انټرنېټ چا او څنګه اختراع کړ؟ 

اوس وخت کې له انټرنېټ ګټه اخېستنه ورځنۍ چاره او اړتيا ده؛ کله چې انټرنېټ څخه کار اخلو نو په اړه يې ډېرې خبرې هم کوو. په انټرنېټ کې به يې وګورم؛ پر انټرنېټ کې مې پیدا کړ؛  انټرنېټ کار نه کوي؛ انټرنېټ کمزوری دی... آيا کله مو پرې دې فکر کړی چې په خپله انټرنېټ دی څه، څنګه کار کوي؟ چا، کله  او څنګه منځ ته راوړ؟ دا مالوت دې ليکنه کې ولولئ. 

د انګلېسي ژبې د internet له کلمې د internetted کلمه کالونه وړاندې استعمال شوې او ادبياتو کې يې شتون درلود. د internetted  کلمه د لومړي ځل لپاره ۱۸۴۹ز کال کې د (یو له بل سره وصل یا اوبدل شوي) په مفهوم کارول شوې. په اوسنۍ بڼه د internet کلمه د لومړي ځل لپاره ۱۹۷۴ کال منځ ته راغله او موخه هم ورڅخه انټرنېټ يا یو له بل سره تړلې شبکه وه.  

۱۹۶۰ کالونو کې د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزارت اړوند، د پرمختللو څیړنو ادارې دا کار په لار اچولی وو، چې تازه رامنځته شوي او اختراع شوي کمپيوټرونه په داسې بڼې برابر او وصل کړي، چې مالومات يې خپل منځ کې سره ولېږل شي. 

د انټرنېټ د اختراع او منځ  ته راوړنې لومړنی امتياز او اعتبار د کمپیوټر ساینس برخې دوه نامتو پوهانو، وینټون سرف او باب کان  ته ورکول کېږي. دوی د انټرنیټ مخابراتي پروتوکولونو د اختراع کولو مخکښ او لومړني کسان وو او تر نن ورځ چې کوم سېستم دوی منځ ته راوړی، کار ترې اخېستل کېږي. وینټون سرف او باب کان ۱۹۸۰ کې د پیکټ سویچنګ په کارولو سره د ډاټا لیږد لپاره  یوه مجموعه رامینځته کړه، دا چې ډاټا يا مجموع شوي مالومات څنګه ولېږدول شي، لارښوونې يې د  TCP/IP يانې د لیږد کنټرول پروتوکول او انټرنیټ پروتوکول ورته جوړ کړل. 

لنډه دا چې د انټرنېټ د جوړېدو او منځته راتګ په اړه له وړاندې نظريې وې او تر يو بريده  دې برخه کې کارونه هم شوي وو، خو ټولې شوې او روانې هڅې داسې پايلې ته نه وې رسېدلې، چې پايله لرونکې اوسي. د کمپيوټر ساينس برخې دغه دوه پوهانو او انجنيرانو، وینټون سرف او باب کان د شلو کالو کار او تجربو وروسته په دې بريالي شول، چې ګڼ کمپيوټرونه په خپل منځ کې سره وصل او مالومات پرې سره شريک کړي.  

نو ويل شوي، چې انټرنېټ په رسمي ډول د ۱۹۸۳ز کال، د جنوري مياشتي په لومړۍ نېټه اختراع او وړاندې شو. وینټون سرف او باب کان د انټرنېټ اختراع کوونکي بلل کېږي. له ۱۹۸۳ بيا تر نن ورځ د انټرنېټ له منځته راتګ نېږدې ۴۰ کاله تيريږي او دې برخه ګڼ نوښتونه شوي او لا روان دي.