شي، هغوی د مالکیت احساس وکړي. که داسې نه وی نو ولې رسول الله ته امر وشو چې له صحابه وو سره مشوره وکړي، همدارنګه، الله تعالی مسلمانان او خپل رسول په دې وستایل په دې باندې چې په خپلو امورو کې سره مشوره کوي.
د مسلمان په وړاندې تواضع
هغه څوک چې اسلامی نظام راوستل غواړي باید تل د مسلمان په وړاندې متواضع وي، رسول الله هغه کسان په جنت کې خپل ګاونډیان ښودلي چې د مسلمان په وړاندې متواضع وي او زیاتې سجدې کوي، که یې د مسلمان په وړاندې د تواضع په ځای له کبره کار واخیست د الله سنت دادی چې بیايې کفارو ته ذلیلوي او د دوی څخه د اسلام سیادت اخلي.
نو د رسول الله رښتیني پیروان چې غواړي اسلامي نظام او عدالت قایم کړي هیڅکله د خپلو قربانیو، قدرت، مال او شهرت په خاطر تر نورو مسلمانانو ځان لوړ ونه بولي، نه د هغو په بنسټ د لوړو مقامونو غوښتونکي وي، نظام ته هم که غواړي چې د رسول الله په نقش قدم پل کیږدي کار باید اهل د کار ته وسپاري تر څو دخلکو زړونه ترلاسه او بریالی شي.
دوی باید کار اهل د کار ته وسپاري، عامه دولتي پستونه او مسؤلیتونه د الله تعالی امانات دي، یوازې هغه چاته باید وسپارل شي چې وړتیا یې ولري او دا د قربانیو په اساس ورنه کړل شي، ځکه بیا له بیت المال سره خیانت کیږي، د شریعت مقاصد لاسته نه راځي. رسول الله همدا کار کړی. ښه مثالونه یې د خالد بن ولید او عمر ابن العاص په مهمو پستو مقررول وو، په داسې حال کې چې په سابقون الاولون ډله کې زیات صحابه وو، خو هغوی ته یې ورنه کړل.