يوټيوب سره ډېر اشنا شئ؛  تاسې يې کاروی خو ښايي په اړه يې ډېره ونه پوهېږی  

يوټيوب يو ان لاين وېب سايټ دی، چې کارن يې د چينل په جوړونې کولی شي وېډيوګانې ور پورته کړي او بيا يې  لېدونکي د انټرنېټ پر مټ کتلی  شي. يوټيوب ۲۰۰۵ز کال کې د سټیو چین، چاډ هرلي، او جاوید کریم له خوا جوړ او وتوغول شو. د يوټيوب له جوړېدو  يو کال وروسته، ګوګل  په يو مېليارد  او ۶۵۰ مېليونه امريکايي ډالر  يوټيوب واخېست. اوس مهال، يوټيوب د کال نېږدې ۱۵ مېليارده امريکايي ډالر عوايد تر لاسه کوي.

د يوټيوب د جوړېدو لومړنۍ موخه دا نه وه څه ډول يې چې اوس ګورو؛ په اصل کې دا سايټ د ملګرتيا جوړونې او مينې لپاره جوړ شوی وو. مطلب دا چې بڼه يې داسې وه ترڅو ځوانې جوړې يو او بل سره په کې وپېژني او دې سره د مينې تارونه وغځوي. 

يوټيوب ته هره ورځ په لسګونه زره وېډيوګانې پورته کيږي. د ساعت پر حساب، یوه شپه ورځ کې يوټيوب ته د ۷۲۰زره ساعته په اوږدوالي وېډيوګانې ور پورته کېږي. يانې، هغه وېډيوګانې چې يوه ورځ کې يوټيوب ته پورته کېږي، که چې د دقيقې يې سره جمع شي، ۷۲ زره  ساعته به ترې جوړ شي. يوټيوب کې  دومره وېډيوګانې شتون لري، چې که چېرې يو کس د ټولو وېډيوګانو د کتلو فکر ولري، نو ۵۷زره کاله عمر ورته په کار دی، چې ۲۴ ساعتو کې به يوازې او يوازې د يوټيوب وېډيوګانې ګوري او نور څه به نه کوي. د يو کس لپاره ۵۷زره کاله عمر ناشونی دی، خو په يوټيوب کې تر نن ورځې په دومره اوږدوالي وېډيوګانې اپلوډ شوې دي. 

د نړۍ د ټولو ګړو شمېر اووه مېليارده تنو ته رسيږي. له دغه  اووه مېليارده يې لس مېليارده يوټيوب ځان لپاره ښکته کړی دی. مطلب دا چې ټول هغه کسان چې نېټ کار وي، نو يوټيوب هم کاروي. لس مېليارده په دې مانا، چې يو کس له يو بيا تر لسګونه يو ټيوب چېنل لري او په بېلا بېلو آلو/ډوايسز کې يې استفاده کوي. د يوې ورځې دننه پر يو ټيوب پنځه مېليارده اوږدې او لنډې وېډيوګانې کتل کېږي او هره ورځ دو مېليارده کسان يوټيوب ګوري. 

يوټيوب د بېلا بيلو لارو په وسيله توانېدلی دی؛ چې هم  په خپله او هم مېليونه کسانو ته د عوايدو سرچينه اوسي. د يوټيوب ټول ارزښت اوس وخت کې ۱۵۰ مېليارده امريکايي ډالر دی  او هر شااوخوا ۱۵ ميليارده امريکايي ډالر کلني عوايد تر لاسه کوي. له ګوګل وروسته، يوټيوب انټرنېټي نړۍ کې دويم هغه وېب سايټ دی، چې ترټولو ډېر کتل کيږي. يوټيوب نړۍ کې د مېليونه کسانو لپاره د کار زمېنه برابر کړې ده او ګڼ شمېر کسان يوټيوب ته لپاره د نوښتګرو وېډيوګانو په جوړېدو سره ښه عوايد تر لاسه کوي.