د خولې بدبوي مو خلک حس کوي خو څوګ څه نه درته وايي؛ خپله پرې پوه او درملنه يې وکړئ 

تر شا يې لسګونه لاملونه دي، د خولې بدبوي ټولنه کې د يو کس وقار او عزت ټېټوي او خلک  ترې واټن نيسي. ډېر کسان داسې وي، چې د ځان ډېر نظافت ساتي، پاک کالي اغوندي، عطر وهي خو دا نه شي حس کولی  چې د خولې بدبوي يې شااوخوا خلک تکليفوي او فاصله ترې نيسي. دلته د خولې د بدبوۍ يا bad breath ځيني لاملنه درته  ليکوو. 

۱- د خولې بدبوۍ يو اصلي لامل خوله کې د خوراکي موادو پاتې شوني دي. هر کله چې خواړه وخوړل شي نو ذرې يې خوله کې پاتې کيږي. بيا د خولې دننه بکترياوې فعاليت کوي چې دغه د خوراکي موادو پاتې شوني ټوټې کوي او د يو څه وخت په تېرېدو سره خوسا کيږي او بدبوي کوي.  

۲- د خولې دننه لاړې شتون لري چې انګلېسي کې ورته saliva وايي د خولې پاکوالي  او لوند ساتلو کې مرسته کوي. دغه لاړې د خولې پاکوالی کوي. هغه وخت چې تاسې خوب کوی او د پوزې پر ځای په خوله ساه اخلی نو خوله مو وچيږي، او دې سره د خولې  بدبوي پيدا کيږي.  نو ښايي تاسې تجربه کړې وي، چې له خوب خپله پورته شی او يا هم هغه کس چې له خوب پورته شي او خبرې ور سره  کوی، نو خوله به يې بدبوي لري. 

۳- ځيني خواړه هم د  خولې بدبوي رامنځته کوي، خو بدبوي يې لنډمهاله  وي او د هغې  بدبوۍ په ډول سخته نه وي، لکه خوله کې د خواړو پاتې شونو او د خولې  وچېدو له  امله  چې پيدا کيږي. دا بدبوي د هوږې، پيازو، ګندنې، ګلپي او نورو خواړو څخه پيدا کيږي. 

۴- که چېرې يو کس ټوله ورځ خوراک او څښاک  ونه کړي، بيا يې هم د خولې بدبوي رامنځته کيږي. دغه د خولې  بدبوي ځکه وي، چې خوله وچيږي او د خولې وچوالی د خولې  بدبوي رامنځته کوي. د يادونې ده، چې د روژې مبارکه مياشت کې روژه لرونکي کس د خولې وچوالی الله ج ته ډېر د خوښې وړ دی. 

۵- ځيني درمل هم د خولې بدبوي رامنځته کوي. دغه درمل يا په خپله تېز بوی لري او يا يې د خوړلو له امله خوله وچيږي او دې سره د خولې بدبوي پيدا کېږي. 

۶- د غاښونو سوري، توروالی او رژېدل هم د خولې د بدبوۍ سبب  کېږي. هغه کسان چې خوله کې سوري ولري نو د خوراکي موادو توکي او ذرې په کې پاتې کېږي، او د خوسا کېدو له امله يې بدبوي پيدا کېږي. 

۷- ځيني کسان د معدې تيزاب لري او هر کله چې دغه تيزاب ډېر شي نو د خولې بدبوي په کې راپيدا کيږي. يا دغه تيزاب خولې ته راپورته کېږي او يا هم له معدې او مرۍ بوی حس کېدای شي.