انګولا سويلي افريقا کې پروت هېواد دی. دغه هېواد نامیبیا، کانګو، زامبیا او اتلانتیک سمندر سره پولې لري. د لرغون پوهنې د مالوماتو پر بنسټ دغه هېواد کې د ډبرو زوړ دور کې انسانانو ژوند کړی او پاتې شوني يې موندل شوي دي. د تاريخ په اوږدو کې انګولا د پرتګال مستعمره پاتې شوې او مېليونه وګړي يې افريقايي او د سويلي امريکا هېوادونو ته د غلامانو په څېر وړل شوي وو.
وګړي او نفوس يې
انګولا نړۍ کې ۲۲م د پراخوالي پر بنسټ ترټولو ستر هېواد شمېرل شوی دی. دغه هېواد څه د پاسه يو مېليون کيلو متره مربع پراخوالی لري. ۳۳مېليونه وګړي لري او د وګړو د شمېر پر اساس د نړۍ ۴۴ هېواد دی. د انګولا اکثريت وګړي عيسويان دي. په قومي ډول اکثريت قوم نه لري، بلکې له ګڼو قومونو جوړ شوی هېواد دی. انګولا ۲۷ کاله کورنۍ جګړه کې ګېر هېواد وو، چې څه د پاسه يو مېليون وګړي يې کورنۍ جګړه کې وژل شول. د کورنۍ جګړې له امله د انګولا ډېر نفوس له ۲۴ کالونو کم عمره ځوانان جوړوي. انګولا کې د نارينو شمېر کم او د ښځو په نسبت لوړ دی. د دغه واټن له امله د انګولا نارينه اړ دي، چې څو وادونه وکړي. انګولا نړۍ کې هغه لومړی هېواد دی، چې اکثريت وګړي يې ځوانان دي. دغه هېواد کې د ماشوم زېږونې شمېر هم لوړ دی او په منځني ډول هره مور شپږ بچيان نړۍ ته راوړي.
حکومت او سياست يې
۱۹۷۵ز کال کې يې له پرتګال خپلواکي واخېسته. له خپلواکۍ يو کال وروسته انګولا د ملګرو ملتونو غړی هېواد شو. له خپلواکۍ بيا تر ۱۹۷۶ کال پورې انګولا د خونړيو کورنيو جګړو ډګر وو چې مېليونه وګړي يې په کې ووژل شول. دغه هېواد ولسمشريز سېستم لري، ولسمشر يې د دولت او حکومت مشري کوي. د انګولا سياسي ګونديز سېسټم څو - ګوندي دی. لوانډا د انګولا پلازمېنه او ستر ښار دی. دا چې پر دغه هېواد څو پېړۍ د پرتګال استعمار وو، نو د خلکو او دولت رسمي ژبه يې پرتګالي ده. بيرغ يې سور او تور رنګونه لري؛ سور يې د کمونېزم او تور يې د افريقايي ملت ښوودنه کوي.
انګولا د تيلو توليد برخه کې له نجريا وروسته دويم هېواد دی. په نړيواله درجه بندۍ کې دغه هېواد د تيلو د توليد ۱۴م ستر هېواد شمېرل شوی دی. دا چې انګولا صنعتي هېواد نه دی، نو ډېر تيل د نړۍ نورو هېوادونو ته صادروي. انګولا اوس وخت کې په افريقا لويه وچه کې تر ټولو شتمن هېواد دی او د خلکو اقتصادي وضعيت يې لوړ دی.
وروستي