د قدر شپې (ليلة القدر) کره نېټه کومه ده؟ ۳۰ ورځې رمضان کې يې مشخصه شپه کومه يوه ده؟ 

د قدر شپې يا ليلة القدر په اړه بېلا بېل روايتونه شتون لري. صحيح بخاري کې راغلي چې علماوو  ۴۰ بېلا بېلې نېټې په ګوته کړې دي، چې قدر شپه په کې لېدل کېږي. ځيني عالمان وايي چې ليلة القدر د رمضان په لومړۍ شپه شونې ده، يو شمېر نور يې  احتمال د روژې پر اوومه، څوګ يې د روژې پر ۱۹مه او  ځيني يې بيا د روژې مبارکې مياشتې نورې  نيټې ښيي چې ليلة القدر په کې لېدل کېږي،  خو د ډېر اسلامي عالمانو باور په دې دی، چې ليلة القدر د رمضان کريم لس وروستيو ورځو، طاق شپو کې وي. 

د صحیح بخاري درېيم ټوګ، د قدر شپې لوړوالي کتاب، ۱۰۱۷مه شمېره حديث شريف کې راغلي دي، "د الله رسول حضرت محمد مصطفی ص فرمايي: د قدر شپه د رمضان مبارک مياشتې په وروستيو لسو شپو کې او بيا په طاقو شپو کې وګورئ."

همدا ډول د صحیح بخاري لومړي ټوک، د ايمان کتاب، ۴۹م حديث شريف کې رسول الله ص وفرمايي، "چې تاسې د قدر شپه د رمضان مياشتې پر ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه نېټه کې وګورئ."

وړاندې د مسلم شريف دويم ټوک، د روژې کتاب ۲۳۶۴ شمېره حديث شريف کې راغلي دي، چې ډېره شونتيا دا ده چې ليلة القدر به د رمضان مياشتې په ۲۷مه شپه وي. دا ځکه چې رسول الله ص يو ځل له اصحابو وغوښتل چې په دې شپه پورته شي او عبادت وکړي. 

همدا ډول په ډېرو نور حديثونو کې راغلې دي، چې ليلة القدر  به د رمضان مياشتې په وروستيو شپو او بيا په وروستيو شپو کې په ۱۲مه، ۲۳مه، ۲۵، ۲۷، ۲۹ او وروستۍ شپه وي. همدا لامل دی چې اعتکاف کې د رمضان مياشتې په وروستيو لسو شپو کې کېږي، ترڅو مسلمان يوازې وي، او وکولی شي چې د ليلة القدر په دې وروستيو لسو شپو کې پيدا کړي. 

بل ځای په مسلم شريف، دويم ټوک، د روژې په کتاب، ۲۶۲۱ شمېره حديث شريف کې راغلي  دي، چې رسول الله ص فرمايلي دي، چې تاسې ليلة القدر د رمضان په وروستيو لسو شپو کې پيدا کولی شئ، خو  که چېرې يو کس کمزوری وي او نه شي کولی چې دا لس ټولې شپې ليلة القدر لپاره تېرې کړي، نو بيا رسول الله ص فرمايلي، چې له دغه لسو وروستيو شپو دې، اووه وروستۍ شپې د ليلة القدر لپاره تېرې کړي. 

لنډه دا چې هېڅ مسلمان د ليلة القدر په کره نېټه نه پوهيږي چې  دقيقاً ليلة القدر به کله وي، خو لومړۍ نښه دا ده چې ليلة القدر د رمضان مياشت کې ده، بيا د رمضان مياشتې په وروستيو لسو شپو کې يې شونتيا ډېره ده، او بيا دې لسو شپو کې په طاقو شپو کې ډېر عالمان پرې هوکړه لري او بيا د رمضان اخيري اوونۍ په طاقو شپو کې د ليلة القدر ليدل تر ډېره ممکن دي.