سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۱۸- مهاتما ګاندي، (د نه تاوتريخوالي په فکر) د استعمار ضد ملتپال

اصلي او د زېږون نوم يې (موهنداس کرم چند ګاندي) وو. دی ۱۸۶۹ز کال کې د هندوستان ګجرات په پوربندر کې زږېدلی وو. نوموړي ته د مهاتما لقب ۱۹۱۴ز کال کې سويلي افريقا ته د سفر او هلته خلکو سره د ناستو او ويناوو پر مهال ورکړل شوی وو. مهاتما د ستر يا غوره روح (great-souled) په مانا دی. اوس ګاندي د خپل نوم پر ځای تر ډېره پر مهاتما ګاندي پېژندل کېږي. هغه په داسې يوې کورنۍ کې زږېدلی وو، چې هندو - مذهبه، شتمنه او سوداګره وه. د ګاندي پلار پر هندوستان د انګلېس د واکمنۍ پر مهال د پوربندر ايالت  لومړی وزير وو. مور يې کلتوري او هندو مذبه پاله ميرمن وه. 

د ګاندي پلار څلور وادونه کړي وو؛ ګاندي يې د څلورمې  ميرمنې وورستی اولاد وو. ګاندي واده کړی وو؛ دی ۱۳ کلن وو چې له يوې ۱۴ کلنې هندي جينۍ سره يې واده وکړ. ګاندي څلور اولادونه لرل او ټول يې نارينه بچيان وو. 

نوموړي د ښوونځي دورې زده کړې ګجرات کې وکړې. هلته يې ګجراتي ژبه، جغرافيه او د ښوونځي دورې ځيني نور لومړني مضمونونه ولوستل. دا چې ۱۳ کلنۍ کې يې واده وکړ، نو يو کال ورڅخه زده کړې پاتې شوې. بيا يې د کالج دورې زده کړې بشپړې او دې سره ورته په لندن کې د زده کړو زمېنه برابره شوه. د ګاندي کورنۍ، په ځانګړې ډول د هغې مور او ميرمنې د هندو مذهب کلکې عبادت کوونکې وې. دوی لندن ته د ګاندي له تګ سره مخالفت ښوودلو او ويره يې درلوده چې  ګاندي به لندن کې شراب وڅښي، نورو نجونو سره به اړيکې جوړې کړي او غوښه خوړونکی به ترې جوړ شي، خو ګاندي دوی سره ژمنه وکړه، چې دی به لندن کې د هندي کلتور او هندو مذهب پالي او ورڅخه به نه بې لارې کېږي. 

۱۹۸۸ز کال کې دی لندن ته لاړ؛ هلته يې د قانون په برخه کې درې کاله زده کړې وکړې. لندن کې د زده کړو له بشپړتيا وروسته ګاندي سويلي افريقا ته د محکمې، قانون او حقوق برخه کې د دندې لپاره لاړ. سويلي افريقا ته په رسېدو سره دی له نژادي توپير او تعصب سره مخ شو. کيسه يې داسې ده، چې سويلي افريقا ته په رسېدو دی اورګاډي ته پورته کېږي، د اورګاډي لومړنۍ څوکۍ کې کېني، خو شيبې وروسته دی له اورګاډي ښکته غورځول کېږي. ګاندي ته ويل کيږي، چې د اورګاډي لومړنۍ څوکي د سپين پوستو لپاره ده، تور پوستي او هنديان نه شي کولی دې څوکۍ کې کېني. دې سره د ګاندي په فکر او ذهن کې د نژادي توپير پر وړاندې توپانونه راپيدا کېږي او فکر يې داسې جوړيږي، چې بايد پر وړاندې يې مبارزه وکړي. 

سويلي افريقا کې له يو کال دندې وروسته دی هلته د هندوستان ملتپاله کانګرس  جوړوي. دې برخه کې شهرت ته رسيږي او ژر سويلي افريقا کې د هندوستانيانو د ټولنې مشر ټاکل کېږي. دی ۲۱ کاله په سويلي افريقا کې تېروي او د نژادي تعصب پر وړاندې له دوه لسيزو مبارزو وروسته په ۱۹۱۵ز کال کې هندوستان ته ځي. هندوستان هغه مهال د بريتانيا په سلطه کې وو. ګاندي د برېتانيا د استعمار پر وړاندې مبارزه پيلوي. مبارزه يې جدي او تېزه وي، خو وسله واله مبارزه نه کوي او د انګرېزانو پر وړاندې وسله نه اخلي.  مدني بغاوت، هغه سيمې چې انګلېسان په کې وو ورڅخه هجرت، د برېتانيا تر والکې لاندې دولتي ادارو کې د دندې نه تر سره کول، له انګلېسي توليداتو او وسايلو سره بايکاټ يا پرېکون د ګاندي د مبارزې بڼې وو. 

هندوستان کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ يووالي د ګاندي د سياسي مبارزې يوه اساسي برخه وه. د انګلېس د استعمار پر مهال هندوستان کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ مذهبي تاوتريخوالي او جګړې ډېرې وې. هغه (ګاندي) په دې باور وو چې که چېرې هندوستان کې مسلمانان او هندو مذهبه سره يو شي او خپلمنځي ستونزې ونه لري، نو دوی کولی چې دغه هېواد د انګلېس له سلطې ازاد کړي. هغه د انګلېس پر وړاندې مبارزه کې د عثماني ترکيې ملاتړ او خواخوږي هم درلوده. 

نړۍ کې دويمه نړيواله جګړه پيل شوه. دې جګړه کې برېتانيا د متحدينو مهم غړی هېواد وو. ګاندي هڅه کوله چې دويمه نړيواله جګړه کې بايد هنديان د برېتانيا په پار جګړه ونه کړي، خو د انګلستان د اغېز پر اساس دوه نيم مېليونه هندوستانيان دويمه نړيواله جګړه کې د برېتانيا په ملاتړ وجنګېدل. 

د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح هم له ګاندي سره يوځای د بريتانيا پر وړاندې مبارزه کوله خو موخې يې سره بېلې وې. د ګاندې شعار او موخې دا وې چې انګرېزان بايد هندوستان پرېږدي خو محمد علي جناح بيا ويل چې انګلېس بايد هندوستان سره تقسيم او بيا يې خوشی کړي. 

۱۹۴۷ز کال کې د ګاندي په مشرۍ د هندوستان د مسلمانانو او هندوانو د مبارزې په پايله کې برېتانيا هوکړه وکړه چې له هندوستان به وځي او دغه هېواد به د يو خپلواکه هېواد په توګه په رسميت پېژني. برېتانيا د ګاندي پر ځای د محمد علي جناح طرحه او وړانديز قبول کړ او هغه دا چې د برېتانيا په وتل سره به هندوستان په دوه برخو- پاکستان او هندوستان سره وېشل کېږي. برېتانيا همداسې وکړل؛ له هندوستان څخه ووته خو دغه هېواد يې په دوه برخو- هندوستان او پاکستان  تجزيه کړ. 

د هندوستان له خپلواکۍ نېږدې يو کال وروسته، ګاندي په نوي ډيلي کې يوې ناستې ته وينا کوله چې د ناتورام ګوډسي په نوم يو هندو مذهبه له خوا درې ډزه په سينه ووېشتل شو او نيم ساعت وروسته په روغتون کې ومړ. ناتورام ګوډسي چې وروسته اعدام شو، په خپل اعتراف کې ويلي وو، چې ګاندي يې ځکه ووژلو چې هغه (ګاندي) د پاکستان  په خوښه سياست وکړ؛ هندوستان يې تجزيه کړ او د ګاندي د (نه) تاوتريخوالي سياست وو، چې لوی هندوستان په کې تجزيه شو.