آيا د سود پيسې په خيرات او صدقه کې ورکول کېږي؟ د ډاکټر ذاکر نېک ځواب

د اسلامي نړۍ له نامتو عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه لسګونه مسلمانو نجونو او هلکانو پوښتلي، چې دوی د بانک اوکونټ او نورو لارو د سود يا ربا پيسې تر لاسه کوي. د الله ج له ويرې دغه پيسې په خپله نه مصرف کوي او هوډ لري، چې د سود پيسې پر خوارو او مسکينو کسانو ووېشي. دوی له ډاګټر عبدالکريم ذاکر غوښتي، چې د اسلام مبارک دين په رڼا کې دا مالومات ورکړي، چې آيا د سود له لارې ګټل شوې پيسې د صدقې او خيرات په ډول غريبو او مسکينو کسانو ته ورکول کيږي او کنه؟ 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک يې په ځواب کې ويلي، چې الله ج اته ځلې سپيڅلي قران کريم کې د سود [ربا] کلمې ذکر کړی دی؛ او الله ج د بقره سورت په ۲۸۷ او ۲۸۹ مبارک ايتونو کې فرمايي: 

سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۲۷۸
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِىَ مِنَ الرِّبٰوٓا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
ژباړه: اې مؤمنانو! كه په رښتيا سره مو ايمان راوړى وي، نو له خدايه ووېرېږئ او ستاسې چې كوم سود پر خلكو پاته دى، هغه ورپرېږدئ. 

سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۲۷۹
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۖ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوٰلِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ
ژباړه: خو كه تاسې داسې و نه كړل، نو خبر اوسئ چې د الله او د هغه د پېغمبر له خوا ستاسي پر خلاف د جګړې اعلان دى. كه اوس هم توبه وباسئ (او سود پرېږدئ)، نو تاسې د خپلې پانګې اخيستلو حقدار ياست، مه تاسې تېرى كوئ او نه به پر تاسې تېرى وشي.

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک وايي چې سود د اسلام مبارک دين کې د سترو يا کبيره ګناهونو له ډلې دی. همدا ډول د اسلام ستر او خوږ پيغمبر حضرت محمد مصطفی ص فرمايي، چې په اسلام کې د سود تشبه ډولونه ۷۳ دي؛ هغه اخيري او ټيټ - ټيټ يې دا ډول دی چې يو څوګ له خپلې مور سره زنا وکړي. 

عبدالکريم ذاکر نايک د سود د پيسو په اړه وايي، چې دغه پيسې يو ځل تر لاسه کيږي او بيا په بېلا - بېلو بڼو مصرفيږي، نو دا چې يو ځل دا پيسې تر لاسه شوې، نو دا د خپلې مور سره د زنا مانا لري او دا پيسې د الله او د هغې د رسول پر وړاندې د جګړې د اعلان مانا لري. د سود پيسو په اخېستلو سره  مسلمان تر ټولو لومړی داسې ګناه کې لوېږي لکه خپلې مور سره يې چې زنا کړې وي او د خدای او د رسول پر وړاندې د جګړې اعلان. بيا که يو مسلمان دغه پيسې په خپله مصرفوي، خوار او غريب ته يې ورکوي، صدقه او خيرات پر کوي او يا نورې چارې، خو په اخېستلو سره يې پورته دوه ذکر شوې د ګناه ډکې چارې تر سره کړې.

د ذاکر نايک ځواب  دا دی، چې بانک کې  د پيسو کېښودل، چا ته قرض ورکول او بيا  ورڅخه سود اخېستل، او پر بلې هرې بڼه سود حرام او کبيره ګناه دی. ذاکر نايک د ځينو اسلامي علماوو سره په دې کې هم موافق  نه دی، چې که چېرې يو مسلمان د سود لپاره پيسې بانک ته واچوي، او د سود ټوله ګټه يې پر خوارو او غريبو کسانو بيا وشي، نو بيا ګناه نه لري؛ ذاکر نايک وايي، چې سود کبيره ګناه دی؛ که  پر خوار او غريب يې پيسې وېشل کيږي او که په خپله خوړل کيږي، خو اسلام مبارک دين کې حرام او ګناه ورته ويل شوي دي. 

ذاکر نايک وايي چې که چېرې يو کس د سود څخه پيسې ټولې کړې وي او دغه مسلمان په دې نه پوهېږي، چې دا پيسې سود او سود ګناه دی، نو بيا کولی شي چې ټولې شوې پيسې پر غريبو او مسکينو کسانو ووېشي او نور بيا له سود څخه توبه وباسي.