ولې په خرما سره د روژې ماتولو سپارښتنه شوې؛ د ډاکټر ذاکر نايک له خولې د خُرما طبي ګټې 

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی به روژه ماتی په خُرما سره کولو. د رسول الله ص مبارک د خوښې له خوړو هم خُرما وه او په ځانګړي ډول که چېرې روژه لرونکی کس، د نورو  خواړو پر ځای روژه ماتی په خُرما سره وکړي، نو ثواب يې ډېر دی. د اسلامي نړۍ ستر داعي او عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د خُرما د روغتيايي ګټو په اړه وايي. 

خُرما سالم خواړه دي؛ سالم خواړه داسې دي چې هم فزيکي وجود لپاره او هم مغزي لوړتيا او روغتيا لپاره ګتور تماميږي. خرما په خپل جوړښت کې په لوړه کچه کاربوهایډریټ لري؛ خُرما کې د کاربوهایډریټ  سلنه  له ۴۴ بيا تر ۸۸ پورې رسيږي. دغه خُرما د غوړو يا شحم پر اساس کمه سلنه لري او خُرما کې يوازې ۰.۲ تر ۰.۵ پورې غوړ او شحم شتون لري. 

څه ډول مو چې وړاندې ذکر وکړ؛ خُرما د فزيکي او معنوي وجود لپاره سالم خواړه دي، لامل يې دا دی چې دغه خواړه تر ۱۵ ډوله بېلا منرالونه او مالګې لري. خُرما کې شپږ ډوله ويټامين شته او له دوه تر اووه سلنه پورې  پروټين لري. خُرما کې د کاربوهایډریټ  سلنه او کچه له ټولو لوړه ده او طب دا ثبوت کړې دي، چې د انرژۍ د ذخيرې او وجود ته د انرژۍ د ورکړې غني سرچينه کاربوهایډریټ  دي. 

ذاکر نايک وايي چې  خُرما د نورو خواړو سره يو ژور توپير دا لري، چې هرکله چې خُرما وخوړل شي نو سمدلاسه هضميږي او وجود ته انرژي ورکوي. يانې خُرما اړتيا نه لري چې د هضم يوه اوږده پروسه ووهي او له وخت وروسته وجود ته انرژي ورکړي. 

که چېرې يو کس څو ورځې او څو مياشتې هېڅ بل ډول خواړه ونه خوري؛ خوراک  يې  يوازې خُرما او اوبه وي، نو شونې ده، چې د څو ورځو او مياشتو پورې ژوندی پاتې شي. يانې خُرما په يوازې ځان کولی شي، د وجود ډېرې اړتياوې پوره کړی شي. ډاکټر ذاکر نايک وايي، چې د اسلام مبارک دين په لومړيو وختونو کې به د اصحابو کرامو  کورنو کې رنګا -  رنګ خواړه نه وو، نو دوی به خُرما خوړلې او اوبه به يې څښلې او دې سره ژوندي پاتې کېدل. 

د خُرما نورې روغتيايي ګټې دا دي، چې خپل خوږالي سره سره، خُرما کولی شي، چې د غاښونو سوري کېدنې او خوسا کېدنې مخه ونېسي. خُرما داسې منرالونه لري چې د وجود دفاعي سېسټم لوړوي او د سرطان پر وړاندې جګړه کوي.  

ډاکټر ذاکر نايک وايي چې د خُرما د ګڼو روغتيايي ګټو له امله دغه خواړه مسلمانو ته سپارښتنه شوې دي او دا چې د روژې مبارکه مياشت کې د مسلمان وجود په فزيکي ډول يو څه کمزوری کېږي،  نو ځکه د خُرما خوړل  ورته ويل شوي او توصيه شوي دي.