د ګرمۍ او اوړي موسم په راتګ سره د مياشي يا غوماشي کلمې هم د خلکو د ورځنيو خبرو برخه وي. غوماشي وچېچلم، غوماشي مې چيچي، له غوماشو مې خوب ونه کړ او ډېر نور... غوماشي ګرمۍ او اوړي موسم سره تړلي ژوندي موجودات دي. ژمي او يخ کې بيخي ورک وي، خو د هوا په ګرمېدو سره؛ هر چېرته چې انسان وي، هلته به غوماشي هم وي.
د غوماشو په اړه شوې څېړنې ښيي، چې دا لرغونې حشرې دي، چې پنځوس بيا تر سل مېليونه کاله وړاندې يې د ځمکې پر مخ شتون درلود. ځينې څېړنې ښيي چې حشرې د ډيناسور دور پر مهال موجودې وې او څه ډول چې اوس وخت کې انسانانو لپاره تکليف کوونکي دي، هغه مهال يې ډيناسور په ارام نه پرېښودل. د وروستيو شمېرو پر بنسټ نړۍ کې اوس مهال د غوماشو نېږدې درې زره ډولونه/ نوعې شتون لري؛ اوبو، وچه، يخ، پاک، چټل او بل هر محیط کې پاتې کېدلی شي.
ټول غوماشي وينه نه خوري او ټول غوماشي چيچل نه کوي. دا چې ځيني غوماشي چيچل کوي او ځيني نور يې بيا نه کوي، خبره د غوماشو د ۳۰۰۰ ډولونو نه ده، بلکې د يوې نوعې، نارينه او ښځينه غوماشي هم سره ډېر او ژور توپيرونه لري. تاسې ورته عموماً غوماشي وايئ؛ خو غوماشي چې تاسې چيچي يوازې او يوازې ښځينه غوماشي دي. ښځينه غوماشي وينه خوړونکي دي؛ د يوې نوعې ښځينه غوماشي وينه خوري او بيا نارينه غوماشي يې د ګلانو شيره خوري. مطلب دا چې نارينه غوماشي که ستاسې پر وجود هم کېني، خو تاسې نه چيچي. نارينه غوماشي سبزي خوړونکي او ښځينه غوماشي غوښه/وينه خوړونکي دي.
د نارينه او ښځينه غوماشي ترمنځ بل توپير د دوی اندازه ده. نارينه غوماشي کوچني او واړه دي، خو بيا ښځه غوماشي غټ او پړسېدلي ښکاري. د نارينه او ښځينه غوماشو پېژندنه پر دې هم کېږي، چې د نارينه غوماشي وزر ارام وي خو د ښځينه غوماشي وزرې ډېرې ژر ژر لړزيږي او حرکت کوي. د وزرو له دغه تيز حرکت څخه يې تاسې بز - بز غږ اورېدلی شی او پوهېږی، چې دا ښځينه او مضره غوماشي ده.
د غوماشو عمر هم ډېر کم وي؛ دوی يوه يا تر ډېره دوه مياشتې ژوند کوي. دا يوه او دوه مياشتې ژوند هم ډېر دی او د ښځينه غوماشي په برخه دی. نارينه غوماشي يوازې دوه اوونۍ ژوند کوي. هر کله چې ښځينه غوماشي هګۍ اچوي، نو تر ټولو مناسب ځای ورته ولاړې اوبه دي. غوماشي له ولاړو اوبو پر بل څه هګۍ نه اچوي. دوی چې کوم ځای کې هګۍ اچوي بيا يې شااوخوا درې کيلو متره مزلې کوي، ترڅو انسانان پيدا او وينه يې وبېښي، چې خواړه ترې برابر کړي.
د غوماشو له ۳زره ډوله، ډېرې کمې يې داسې دي، چې د انسانانو وينه خوري. په ګڼ شمېر غوماشي د چټليو او حيواناتو څخه ځان ته خواړه برابروي. د غوماشو په اړه بله په زړه پورې خبره دا ده، چې که چېرې داسې ځای کې کور جوړ کړی، چې تر کيلو متره پورې يې ولاړې اوبه نه وي، خو بيا هم غوماشي تاسې نه پرېږدي. لامل دا دی، چې غوماشي روښنايي خوښي او او روښنايۍ پسې درځي. اوس که چېرې ګروپ او بله رڼايي خاموشه هم کړی، خو غوماشي تر تاسې ځان درسوي. دا ځل غوماشي ستاسې د وجود د تودخي په بوی تاسې پيدا کوي.
وروستي