څنګه کولی شئ عين کې ديني چارې او عصري زده کړې دواړه سمبال او تر سره کړو؟ 

له ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه د هندوستان سام ايالت څخه د انجېنرۍ برخې د پوهنتون يو محصل پوښتي، "کله پر خپلو زده کړو تمرکز او کار کوم نو بيا عبادت او ديني چارې راڅخه سستيږي او که بيا تمرکز مې پر عبادت او ديني چارو وي، نو  عصري زده کړې، چې انجنيرۍ برخه کې يې کوم، راڅخه پاتې کېږي." څنګه کولی شم چې دواړو ته وخت ورکړم او په ښه ډول سره دواړه تر سره کړم؟ 

ډاکټر ذاکر نايک يې په ځواب کې وايي، داسې فکر او ذهني ګډوډي چې که چېرې ديني چاري او عبادت کوم نو بيا بايد عصري او تعليمي زده کړې او کارونه ونه کړم او که بيا وظيفوي کارونه او د مسلک اړوند درسونه غواړم په ښه ډول ووايم، نو بيا را څخه عبادت او تقوا پاتې کېږي؛ شیطاني وسوسې دي او شيطان په دې لټه کې دی، چې تمرکز او فکر مو ګدوډ او مشوش کړي. 

يانې که چېرې د شيطان وسوسه نه وي، نو يو کس لپاره شونې ده، چې د یوې ورځې، اوونۍ، مياشتې او کال دننه په ښه ډول سره خپله تقوا  او عصري زده کړې لوړې او مخ ته يوسي. د بېلګې په ډول؛ يو کس سبا پوهنتون/ښوونځي کې ازموينه لري، د لمونځ وخت راځي، د شيطان وسوسه دا ده، چې ته لمونځ مه کوه، دا لس - شل دقيقې چې پر لمونځ لګوي، په کې د ښوونځي او پوهنتون درس ووايه چې ښې نمبرې واخلې. ذاکر نايک وايي، چې که چېرې دغه کس د شيطان په وسوسه لمونځ ونه کړي، نو د شيطان دويم پلان دا دی، چې دی له عصري زده کړو او مطالعې يې هم منع کړي. 

د لمونځ په نه کولو سره به  وسوسې ډېرې شي، د کس وجدان به ناراحت وي او ښايي نور هغه تمرکز په زده کړو هم ونه شي کړی کوم يې چې د لمانځه په کولو سره کولی شو. که چېرې يو مسلمان له شيطان او شيطاني وسوسو سره په جګړه کې بریالی شي، نو بيا يې شيطان پر وړاندې د ورتګ زړه نه ښه کوي. 

هغه پورته بېلګه؛ د لمونځ وخت شي، کس په دې پار چې هغه وخت چې لمونځ په کې کوي نو مطالعه يا کوم  بل دنيوي کار به په کې وکړي. دلته شیطان بریالی شو او  د شیطان په بريا سره د مسلمان هره کړنه او چاره ناکامۍ سره مخيږي. شيطان د مسلمان دښمن دی، نو کله چې دښمن بریالی شي، څرګنده ده چې مقابل کس (مسلمان) به ناکاميږي. نو که چېرې عبادت، تقوا او ديني چارې په ښه ډول  تر سره شي، نو بې له شکه چې الله تعالی به د مسلمان نورې دنيوي چارې هم غوره او ورته اسانه کړي. 

ډاکټر عبدالکريم  ذاکر نايک وايي چې د يو طبي ډاکټر په حيث مې مطالعه کړې، تجربه کړې او موندلې ده، چې هر کله يو کس لمونځ او نور عبادت کوي نو مغز يې ډېر ارام، خوښ او متمرکز وي او د لمانځه پر مهال د مسلمان له فکر  او ذهن څخه له خدای پرته نورې ويرې او اندېښنې بهر کېږي. نو هر کله چې په لمانځه سره مغز دومره پاک او برابر شي، څرګنده خبره ده چې له لمانځه او نورو عباداتو وروسته به زده کړې او نورې علمي کارونه په ډېر ښه ډول، ارامه فکر او ښه تمرکز سره تر سره شي. 

لنډه دا چې، د عصري زده کړو او دنيوي چارو د ښې تر سره کونې لپاره، اړينه ده، چې لومړيتوب لمونځ، تقوا او نورو عبادتونوو ته ورکړل شي، ترڅو ور سره د فکر، ذهن، زړه او مغزو سکون تر لاسه او شيطاني وسوسې درڅخه لاړې شي.