د ټېکنالوژۍ له ډګره؛ مصنوعي ځېرکتيا يا هوش (Artificial Intelligence) څه ته وايي؟ 

مصنوعي ځېرکتيا ته انګلېسي کې Artificial Intelligence وايي، لنډ نوم يې AI ليکل کيږي. داد کمپیوټر ساینس یوه پراخه څانګه ده چې د ځېرک/سمارټ ماشینونو رامینځته کولو پورې اړه لري؛ دغه ماشيونونه نه د خپل شااوخوا چاپيرل درک کوي؛ د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو په ډول د چاپيريال له شتو سره تعامل کوي، کړنه او غبرګون ښيي. Reactive Machines/د عکس العمل ماشینونه، Limited Memory/محدوده حافظه، Theory of Mind/د ذهن تیوري او Self-Awareness/  ځاني پوهاوی؛ د ځيرکتيا يا د Artificial Intelligence څلور اساسي ډولونه دي. 

روبوټ، خپلسري تلونکي موټرونه، هغه ماشيونونه او پروګرامونه چې يوه سيمه کې د کرونا ويروس په ډول  ناروغۍ تشخيص او په نښه کوي، د ټولنيزو رسنيو اټومټيک څارونکي او کتونکي آپ او پروګرامونه  او ورته نور د  Artificial Intelligence بېلګې دي. 

يو روبوټ کولی شوي چې هغې ته د ځای پر ځای شوي يا انسټال شوي پروګرام په مرسته بېلا بيلې دندې تر سره کړي. د بېلګې په ډول، د روغتيا په برخه کې روبوټ کولی شي، چې د ناروغ وضعيت تر څار لاندې ونېسي. اکسيجن يا نور روغتيايي وسايل ورته برابر کړي، پيچکاري ورته ولګوي او د اړتيا په صورت کې د ناروغ د وضعيت په اړه ډاکتران او د روغتون مسوولين په جريان کې کړي. دا د Artificial Intelligence  يوه ښه بېلګه ده. همدا ډول ګوګل نقشه يا ګوګل مپ؛ پر کوم سړک چې تاسې روان ياست او سړک غلط کړی، نو ګوکل مپ درته ښيي چې سړک مو غلط کړی دی، دا د ګوګل مپ د چاپيريال څخه اخېستنه ده. 

د مصنوعي هوش بله  بيلګه ځيني ټرافيکي کمرې  دي. دغه کمرې په داسې بڼې جوړې شوي دي، چې د موټرونو نمبر پلټ، رنګ، ماډل او ډول پېژني. هر کله چې دغه کمرو ته د يو موټر ځانګړتياوې په ګوته شي، نو کولی شي، چې هغه موټر مشخص او د تېښتې د مخنيوي لپاره يې اړوند موانع او خنډونه وکاروي ترڅو موټر کې د غوښتل شوي کس يا کسانو د تک مخه ونېسي. 

د منصوعي هوش ځيني پخوانۍ بېلګې هم شتون لري، مثلاً د داستان او کيسۍ ويلو ماشين. تېر وخت کې داسې ماشينونه وو، چې کيسۍ او داستانونه به يې ويل. اوس وخت کې د مصنوعي ځيرکتيا پرمختللې بڼې چې وړاندې يې ځيني بيلګې وړاندې شوې شتون لري. د ټېکنالوژۍ  په ډګر کې لا په چټکۍ سره کار روان دی، ترڅو د مصنوعي هوش برخه غني کړي او ډېر نوښتونه په کې رامنځ ته کړي.