ستره محکمه:اوه کسان په شپږ شپږ میاشتو بند او د ۳۵ درو وهلو په جزا محکوم شول

روهي-۳۱وری۱۴۰۱: سترې محکمه وايي چې شپږ کسان د شرابو څښلو او پلور په جرمونو او یو کس د موټر د غصب په جرم په شپږ – شپږ میاشتو بند او ۳۵ درو وهلو په جزا محکوم شول.

د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه نن د کابل ولایت ابتدائیه محکمې د درېیم زون د جزا دیوان رییس قاضي حمیدالله حقاني کړې ده.

سرچینې لیکلي چې اسماعیل د عبدالغفار زوی په نوم یو کس د شراب پلور او څښلو په جرم -چې اعتراف یې هم کړی- د ۳۵ درو وهلو، محمد ابراهیم د محمد علي زوی د شرابو پلور چې اعتراف یې هم کړی د ۳۵ درو وهلو او قربان علي د محمد علي زوی، امین الله د سلطان علي زوی او عبدالصمند د ناظر حسین زوی د شرابو څښلو په جرم چې اعترافونه يي کړي، په شپږ – شپږ کاله تنفیذي بند او د ۳۵ درو وهلو په جزا محکوم شول.

سرچینې زیاته کړې چې حمیدالله د عبدالقدیر زوی او عزیزالله د محمد هاشم زوی د موټر غصب په اړه د اعتراف له ورکولو وروسته په شپږ – شپږ کاله تنفیذي بند او د ۳۵ درو وهلو په جزا محکوم شو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د استخبارتو مرستیال رحمت الله نجیب کابل کې یوې غونډې ته ویلي و ډېر ژر به د قصاص، رجم او نور اسلامي حدود تطبیق پیل شي.