کائناتو کې په مېلياردونو ستورټالي يا کهکشان شتون لري. د ۲۰۲۰ز کال د يو شمېر او پلټنو پر بنسټ ويل شوي، چې ټول کائناتو کې د کهکشانونو شمېر له دوه ترېليونه ډېر دی. کهکشانونه بيا د مېلياردونو لمريز/شمسي نظامونو ټولګه ده.
لمريز نظام يا شمسي نظام چې انګلېسي کې ورته solar system وايي يو لوی ستوری دی؛ دغه ستوری له نورو ستورو لوی او غټ وي. هغه کهشکان چې زموږ لمريز نظام په کې شتون لري Milky Way galaxy او په لسګونه مېليارده نور لمريز نظامونه هم لري. لمريز نظام کې له ستورو وراېخوا سیارې، اسټرویدونه، کمېټونه او نور جوړښتونه شتون لري.
د ستورو او سيارو ترمنځ توپير دا دی، چې ستوري خپله رڼا توليدوي او سيارې پر مدار ګرځيږي. لمر زموږ د لمريز نظام ستوری دی، چې د ځمکې په شمول له نورو سيارو لوی دی او دوی پرې څرخي. سپوږمۍ هم د لمريز نظام برخې دي خو له سيارو بيا سپوږمۍ وړې وي.
د لمريز نظام بله برخه اسټرويدونه دي. اسټرويدونه د مریخ او مشتري سيارو په منځ کې شتون لري؛ دا د تيږو يو مجموعه ده. تر اوسه تر ټولو ستر پېژندل شوی اسټرويد (سیرس) نوميږي. لومړيو کې دغه اسټرويد سياره شمېرل کېده خو وروسته د اسټرويد يا لوېشتکۍ سيارو (Dwarf Planets) ټولګي شامل شو.
د يو اسټرويد ځانګړنې دا دي، چې د لمر په مدار څرخيږي؛ له سيارو وړوکی خو بيا د نورو هستيو په پرتله لوی وي. د اسټرويد يو مهمه ځانګړنه دا ده، چې د خپلې کتلې د کلک نېونې په پار د جاذبي ځواک لري. پلوټو يا پلوتون په ۱۹۳۰ز کال سياره حساب شوې وه او د شيدو لارې ستورټال د لمريز نظام نهمه سياره وه. ۲۰۰۶ کال کې د پلوټو په اړه پلټنې وشوې او هغه ځانګړنې په کې نه وې، کومې چې يوه سياره لري. نو په دې اساس وروسته پلوټو د سيارې پر ځای په لوېشتکۍ سياره يا Dwarf Planet کې طبقه بندي شو.
عطارد، زهره، ځمکه، مریخ، مشتري، زحل، یورانیس، نیپچون هغه اته سيارې دي چې زموږ په شمسي نظام کې لمر ته نېږدې واقع دي. لمر د شمسي نظام نېږدې ۹۹.۸ سلنه کتله جوړوي؛ هغه سياره (ځمکه) چې موږ پر اوسيږو له لمر يو مېليون ځلې کوچنۍ ده. ځمکه د اندازې پر اساس څلورمه تر ټولو کوچنۍ سياره ده؛ شمسي نظام کې بيا تر ټولو کوچنۍ سياره عطارد او ترټولو لويه سياره مشتري ده.
وروستي