پوښتنه او د ډاکټر ذاکر نايک ځواب: د قدر شپه (لیلة القدر) څنګه ليدلی شو؟ 

د قدر شپه يوه مبارکه شپه ده؛ په دې شپه قران کريم له اسمان ځمکې ته رالېږل شوی او همدا ډول د اسلام پر ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی د قران کريم لومړي آيتونه په همدې شپه نازل شوي دي. دا چې د قدر شپه د کال کومه شپه وي، کره نېټه يې څرګنده نه ده، خو د اکثريت مسلمانانو عقيده دا ده، چې د هجري قمري کال د نهمې يانې رمضان مياشتې وروستۍ لس ورځې او بيا هم په دې لسو ورځو کې طاق ورځو کې د قدر شپه وي او ليدل کېدای شي. 

دا چې يو مسلمان او روژه لرونکی څنګه کولی شي د قدر شپه  وګوري په اړه يې اسلامي لارښوونې او لارې شتون لري؛ همدا ډول  ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د قدر شپې د لېدنې لارښوونې وړاندې کړې دي. ذاکر نايک له بخاري شريف، درېيم ټوک څخه، ۲۰۱۴ شمېره حديث شريف نقل کړی چې فرمايي، "رسول الله ص فرمايلي دي، هر څوګ چې په رېښتنوالۍ سره د قدر په شپه عبادت وکړي، نو ټول تېر ګناهونه به يې وبخښل شي." همدا ډول د بخاري شريف درېيم ټوک، رمضان کتاب، ۲۰۲۴ شمېره حديث کې راغلي دي، چې رسول الله ص به د روژې مبارکې مياشتې په وروستيو لسو ورځو کې خپله ملا مبارکه ټېنګه تړله ترڅو ډېر عبادت وکړي. د اسلام ستر پيغمبر به د رمضان وروستيو لسو شپو کې به يې ټوله په ولاړي لمونځ او عبادت کولو. 

ډاکټر ذاکر نايک وايي چې مسلمان کولی شي، د روژې مبارکې مياشتې په وروستيو لس شپو کې په عبادت او وېښ پاتې کېدو سره د قدر شپه وګوري. نوموړی د لیلة القدر د نښو په اړه وايي چې دغه شپه نه ډېره ګرمه وي او نه هم ډېره يخ وي. د لیلة القدر شپې سهار بيا لمر ملايم وي او وړانګې يې تېزې نه لګي. 

ډاکټر ذاکر نايک وايي چې  د لیلة القدر د لېدنې غوره  او اسانه لار دا ده، چې مسلمانان د روژې  په ټوله مبارکه مياشت کې عبادت وکړي او شپې د خدای ج د رضا لپاره سبا کړي. نوموړي بيا د حديثو په ذکر سره وايي چې ډېره غوره دا ده، چې مسلمان بايد د روژې مبارکې مياشتې په وروستيو شپو کې ډېر عبادت وکړي او دغه موقع بايد له لاسه  ورنه کړي. 

دا هم بايد پام کې ونېول شي، چې روژه مبارکه مياشت د مسلمان د ګناهونو د بخښنې مياشت ده او هڅه په دې کې وشي، چې په بشپړ ډول ملسمان دې مياشت کې له ناوړه کارونو او ګناهونو کولو څخه ځان وساتي. وروستيو دا چې، په رښتنې مانا سره عبادت کول او خدای ج يادول دا شونې کوي، چې مسلمان به د لیلة القدر شپه وګوري.