ملګري ملتونه: افغانستان د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري

ملګرو ملتونو په خپل يوه تازه راپور کې یو ځل بیا ویلي چې افغانستان د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

 د ملګرو ملتونو په خپاره شوي راپور کې راغلي چې دوی له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو په لټه کې دي، خو په نړۍ کې ځینو نورو پېښو له دغه هېواد تمرکز لرې کړی دی.

ملګرو ملتونه وايي چې په افغانستان کې غذايي خوندیتوب مخ په کمېدو دی او هره ورځ د هغو کسانو شمېره صفر ته راښکته کېږي چې بشپړو خوړو ته لاسرسی لري.

 د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او په دې سخت بشري ناورین کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

هغه  له نړۍ غوښتنه کړې چې افغانانو ته پاملرنه وکړي، ځکه اوږدو جګړو یې پر ژوند مستقیم اغېز کړی او بېوزلي یې خپره کړې ده.