آيا د ښځې او خاوند ترمنځ ډېرې جنسي اړيکې ضرري دي؟ 

د شمېرو او څېړونو پر بنسټ په منځني ډول ځوانې ميرمنې او ميړونه يې په يوې اوونۍ کې يو ځل کوروالی کوي او ځينې شمېرې بيا په اوونيز ډول د ښځې او خاوند ترمنځ نېږدې والي اوونۍ کې يو ځل او ډېر تر ډېره يې دوله ځل حسابوي. ښايي ځينو متاهلو خلکو (ښځې يا خاوند)  سره به دا پوښتنه  وي، چې د ښې روغتيا لپاره او په داسې بڼه چې پر ټولنيز - ګډ ژوند يې منفي اغېز ونه شي، څو ځلې کوروالی غوره او بهتر  دی؟ 

د ربیکا سی بریټمن په نوم د  نسایي او زیږون درملو کلینیکي پروفیسور وايي، چې که چېرې کومه خاصه ناروغي نه وي، کوروالی او جنسي اړيکې د ښځې او خاوند لپاره ستړې کوونکې نه وي او کومه بله  ستونزه شتون ونه لري، نو بیا دې برخه کې محدوديت شتون نه لري او هره څومره ځلې چې د ښځې او خاوند ترمنځ دغه اړيکې خوښې وي، همدومره دوی کولی شي. يانې طب له روغتيا برخمنو ځوانو جوړو ته د جنسي اړيکو د تر سره کولو محدويت او مهال وېش نه ټاکي. 

د ډېر جنسي نېږدوالي يوه بله ستونزه او مضر فکتور د ميرمنې د تناسلي غړو پړسوب دی. هر  کله چې جنسي اړيکې تر سره کيږي، نو د ميرمنو تناسلي غړو کې وينه ټوليږي؛ د پام وړ جنسي تحريک پرته د تناسلي غړو لوندوالی نه رامنځته کېږي او دې سره کوروالی درد لرونکی وي، چې په بيا په نوبت سره، نورې ناروغۍ رامنځته کولی شي. ډېر جنسي اړيکې د مثانې او بولي مجرا د ميکروبي کېدو سبب هم کېږي. له ميرمنو پرته، ډېرې جنسي اړيکې، د نارينو لپاره هم مضرې تماميږي. ښايي دوی هم د تناسلي غړو د پړسوب او د ادرار ستونزې پيدا کړي. 

غوره دا ده، چې تناسلي سېسټم ناروغۍ جدي ونېول شي. د سوزاک او ورته نورو جنسي انتقالي ناروغيو پر مهال جنسي اړيکې تر سره نه شي او که بيا هم تر سره کېږي، په کمې شمېرې تر سره شي. د فزيکي ناروغيو ترڅنګ د کوروالي پر مهال د ميرمنې روحي وضعيت بايد پام کې ونېول شي. که چېرې ميرمن په روحي ډول له خپل خاوند  سره د جنسي اړيکو لېوالتيا ونه لري، نو ضرور کومې فزيکې ناروغۍ، چې نښې يې نه ښکاري شتون لري. خاوند ته په کار ده، چې د ميرمنې د جنسي اړيکو  نه لېوالتيا مالومه کړي او له حل وروسته يې جنسي اړيکې تر سره کړي. 

وروستۍ دا چې، د ښځې او خاوند ترمنځ د کوروالي منځنی حد اوونۍ کې يو ځل حساب شوی دی، خو په انفرادي ډول ښځه او خاوند اړ نه دي، چې ضرور بايد اوونۍ کې يو ځل جنسي اړيکې تر سره کړي. د دوی روغتيايي وضعيت او روحي حالت په پام کې  نېونې سره دوی کولی، کوروالی ولري.