ګوګل، (Google Lens) اپډېټ او نوې ځانګړنه يې په کې ور زياته کړې ده 

Google Lens د ګوګل کمپنۍ  آپ (Application) دی، چې انډرايډ او ايفون موبايلونو کې په default يا له وړاندې ډول شتون لري او د انځور  پېژندنې وړتيا لري. ګوګل کمپنۍ دغه پوستغالی يا سافټ وېر په ۲۰۱۷ز کال  کې جوړ او تر نن يې څو ځلې اپډېت او نوې ځانګړنې يې په کې زياتې کړې دي. Google Lens  سره کولی شئ د يو څه انځور واخلئ او بيا د هغه انځور سره ورته او اړوند په لسګونه نور انځورنه پيدا کړای شئ. 

له Google Lens وړاندې ګوګل شرکت د څيزونو او شيانو د مشخص کولو او اړوند انځورونو د پيدا کولو لپاره د  Google Goggles په نوم آپ درلود، خو حساسيت او وړتيا يې د Google Lens په پرتله کمه او کمزورې وه. 

د Google Lens يوه په زړه پورې چاره دا ده، چې که چېرې د Google Lens له لارې د موبايل کمره د وای فای په هغه مالوماتو متمرکزه شي، چې د وای فای نوم او پاسورډ پر ليکل شوی وي، نو دې سره به اړوند موبايل په اتومات ډول له وای فای سره وصل شي. 

ګوګل لېنز دا کولی شي چې د يو څه انځور واخلي او له ګوګله ورته نور انځورونه  وسپړي؛ پر کوم څيز او انځور چې متن ليکل شوی وي، سمدلاسه يې ستاسې مطلوبې ژبې  ته در ژباړي او همدا ډول د څيزونو په اړه انټرنېټ کې شته مالومات درکوي. 

اوس مهال، ګوګل کمپنۍ دغه آپ ته د + Add په نوم يوه بله تڼۍ ورزياته کړې، چې په وسيله يې کولی شئ، چې په يو وخت يو څو لټونونه تر سره کړئ. دغه تڼۍ سره بله ښېګڼه په دې کې ده، چې Google Lens دا هم درته ښيي چې چېرته کولی  شي دغه څيز چې تاسې يې انځور اخېستې دی، رانېولی شئ. 

د يادونې ده چې Google Lens اوس مهال دوه سترې ستونزې هم لري- لومړی دا چې دغه آپ  يوازې په انګلېسي ژبه مالومات وړاندې کوي  او هغه توليدات ښه پېژني چې پرې انګلېسي ليکل شوي وي. دويمه ستونزه دا ده، چې Google Lens د څېزونو ترمنځ ښه تفکيک نه شي کولی. هغه داسې چې دغه آپ د کمو ځانګړونو لرونکي څيزونه رااخلي. د بېلګې  په ډول که چېرې  د ميز پر سر د کوم څيز انځور واخېستل شي، نو پايله کې به د هغه څيز ترڅنګ د ميز ډول -  ډول انځورونه راځي.