شپږه هغه حالتونه چې غيبت کول په کې جايز دي 

غيبت يو چا پسې شاته خبرې کول دي؛ هغه خبرې چې که چېرې اړوند کس ته ورسيږي او پرې خبر شي، د خپګان لامل به يې شي. اوس که چېرې مور د خپل زوی د ځينو کړنو په اړه د هلک پلار (خپل خاوند) ته وايي او شکايت کوي، يو کس قاضي او څارنوال ته د يو بل کس د دعوې او ظلم څخه شکايت کوي  او يا هم کوم تفتيش او هيئت د کارمندانو د کار په اړه دفتر او ادارې ته شکايت کوي او مالومات ورکوي؛ دا هم غيبت دی؟ په  اړه يې بحث هم دې ليکنه کې ولولئ. 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د مسلم شريف، څلورم ټوک د ۶۲۶۵ حديث  شريف په نقل سره غيبت داسې تعريف او بيانوي. "رسول الله ص له اصحابو کرامو پوښتنه وکړه، چې آيا تاسې پوهېږئ، چې غيبت څه ته وايي، اصحابو کرامو ځواب ورکړ، چې د خدای رسول  ډېر ښه پوهېږي. رسول الله ص وفرمايل، که چېرې يو کس د بل کس په نشتون کې هغه پسې خبرې کوي، او دغه خبرې هغه کس خوښې نه وي، دې ته غبيت وايي. "

بيا اصحابو کرامو پوښتنه وکړه، چې که چېرې دغه شاته خبري کول رېښتا وي نو بيا؟ رسول الله ص وفرمايل چې همدا دا غيبت دی او که چېرې رېښتا نه وي نو بيا خو بهتان او تهمت دی. ذاکر نايک وايي چې  په دغه شپږو حالتو کې د يو مسلمان پسې شا خبرې جواز لري او غيبت نه شمېرل کېږي. 

۱- که چېرې يوې مسلمان له بل مسلمان څخه قاضي او بل مسلمان حاکم ته شکايت کوي؛ ظلم ور سره کېږي، شتمني ور څخه نېول شوې وي او يا کومه بله داسې مسله وي چې حق په کې خوړل کيږي او دغه اغېزمن کس يې مسلمان حاکم او قاضي ته په ګوته کوي. 

۲- که چېرې يو مسلمان بل مسلمان ته د يو درېيم مسلمان د ناسمې چارې او ګناه ښوودنه کوي او موخه يې دغه وي، چې دا دويم کس به وکولی شي چې دا درېيم کس له ياد بد کار، ګناه او ناسمې چارې څخه منع کړي، نو دې وخت کې هم جواز لري. د بېلګې په ډول، يو کس شراب څښي، نو تاسې يې د کورنۍ کوم غړي او يا اغېز لرونکي ملګري ته شکايت کوی او ورته وايئ، چې فلانی کس شراب څښي او موخه مو دا ده، ترڅو ياد کس د شرابو څښلو او بد کار څخه په امان شي. 

۳- د غيبت درېيم جواز هغه مهال دی چې که چېرې يو کس د خپلې ميرمنې/خاوند، زوی/پلار، خور/ورور، پلار/زوی او بل کس په اړه ديني عالم، مفتي او پوه کس څخه مشوره اخلي چې ميرمن/خاوند، زوی/پلار، خور/ورور، پلار/زوی داسې ناسم کارونه کوي او زه بايد څه وکړم چې له ګناه او بد کار څخه يې منع کړم، نو دا درېيمه کتګوري هم غيبت نه شمېرل کېږي. داسې وخت کې غوره دا ده، چې د کس نوم  وانه خېستل شي او وويل شي چې ياد کس يا فلانی. 

۴-  که چېرې يو کس بل چا سره واده کوي. او د دويم کس په اړه تاسې ته مالومات وي. نو په دې موخه چې تاسې سم مالومات پوښتونکي ته ورکړی نه دا چې د غايب کس بد ووايئ، کولی شي، چې د هغه کس نيمګړتياوې په ګوته کړئ، چې په اړه يې تاسې څخه  پوښتنه شوې ده. 

۵- که چېرې يو کس په عام او څرګند ډول سره ګناهونه کوي؛  په څرګنده شراب څښي، غلا کوي، دوکه او نور بد کارونه کوي، نو بيا هم تاسې کولی شئ چې خلکو ته يې په اړه مالومات ورکړئ ترڅو له بدو کارونو يې نور مسلمانان په امن کې شي. 

۶-  وروستی دا چې که چېرې تاسې څخه د يو کس په اړه وپوښتل شي  او د هغه کس ځيني فزيکې نښې او کړنې د هغې ښه پېژندګلوي شي، بيا هم کولی شي چې  يادې کړنې او نښې چې هغه درېيم کس يې نه خوښوي او ووايئ. د بېلګې په ډول يو کس ډېر غټ، ټيټ، جګ، بخيل، غوسه ناک او يا کوم بل ډول دی، نو د هغې د معرفۍ لپاره يادې کړنې او ځانګړنې يادولی شئ.