د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ ۲۵- باهاما، هغه هېواد چې اوبه يې د نړۍ له بل هر هېواد پاکې او رڼې دي

پښتو او دري نوم يې باهاما ليکل کېږي، انګلېسي کې ورته The Bahamasوايي او رسمي نوم يې د بهاماس ټولګټو دولت يا Commonwealth of The Bahamas  دی. دا يو وړوکی هېواد دی، شمالي امريکا کې پروت دی. څلور خواوې يې اوبه دي؛ لوېديځ ته يې د امريکا متحد ايالت او سويل ته يې د کيوبا هېواد پروت دی. باهاما اوبو کې پروت دی او له درې زره د ډېرو ټاپوګانو جوړ شوی هېواد دی. ناسو يې پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار دی. د باهاما د ټولو وګړو اوويا سلنه پلازمېنه ناسو ښار کې اوسيږي. 

وګړي او پراخوالی يې
باهاما کم مساحت او لږ وګړي لري. ټول نفوس يې څلور سوه زره تنه دی او پراخوالي يې ۱۴زره کيلو متره مربع دی. وګړي يې اکثريت تور پوستکي او عيسويان دي. سپين پوستکي هم په کې اوسيږي، خو سلنه يې له ۴ زياته نه ده. 

حکومت او سياست يې 
د حکومت بڼه يې شاهي او پاچاهي ده. يو  پارلماني او د اساسي قانون اړوند حکومت لري. د دولت چارې يې د مالکې له خوا وړاندې وړل کېږي او د حکومت مسووليت يې د لومړي وزير پر غاړه وي. دغه هېواد په تېر کې د برېتانيا تر استعمار لاندې وو او په ۱۹۷۳ز کال کې يې له انګلستان ځان خپلواکه او په هماغه کال د ملګرو ملتونو غړی هېواد هم شو. دا يو شتمن او غني هېواد دی؛ د حکومت ډېر عوايد يې له ګرځندوی تر لاسه کېږي. 

دغه هېواد ته ګرځندوی په دې ورمات دي، چې ډېر ښايسته ساحلونه لري. اوبه يې دومره پاکې او رڼې دي، چې تر دوه سوه فوټه لاندې په کې ځمکه او د اوبو تل ښکاري. د شمېرو پر بنسټ دغه هېواد د نړۍ د نورو ټولو هېوادونو په پرتله ډېرې رڼې او پاکې اوبه لري. 

تاريخي ځانګړنه يې دا ده، چې کریستف کلمب د لومړي ځل لپاره دغه هېواد کې ښکته شوی وو. کریستف کلمب هغه کس وو، چې ۱۴۹۲ز کال کې د امريکا متحد ايالت د يوې نوې نړۍ په نوم پيدا او کشف کړل. دی ايتالياو وو او د د انتلانتيک بحيرې چاپيره يې سفرونه تر سره کړل چې بيا په امريکا واوښت. 

دا چې دغه هېواد د مساحت او پراخوالي پر بنسټ کوچنی دی، نو ډېر نه پېژندل کېږي. دغه هېواد د نړۍ په اقتصادي او سياسي مسايلو کې ډېره برخه نه اخلي. امريکا او ځينو اروپايي هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې پالي او ډېره ګټه - ګوټه يې له سياحت او ګرځندوی تر لاسه کېږي. د شمالي امريکا ستر هېوادونه کاناډا او د امريکا متحد ايالت دي؛ باهاما هم د شمالي  امريکا اړوند هېواد دی، خو د کاناډا او امريکا متحدو ايالتو سره د پرتلې وړ نه دی.