د روسيې - اوکراين جګړې وروستی وضعيت او مهمو پېښو ته يې لنډه کتنه 

- د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړې پر بنسټ، د دغه سازمان د بشري حقونو شورا کې د روسيې غړېتوب ځنډول شوی دی. ددغه اسمبلۍ غړو هېوادونو په دې رايه ورکړې، چې روسيې د اوکراين په جګړه په سېسټمیک ډول سره بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. دغه رايه اچونه کې ۱۷۵ هېوادونو برخه اخېسته وه؛ ۹۳ هېوادونو مثبته، ۲۴ هېوادونو خلاف رايې ورکړې او ۵۸ هېوادونو له رايې ورکړې ډډه کړې ده.  روسي چارواکي بيا دا ادعاوې ردوي او زياتوي چې دوی په دغه ځانګړو عملياتو کې له پاملرني کار اخلي او د ولسي وګړو د مرګ - ژوبلې  د مخېنوي لپاره هڅې کوي. روسيه وايي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا د روسيې لېرې کول يو غير قانوني اقدام دی. 

- روسيې چارواکو ويلي دي، چې دونیڅک او لوهانسک سيمو کې له برياليتوب وروسته پلان لري پر کيف ښار بيا له سره څو اړخيز بريدونه تر سره کړي. اوکرايني چارواکو هم منلي ده چې روسي ځواکونو پر کيف ښار د پراخه بريدونو پلان لري. روسي چارواکو دا هم منلي ده، چې پر اوکراين د جګړې له پيله ۱۳۵۱ روسي پوځيان وژل شوي او ۳۸۲۵  نور ټپيان شوي دي. ځينې نورې سرچينې د مرګ - ژوبلې دا شمېر لوړې ښيي. 

- له اوکراينه د کډوالو لړۍ لا هم دوام  لري. تر اوسه مېليونه اوکرايني وګړي ګاونډ هېوادونو ته کډوال شوي او مېليونه نور په کور دننه بې ځايه شوي دي. د اوکراين د ماریوپول ښاروال ويلي دي چې د جګړې له امله سل زره کسان اړ دي، چې هېواد او ښار پرېږدي. 

- د روسيې دفاع وزارت په اوکراين د خپلو ځانګړو پوځي عملياتو د بريالي وړاندې تګ ويلي دي. دفاع وزير يې ويلي دي، چې مایکولایف، خارکیف، زاپوریزیا او چوهیو  ښارونو کې يې د اوکراين  د تيلو څلور سترې ذخيرې په نښه کړې او له منځه وړې دي. 

- پوځي او اقتصادي شنونکي وايي چې روسيې تر اوسه د اوکراين په جګړه پنځه ميليارده امريکايي ډالر مصرف کړ او زيان يې  ليدلی دی. د پوځي شنونکو په وينا، له اوکراينه د روسي ځواکونو وتل به هم بې بيې  نه وي او د روسيې لپاره به ګرانه بيه تمام  شي. ورته وخت کې د اوکراين د اقتصاد د سخت ځپل کېدو وړاندوينې کيږي. د اقتصاد پوهانو او نړيوالو بنسټونو په وينا، پر اوکراين د روسيې د جګړې  د هرې ورځې په تېرېدو سره د اوکراين اقتصاد يو سلنه ځپل کېږي. د دوی په وينا چې تر اوسه د اوکراين اقتصادي وړاندې تګ څلوېښت سلنه لاندې تللی  دی او د وضعيت په دوام سره به د اوکراين اقتصاد داسې ضربه وخوري، چې بېرته جوړونه به يې  لسيزې وخت وڼېسي.