هایپرهیدروزیس (Hyperhidrosis) څه ډول ناروغي ده؛ نښې او لاملونه يې 

هایپرهیدروزیس يوه هورموني او د پوستکي ناروغي ده. دې ناروغۍ کې  وجود بي حده ډېر خولې کېږي. دغه خولې کېدنه د ګرمۍ، فزيکي کارونو او تمرين له امله نه وي، يانې د وجود عادي خولې کېدو ته هایپرهیدروزیس نه وايي بلکې دا يو ځانګړی حالت دی. هایپرهیدروزیس کې خولې کېدل دومره زيات وي، چې کالي په کې ټول لنده شي، د عادی چارو پر وړاندې مو خنډ شي او د ټولنيز شرم سبب کېږي. 

د هایپرهیدروزیس (Hyperhidrosis) نښې 
- د وجود خولې کېدل ډېر وي. لامل  يې ډېر فزيکي کار، تمرين او ګرمي نه وي؛ 
- دغه ناروغۍ کې لاسونه، د پښو تل، بغلونه او خيټه ډېره خولې کېږي؛ 
- ځيني وخت د شپې پر مهال هم اغېزمن کس خولې کېږي او له خوبه يې پورته کوي. 

د هایپرهیدروزیس (Hyperhidrosis) لاملونه 
د وجود خولې کېدل په عادي ډول د وجود روغتيا ښيي. د بېلګې په ډول د ګرمۍ پر مهال مغز د خولې د ترشح غُدې هڅوي ترڅو د وجود حرارت راکم کړي. همدا ډول که تاسې اندېښمن او خپه وی، نو بيا مو د لاسونو ورغوي خولې کېږي. خو  هایپرهیدروزیس اصلي لامل  تر اوسه نه دی پيدا شوی، خو لسګونه نورې ناروغۍ، غير روغتيايي حالتونه، خوراکونه او درمل د هایپرهیدروزیس د منځته راتګ لاملونه شمېرل کېږي. 
- ميرمنو کې د طبيعي وچوالي يا مينوپاز پر مهال هایپرهیدروزیس رامنځ ته کيږي، ځکه دغه مهال د هورمون ترشح ګډوډيږي؛ 
- د شکر ناورغۍ او تايروئيد د زيات ترشح پر مهال هم هایپرهیدروزیس پيدا کېږي؛ 
- هغه کسان چې سرطان ولري نو له لومړنيو نښو يې يوه هم هایپرهیدروزیس ده. همدا ډول هغه کسان چې د وینې ټيټ فشار لري، ځيني وخت د وجود له حد ډېر خولې کېدل تجربه کوي؛ 
- د زړه حمله چې د وجود او د زړه عضلو د سخت درد، اندېښنې او فشار سبب کېږي، پايله کې يې شونې ده، چې د عادي حالت پر ځای وجود ډېر خولې شي؛ 
- د هایپرهیدروزیس يو بل پېژندل شوی لامل د وجود ميکروبي کېدل او التهاب دی. همدا ځيني کسان حساسيت لري او د حساسيت په پايله کې په هایپرهیدروزیس اخته کېږي؛
- ميرمنو کې حمل، د شرابو او نشه يي توکو دېر استعمال، HIV، ملاريا، ډېر زيات وزن، د سترګو ګلوکوما او ډېر ژور خپګان هم وجود د خولو کېدو غُدې ډېرې ترشح کوي او هایپرهیدروزیس رامنځته کېږي. 

هایپرهیدروزیس ښايي د وخت په تېرېدو سره په خپله له منځه  لاړ او عادي وضعيت شي، خو که چېرې ډېر ورڅخه تکليف وی نو بليا اړينه ده، چې د پوستکي اړوند يو متخصص ډاکټر ته ورشئ او درملنه يې وشي.