د افغانستان په اقتصاد کې د هوایې دهليزونو اهميت

د افغانستان هوايې دهليزونه  پينځه دانې دي چې له افغانستانه  صادرات بهر ته پکې وړل کېږي- او د بهر نه واردات افغانستان ته راځي، نو په صادراتو کې پينځه دهليزونه دي چې د افغانستان په اقتصاد کې مثبت رول لوبوي، چې يو پکې  دوبۍ ده.  د عربي اماراتو مرکز چې د افغانستان نه هم ورته صادرات ځي او له هغه مخ نه هم واردات افغانستان ته ترې راځي.

دوېم دهليز چې ترکيې ده؛ پدغه دهليز کې د افغانستان صادراتي اموال  ترکيې ته او له ترکيې څخه  واردات افغانستان ته د همدې  دهليز له لارې راځي.

درېم دهليز د مسکو او  کابل ترمنځ دی، مسکو ته هم د افغانستان صادرات چې زياتره يې وچه مېوه وي انتقاليږي او په مقابل کې يې د مسکو نه هم زياتره شيان افغانستان ته واردېږي چې هغه زياتره انرژيکي شيان وي لکه خوراکي توکي او نور...

څلورم هوايي دهليز د چين او  افغانستان ترمنځ دی؛ چين ته هم د افغانستان صادرات کېږي چې دا هم زياتره وچه مېوه وي، لکه جلغوزي، کشمش، پېسته، دا شيان د افغانستان د لورې نه چين ته صادرېږي- دغه صادرات چې د هوايې دهليزونو له لارې کېږي د افغانستان اقتصاد ته ګټه رسوي، مثلآً کومو خلکو چې د دغې مېوو باغونه جوړ کړې وي د هغوي اقتصاد هم ورسره قوي کېږي او کوم کسان چې دغه کاروبار پر مخ وړي د دوي هم ورسره منافع زياتېږ، د دولت اقتصاد ته يې هم ګټه رسېږي چې دې سره به د  افغانستان اقتصاد وکولای شي قوي شي نو چې اقتصاد مو قوي شو نو هېواد به مو د اقتصادي پلوه ډېر پرمختګ وکړي.  اقتصادي پلوه به په ځان بسیا شي چې دا هر څه هله ممکن کېږي چې د افغانستان صادرات ډېر شي د هوايې دهليزونو له لارې نسبت وارداتو ته او دهقانانو او ملي تجارانو ته د کار زمينه سازي وشي. 

پېنځم دهلیز د هندوستان او افغانستان ترمنځ دی، هند ته هم د افغانستان صادرات کیږي چې زياتره يې مېډيکل پلانټ يا طبي بوټي وي، نو دغه مېډيکل پلانټ زياتره د افغانستان نه انډيا ته صادرېږي- او په مقابل کې يې د انډیا نه هم ځينې شيان لکه Cosmatic يا د فېشن توکي اودرمل افغانستان ته واردېږي، انډيا ته هم د افغانستان صادرات کم دي نسبت وارداتو ته يې.

نو دغه هوايې دهليزونو ته پخوا ډېره پاملرنه نه شوې لکه د داود خان د نظام په مهال او کله چې به افغانستان کې حالات لږ بهتره به شو نو صادرات به بهر ته کېدل څه د ځمکني حمل او نقل او ټرانزیټي لارو نه او څه د هوایې دهليزونو لا لارې نه، آن په هغه وخت کې جرمني ته هم د افغانستان صادرات کېدل نو يو دهليز د جرمني هم پکې وو_ خو اوس وخت کې جرمني ته د افغانستان صادرات نه کېږي.

د افغانستان په صادراتو کې چې ډېر مهم دي هغه د قراقل پسونو پوستکي، زعفران، او کالينې دي  نو دغه د افغانستان په صادراتو کې تر ټولو اړين شيان دي، چې پخوا به جرمني ته هم تلل خو اوس وخت کې نه ځي ورته، اوس مهال دغه د قراقل پوستکي چين، مسکو او ترکيې ته صادرېږي او عرب اماراتو او انډيا ته زياتره نه صادرېږي.

او بل زمونږ هېواد دومره پرمختللې هم نده او نه هم دومره منابع لري او بل د افغانستان صادرات لکه مېوه جات يا طبي بوټي  هم دومره سټنډرډ ندي، او نه هم په بهرني ملکونو کې مارکېټېنګ دومره لري، نو که دولت دا هڅه وکړي چې له دهقانانو او تجارانو سره کومک وکړي چې د دوي دغه حاصلات معياري او سټنډرډ شي، ځکه دغه صادرات که په سټنډرډ برابر شي  نو بيا  کولای شي بهرني ملکونو کې مارکېټېنګ ولري_ نو کله چې دغه صادرات معياري شي بيا ښه ګټه کوي د افغانستان اقتصاد ته که څه هم د هوايې دهليزونو لا لارې وي. 

نو د افغانستان صادرات دومره معياري ندي او بل کم هم دي نسبت وارداتو ته يې او نه هم بهرني ملکونو کې ورته دومره اهميت او ارزښت ورکول کېږي، او بل په افغانستان کې د دھکانانو اقتصاد هم کمزوره ده، د دولت مالي منابع هم کمې دي، او نه هم په افغانستان کې باغونه د مېوو دومره ډېر دي او نه هم د کرنې لپاره دومره اصلاح شوي تخمونه لري چې هر څه پکې د ماشين آلاتو لا لارې تر سره شي نو دلته هر څه په لاسي او کلاسیکې بڼې باندې کېږي. 

نو کله چې دغه اموال د هوايې دهليزونو لا لارې بهر ته صادرېږي- او کوم مصرف چې په دغې اموالو باندې راغلې وي بېرته نه پوره کېږي زیاتره، او کټه يې هم کمه وي، ځکه يو خو د دغو شېانو حجم هم ډېر وي او بل د هوایې دهليزونو لا لارې وي چې مصرف پرې ډېر راځي او کيفيت يې هم دومره سټنډرډ نه وي نو دغه عوامل يې بيا په کميت بده اغېزه کوي_ نو بيا يې توان ګټې ته ډېر وي.

د افغانستان هوايې دهليزونو زیاتره پدې وروستيو اتو نهو کالو کې ډېر پرمختګ وکړو او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال هوايې دهليزونو ته پاملرنه ډېره شوه. په لسو کالو کې فعاله شو هوایې دهليزونه خو په وروستي پېنځو کالو کې يې بيا ډېره وده وکړه. 

ځکه د غني د واکمنی په مهال هوايې دهليزونو ته ډېره پاملرنه وشوه چې دې د پاکستان سره تجارتي اړیکې کمې کړې او هم ورسره د بهرنېو مرستو کچه کمه شوه، او د منځنۍ آسيا سره يې په تجارت باندې ډېر تمرکز  کولو چې پاکستان ته خپل زور وښيې.

 زياتره همدا غوښتل چې د افغانستان صادرات د هوایې دهليزونو لا لارې تر سره شي، ياڼې  همدغو اقتصادي پلانونو ته يې ډېره پاملرنه کوله، خو په مخکينېو حکومتونو کې ډېره پاملرنه هوايې دهليزونو ته نه وه شوې څومره چې ورته د غني د واکمنی پر مهال وشوه. 

نو دغه دهليزونه د افغانستان اقتصاد ته کومک کوي او د خلکو، بزګران ، تجارانو، اقتصادي حالت هم ورسره ښه کېږي، د مثال په ډول څوك چې بڼوننه او ځمکې لري او هغه بزګران چې د دوي په ځمکو کې کار کوي مزدورکاره خلك د دوي هم ورسره اقتصاد لږ قوي کېږي.
 
او بل هغه تجاران چې دغه اېجنسۍ  جوړوي او همدغه کاروبار کوي نو د دوی هم ورسره اقتصاد قوي کېږي، د دولت عامه اقتصاد ته يې هم ګټه رسېږي د ټېکس د لارې نه ځکه په دغو اموالو باندې ماليه هم وضعه کیږي. 

خو دغه ګټه هله ممکنه ده چې د افغانستان هوايې دهليزونه نور هم وده وکړي او له دې لارې سټنډرډ شوي اموال د افغانستان لخوا صادر شي. نو کله چې دغه اجناس په بيروني سټنډرډ برابر شي که هغه مېوه جات وي طبي بوټي وي يا نور... هر څه چې وي د افغانستان د دولت عامه اقتصاد ته يې هم ډېره ګټه رسېږي او ورسره قوي کېږي؛ د هېواد اقتصاد ورسره پرمختګ کوي، پانګونې او کار کولو ته پکې زمينه سازي کېږي چې په همدغه شېانو سره د يو ملک اقتصاد قوي کېداې شي.

او بل هغه توکي چې د افغانستان په صادراتو کې سټنډرډ دي هغه د قراقل پسونه پوستکي دي، کالينې دي زعفران دي چې ښه مارکېټ په  د بهر ملکونو په بازارونو کې لري چې په دغو شېانو کې د قراقل پوستکي زياتره ترکيې ته ځي مسکو ته هم ځي چين ته هم ځي ، او په کمه اندازه انډيا ته هم ځي او دوبئ ته دومره نه ځي.

نو دغه د افغانستان پېنځه هوايې دهليزونه د اشرف غني د واکمنی په وخت کې ښه فعاله وو. نو کله چې دا نوی رژیم راغلو حالات يو څه کډوډ شو_ نو ورسره سم د هوايې دهليزونو فعاليت هم ودرېد، نو نه د افغانستان نه دصادراتو طیارې ځي، او نه هم د بهر نه ورته راځي. 

او کوم پروازونه چې راځي افغانستان ته هغه زياتره د سر صلیب کمیټې دي په اضطراري حالاتو کې راځي او زياتره د راشن مواد افغانستان ته راوړي د بهر ملکونو نه افغانستان ته. 

نو اوس وخت کې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د هوايې دهليزونو ولاړ دي- او صادرات او واردات د بهر ملکونو سره نه کېږي،ن و که چېرې دا اوسنۍ نظام هوايې دهليزونو ته پاملرنه وکړي او هر څه بېرته د پخوا په څېر تنظیم کنټرول او منجمېنټ کړي نو پدې سره به بېرته د افغانستان هوايې دهليزونه خپل فعاليت شروع کړي، او د افغانستان صادرات او واردات به هم بېرته شروع شي.  په اوسني حالاتو کې کله چې د افغانستان د داخلي فضا څخه د بل هر  هېواد  طياره تېرېږي يا هم هيوايې مېدانونو کې ناسته کوي د تېلو اچولو لپاره نو د افغانستان دولت ترې ۷۰۰ ډالره محصول اخلي نو دا چې په مجموعی کې جمع کړې د کال په حساب باندې نو تقريبا دوه سوه يا دوه نيمه سوه ميليونه امريکايي ډالره راځي ترې نو دغه د محصول ماليه هم د افغانستان د اقتصاد سره ډېر کومک کوي. 

نو ددغه ماليې ګټې يواځې دولت ته رسېږي او دولت دغه ماليات بېرته په ټولنې کې په عامه مصارفو کوي  او عامه خلکو ته يې ګته رسېږي، نو دا وو د هوايې دهليزونو اهميت د افغانستان په اقتصاد کې.

يادونه: دولت باېد هغه شېان په خپلو صادراتو کې صادر کړي چې معياري اؤ ارزښتمن وي، حجم يې هم کم وي او ډېر درانده نه وي ځکه پدې سره مصرف هم د الوتکې  کم راځې او ګټه يې هم ډېره وي، او هغه شېان چې حجم يې ډېر وي کيفيت او کميت يې هم ښه نه وي نو دغه شېان د دې په ځای چې د دولت د اقتصاد سره مرسته وکړي او په پښو يې ودروي بلکې توان ورته کوي، نو د دې لپاره چې د افغانستان هوايې دهليزونه نور هم پرمختګ وکړي فعال شي نو دولت دې ورته پاملرنه وکړي خپل صادراتي اجناس دې سټنډرډ او معياري کړي او هغه اجناس دې خارج ته صادر کړي چې وزن يا حجم يې کم وي خو ارزښت يې ډېر وي نو پدې سره د افغانستان عامه اقتصاد هم قوي کېدلای شي، نو دغه د قراقل پسونو پوستکي  زعفران او  جلغوزي چې هم يې حجم کم ده او ګټه يې زياته ده او ارزښتمن هم دي نو همدغه اجناس باېد بهر ته صادر شي چې د افغانستان اقتصاد ته يې ګټه ورسېږي ځکه چې همدغه شېان د افغانستان په صادراتو کې ډېر د ارزښت وړ دي نو دولت دې هم ډېر فوکس په همدغو شېانو وکړي چې بهر ته صادر شي- ځکه وزن يې هم کم ده ګټه او ارزښت يې ډېر ده نو ويلای شو چې د افغانستان هوايې دهليزونه هم د افغانستان په اقتصاد کې مثبت رول لوبولی شي نظر پورتني عواملو ته چې مخکې بېان شو.