د بلیک واټر مشر له ځانمرګي برید روغ ووت

 
 کابل ښار پرون دمرګوني برید شاهد و،برېد د کابل په زړه وزیر اکبر سیمه په نوم وتی پلورنځی فاینست کی رامنځ ته شو، د پلورنځی پیرودنکی زیاتره لوړپوړی چارواکی او بهرنی وګړی دی. د برېد موخه د بلیک واټر مشر و، چې روغ ووت. په برېد کې  نهه ووژل شول ، چې پنځه په کې بهرنی میرمنی دی. د بلیک واټر مشاور هاری کلارک وایی موږ د برید په وخت کې شتون درلود خو په  کې زموږ څوک له منځه ندی تللی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د حملی مسؤلیت په غاړه اخلی او وایی بلیک واټر اشغالګر دی او د اشغالګرو ساتنه کوی
بلیک واټر په نړی کی بدنامه کمپنی ده په وژنه ،تښتونه،چور چپاول مشهوره ده. کله چې د بدنامی ګراف ډیر پورته لاړه خپل نوم یی بدل او اوس د ایکس سرویس تر چتر لاندی خوڅښت .