طب ثبوت کړې؛ د روژې پنځه روغتيايي ګټې 

د اسلام د مبارک دين درېيمه بناء روژه چې د رمضان يا هجري سپوږميږ کال په نهمه مياشت کې راځي، له عقيدوي او ديني ګټو وراېخوا، پراخه  روغتيايي ګټې هم لري. دې ليکنه کې  د رمضان مبارکه مياشت کې د روژې نيونې پنځه روغتيايي ګټې درته ښييو.  

۱- د دماغو وده او غښتلتيا 
بې له شکه چې تاسو به په دې پوه شئ چې روژه ستاسو په ذهني هوساینې او روحي تمرکز باندې مثبت اغیز لري؛ پر مغزو د روژې  اغېز دومره لوړ او ښه دی، چې ښايي تاسې يې  په اړه فکر هم ونه شی کړی.  په متحده ایالاتو کې د ساینس پوهانو لخوا ترسره شوې یوې څیړنې موندلې چې د روژې په میاشت کې ترلاسه شوی ذهني تمرکز د دماغو څخه ترلاسه شوي نیوروټروفیک فکتور کچه ډیروي چې بدن د دماغي حجرو ډیر تولید لامل کیږي، پدې توګه روژه کې د دماغ فعالیت ښه کيږي. 

۲- د ځينو عادتونو پرېښودل 
غوړ، خواږه  او سګرېټ هغه څېزونه دي، چې له امله يې وجود کې نورې ناروغۍ پيدا کيږي. د روژې مبارکه مياشت کې د غوړو، خواږو او ورته نورو خوراکونو اندازه کمېږي او همدا ډول د ورځې په جريان کې سګرېت نه څګول کيږي. د دغه پورته څيزونو لنډمهاله پرېښوودل  هم سبب کيږي، چې وجود کې د دوی له امله د رامنځته شويو ناروغيو کچه ټيټه او تر کننټرول لاندې ونېول شي. 

۳- د کولیسټرول ټیټېدل 
څېړنو ښوودلې ده چې د رمضان مياشت کې دېرش ورځې روژه نېول وجود کې  کولیسټرول ټیټوي. وينه کې د کولیسټرول کچې ټېټېدل د وزن د کمېدو سبب هم کېږي. هر  کله چې وينه کې کولیسټرول ټيټ شي نو د زړه ناروغيو او د وينې لوړ فشار مخه نېول کېږي. د تجربو پر بنسټ،  د وينې د کولیسټرول ټېټېدو تر ټولو ښه  وخت د رمضان مبارک مياشت کې روژه نېول دي. 

 ۴- اشتها برابريږي 
دېر کسان او په ځانګړي  ډول ځوانان د اشتها د خرابېدو او ګډوډۍ شکايت کوي. له روژې وړاندې د دوی غذايي رژيم برابر نه وي. د سهار چای نه څښل او پر ځای يې د ورځې جریان کې ګازي مشروبات، بسکېټ او د نورو څېزونو خوراک لامل کيږي، چې اشتها يې ګډوډه شي. د روژې په مياشت کې غذايي رژيم سميږي او د بې اشتهايۍ يا د اشتها د خرابۍ ستونزه  حليږي. 

۵- له وجود زهر پاکيږي 
د روژې مياشتې دننه له وجود زهري  مواد پاکيږي. له سهار بيا تر ماښامه د خوراک نه کول سبب کيږي، چې وجود د استراحت په يو پړاو کې وساتي. دې سره د هاضمي سېسټم داسې کار کوي، چې وجود کې ټول شوي زهري مواد پاک او لېرې کړي.