د اوکراين - روسيې له جګړې څو وروستي خبرونه 

- ايټاليا له خپل هېواده ۳۰ روسي  ډیپلوماتان شړلي؛ د آيټاليا چارواکو ويلي دي چې دا کار يې د خپل ملي امنيت په پار کړی دی. ايټالیايي چارواکو په دې اړه ويلي دي چې  روم کې د مسکو سفير يې هم ورغوښتی دی او دغه ۳۰ روسي  ډیپلوماتان د ايټاليا حکومت لپاره د خوښې وړ کسان نه وو. 

- يوې خبري غونډه کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پر اوکراين د روسيې بريد په اړه د چين چوپتيا ته د شک په سترګه کتلي او ويلي دي چې د چين له خوا د ياد بريد نه غندل دا مانا ورکوي، چې چين پر اوکراين د روسيې بريد سره هوکړه لري او د روسيې ترڅنګ ولاړ دی. 

- اوکراين کې د جګړې له امله د بي ځايه شويو کسانو شمېر په لوړېدو دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ ويلي دي، چې تر اوسه اووه مېليونه او سل زر اوکرايني وګړي د اوکراين دننه بې ځايه شوي دي او نېږدې څلور مېليونه نور نېږدې هېوادونو ته مهاجر شوي دي. 

- کرمېلن د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن هغه څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی، چې د ولسمشر ولادميير پوتين په اړه يې کړې وې؛ جوبايډن ولې وو، چې پوتين اوکراين کې جنګي جنايتونه کوي. کرملین ويلي  دي چې د امريکا دا ډول څرګندونې شخصي ښکنځل دی چې دوی ته د منلو وړ نه دي؛ د شرم او سپکاوي ډکې يې بولي. 

- پر روسيه د اقتصادي بنديزونو په لړ کې د اروپايي هېوادونو بهرنيو چارو وزيران ناسته کوي او دوی پر دې پرېکړه کوي، چې له اوکراين څخه د روسيې د شاته کولو لپاره پر مسکو لا نور بنديزونه ولګوي. 

- د اوکراين ولسمشر ولادمير زلېنسکي د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وينا وکړه او ورڅخه  يې غوښتي دي چې د ۲۴ ساعتونو دننه بايد د نړۍ هېوادونه د اوکراين عملاً ملاتړ او مرستې لپاره لاس په کار شي؛ اوکراين ته وسلې ورکړي چې د روسيې پر وړاندې جګړې پرې يوسي. 

د روسيې او اوکراين جګړه له يوې مياشتې ډېر وخت کېږي چې روانه ده. د امريکا او لوېديځې نړۍ له بنديزونو او لوېديځو رسنيو له تبلطغاتو سره - سره روسي ځواکونه له جګړې شاته شوي نه دي او ولسمشر پوتين پر غوښتنو کلک ولاړ دی. تر اوسه د روسيې او اوکراين جګړه فزيکي روانه ده؛ د سولې خبرو او دپلماسۍ کار نه دی ورکړی.