دويم کوروش، لوی کوروش، کوروش دوم، کورش بزرګ؛ په انګلېسي- Cyrus II of Persia يا Cyrus the Great يې لقبونه وو؛ دا ايرانی امپراتور له ميلاد شپږ سوه کاله وړاندې زږېدلی، اوويا کاله يې ژوند وکړ او له ميلاد ۵۳۰ کاله وړاندې ومړ. که څه هم د کوروش د زېږېدو ځای په اړه کره مالومات نشته، خو ويل شوي، چې دی د اوسني ايران په مرکزي سيمو کې زږېدلی وو. نوموړي، سيمه کې د هخامنشي په نوم لومړۍ امپراتوري جوړه کړې چې د پارس خليج شااوخوا سيمو کې لومړۍ امپراتوري شمېرل کېږي. هخامنشي امپراتوري د خپل وخت تر ټولو ستره امپراتورۍ وه او هغه مهال نړۍ کې هېڅ بله داسې امپراتورۍ شتون نه درلود. کوروش د خپلې امپراتورۍ د مديريت لپاره، پاسارګاد، بابل، شوش او اکباتانا څلور پلازمينې ټاکلې وې. د نوموړي نوم سره د دويم کلمه ځکه ويل کيږي، کوروش لومړی دده پلارنی نيکه نومېده.
اوسنی عراق، ترکیه، کويټ، ايران، سوريه، مصر، ارمنستان، ګرجستان، آذربايجان، لبنان، اوسني فلسطين او اسرائيل، قبرس او د منځني ختيځ ډېرۍ نور سيمې هغه مهال د هخامنشي امپراتورۍ برخې او تر واک لاندې سيمې/هېوادونه وو. هخامنشي امپراتوري له ميلاد ۵۵۰ کاله وړاندې جوړه شوه او نېږدې دوه نيمې پېړۍ يې پر سيمه راج او باج وو.
د کوروش دويم او د هغې هخامنشي امپراتورۍ په اړه ليکل کېږي، چې کوروش په خپله داسې امپراتور وو، چې ظلم او قتلونه يې نه دي کړي، هغه سيمې به چې ده ونېولې نو خلک يې په زور خپل دين او کلتور ته نه اړول چې پرې ويې ومني. نوموړي تر واک لاندې سيمو کې ګڼ دينونه، کلتورونه او تمدنونه شته وو او دا چې د نړۍ ځينو هېوادونو کې اوس مهال د کثرت ګرايۍ ننګه کيږي، رېښه يې د کوروش له امپراتورۍ راخېستل کېږي. د نوموړي له مرګ وروسته هم دی د خلکو په زړونو کې ښه ځای درلود. کوروش په تاريخ کې يوه داسې سياسي څېره تېره شوې ده، چې تر نن يې هم تاريخ په ښه يادوي.
نوموړي خپل حکومت په هرې برخې کې منظم جوړ کړی وو. د مالياتو ټولنې لپاره يې بېلا بېلو برخو کې مشخص مامورين ټاکلي وو، قاضيانو شتون درلود او تر يوه بريده دفتري چارې تر سره کېدلې. د کوروش دويم يو ځانګړنه دا وه، چې د سيمې د نېونو په پار يې له جګړې او سياست دواړو کار اخېستلو. هغه به ځيني سيمو او هېوادونو ته استازي لېږل او هڅه به يې کوله چې قناعت ورکړي او دې سره يې ځان ته تابع کړي.
وروستي