غزني د لوړو کلاګانو سیمه؛ د بیرګټ/برګډ کلا

 
 بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
...............................................
ډیر کلونه وړاندې مې د هیواد مشهور سندرغاړې مومن خان بیلتون پورتنۍ سندره اوریدلي وه. هغه مهال چې لا ماشوم هم وم. په ذهن کې به مې دا پوښتنې را ګرځیدې چې برګډ چا او ولي يي شهید کړ؟  برګډ څوک و.؟ اوکوم کارونه يي کړی؟ دې ته ورته نورې پوښتنې به راسره پیدا کیدې ... کله به چې  له اندړو ولسوالي نه هم دغزني ښار ته راتلم. او ښارته به را ورسیده. یوې برجوري کلا ته چې را ورسیدو نو بیا به په موټر کې سپرو ځوانانو او یا هم د پاخه عمر سړیو یوه او بل ته سره وویل: دا دی د بیرګټ کلا ته هم را ورسیدو. زه به د دغې خبرې په اوریدو سره یوځلې د دې کلا دیوانو، برجونو او په برجونو کې لرګینو کړکیو ته ځیر شوم. خو موټر به ګړندی د ښار په لوري روان وو. زه په دې لیکنه کې د بیرګټ یا برګډ کلا او په خپله د بیرګیټ عبدالاحمد خان  په اړه څه ناڅه معلومات وړاندې کړم.
 
بیرګټ/برګډ،  عبدالاحمدخان څوک و؟
د هیواد په کچه دا وتلی، ماهر ملکې او پوځي مامور د ... زوی د شاوخوا کال کې زیږیدلی.
بیرګټ عبدالاحمد خان کابو کاله وړاندې په غزني او د زابل ولایت تر اړوندو سیمو پورې د ملکي نظامي حکمران په توګه کار کړی دی. عبدالاحمد خان د روان قلم خاوند و. په دولتي ادارو کې يي د کارکولو ښه وړتیا لرله. د ( غزني در دوقرن آخر) تاریخ لیکوال عزیزالدین وکیلي پوپلزی په خپل یاد شوې اثر کې د بیرګټ په اړه داسې کاږي.
 
 بیرګټ عبدالاحمد خان مړينه
د رسمي او دولتي سرچینو په حواله بیرګټ شاوخوا یو سل او لس کاله وړاندې په کابل ښار کې د یوشمیر اوباشو له خوا په خپل کور کې ووژل شول. غلو په برګډ عبدالاحمد خان باندې د چړو وارونه وکړل. چې د ده مړینه هم دې همدې چړو له امله د ورپیښو شویو ټپونو له امله وه. عزیزالدین وکیلي پوپلزی په خپل اثر( غزنه در دو قرن اخر ) کې کاږي.
 
د بیرګټ کلا:
د برګډ کلا کابو یوسل او شل کاله پخوا د غزني ښار په جنوبې څنډه د کابل – کندهار لويي لارې ته نژدې ودانه شوه. د ځینو سرچینو په احواله چې د بنسټ ډبره يي د امیر حبیب الله خان له لوري ایښودل شوی.( غزني د اسلامي تمدن پلازمینه) کې ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ لیکلي ( دا کلا د آمیر حبیب الله خان د واکمنۍ په مهال ودانه او دبنسټ ډبره يي هم د هغه له لوري کیښودل شوه. دهمدې کتاب ۱۷۶ مخ
 
د برګډ کلا دا څو کلونو پخوا هم لکه څرنګه چې جوړه شوې وه. په هماغه شان ودانه وه. دا کلا شاوخو لس متره لوړه او په کابو لس جریبه ځمکه کې د دوو انګړونو په درلودو سره اباده شوي وه. دا کلا به اته ضلعې کې چې د باندې انګړ کې يي اته او په دوهم انګړ کې يي هم  څلور برجونه لرل.  شاعر اوقلموال مرحوم عبدالغفار خان مستاجروال  شاوخوا دیرش کاله وړاندې راته د خپل پلار محمد حسن خان  چې د برګ‌ډ هم عصر و، له خولې چې هغه په خپله هم د قومي او نسبی تاریخ په برخه کې د نظر خاوند او د زیاتو معلوماتو درلودونکی و. کیسه کوله  هغه مهال چې  برګډ عبدالاحمد خان د غزني نه بیا کلاته پورې حکمران و. د دغې کلا د جوړولو له پاره يي ملاوتړله . ده راته دا هم ویل چې د کلا دابادولو په کارونو کې به د  غزني ښار او شاوخوا کلیو خلکو هم د اشر په ډول او د حکمران په امر هم برخه اخیسته. د کلا خټه به يي په اسانو او غوایانو پخوله.  مرحوم مستاجروال وايي: کله کله به د کلا په کارونو او د پخسې وهلو له پاره آن له ده یک ولسوالي  څخه هم ماهر وستاګاران بیول کیدل. خو زیاتره به د پخسي کارونه د اوسني وردګو ولایت ځوانانو تر سره کول. چې هم دې کسانو ته به يي بیا تر نورو کسانو زیاتې پیسې ورکولې. د مستاجروال په وینا دا کلا په د دوو دوبو په فصلونو کې بشپړه شوه.
 
اود معلوماتو له مخې چې د کلا د باندې انګړ کې به د ده بزګران اوسیدل او په دوهم انګړ کې بیا ده او نورو خپلوانو ژوند کاوه. بیا خو کله چې دا کلا په یوه امنیتي مرکز بدله شوه نو بیا ورته یو څه زیانونه واوښتل.
 
 د بیرګټ کلا د خپل عمر په اوږدو کې
تر کومه چې لیدل کیږي. د برګډ په کلا
د بیرګټ د کلا اوسنی حال:
په پای کې غواړم چې د مرحوم بیرګټ عبدالاحمد خان د مړینې په اړه د استاد بیلتون د سندرې بشپړه برخه درته وړاندې کړم. یوه یادونه لازمې ګڼم چې د دغې محلي سندرې شاعر معلوم نه دی.
بیرګټ شهید شو پې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت کا د غزني ملاله نجونه
 
 
بیرګټ يي مړ کو دا کارونه د ې مولا و
درۍ شپې ایښی په کوټه کې دی جلا و
په ده خپه امیر حبیب الله و
چې په راستۍ يي ده وو کړي خدمتونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
*****
 
بیرګټ يي مړ کو ژر يي ولیکل میدان ته
سلام مې وايه تحصیلدار ذکریا خان ته
زموږ سلام ورسوه عبدالله جان ته
چاقو کات نه کړي په ما وشو فسادونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د روضي ملاله نجونه
******
بیرګټ يي وویشت په ما ډیره بې کسې ده
کاکا چې مې مړ شو دا کمکی زړه مې زخمی ده
مخ مې قبلې ته کړۍ تقدیر د الهي ده
راباندې وشوو د ناکسو ګذارونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
*******
بیرګټ يي مړ کو نن شپه د دوشنبه کې
زینه يي کیښوده  را وخوت په پرده کې
دی يي را ټینګ کو د قاقچې په دروازه کې
ورباندې  ویې کړه د پیش قبضو ګذارونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
******
 
برګټ  یې وواژه بې کسې مې ژړوینه
پینځه ګولۍ پسي ویشتی زړه مې چوینه
پاته به نه شي د سبا تر ماسپښنه
را باندې واوړې د خاورو انبارونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
******
بیرګیټ ویل: له ما پاته شوو عیشونه
بل مې هم شته دي په غزني خیالي برجونو
په زړه مې ډیر دي ارمانونه
زاړه مې نه کړه.... شنه خالونه
بیرګټ شهید شو پرې ولاړ دي بیرغونه
اوس يي زیارت که د غزني ملاله نجونه
*****
همدا ډول لکه چې د بیرګټ میرزا عبدلاحمد خان یادونه د ده د کار او فعالیت او ښو کړنو له امله کیږي. د ده د کورنۍ د نورو غړو په کارونو هم خلک ویاړې. په ویر يي ویرجن او خپه و. کله چې د ده زوی فرقه مشر عبدالاحد خان هم کله وفات کیږي. نو خلک يي په مړینه خپه ښکاري. د اندړو د سیمې قومي مشر د قلم او تاریخ خاوند عبدالکریم اندړ يي په خپل ناچاپ اثر  (پندونه)په ۲۰۹ مخ کې داسې یادونه کوي. 
 
ولاړي له دنیا نه فرقه مشر عبدالاحد خانه
ښه نوم دې پریښی له تاجکه تر افغانه
درلود دي ډیر عزت
کاوه دي ښه خد مت
نوم دي مشهور دی له کابله تر ایرانه
ولاړې له دنیا نه فرقه مشرعبدالاحدخانه
مرګ دي په حرمت شو
حاضر درته رعیت شو
شور دی د موټرو ډلې ډلې عالمانه
ولاړې له دنیا نه فرقه مشر عبدالاخانه
خپه په تا پادشاه ده
رعیت او هم سپاه ده
عفوه درته غواړي خوار اندړ له سبحانه
ولاړې له دنیا نه فرقه مشر عبدالاحد خانه