د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د ارجنټاین هېواد

د ارجنټاين انګلېسي کلمه (Argentina) له هسپانوي او ايټاليايي ژبو راخېستل شوې ده، چې د سپينو زرو او يا سپينو زرو څخه د جوړ مانا ورکوي. د لرغونپوهنې او تاريخ اړوند، دغه خاوره باندې انساني ژوند نېږدې درې مېليونه کاله وړاندې د زوړ ډبرين وخت پر مهال حساب شوی دی. دغه هېواد د امريکا لويې وچې په سويل کې پروت دی. بولیویا او پاراګوای يې شمال ته پراته هېوادونه دي؛ ختيځ خوا یوراګوای او سويلي اتلانتیک سمندر سره پوله لري  او برازيل يې شمال - ختيځ خواته پروت دی. 

وګړي او پراخوالی يې 
سويلي امريکا کې له برازيل وروسته، ارجنټاين د پراخوالي پر بنسټ تر ټولو ستر هېواد دی. د ارجنټاين ټول پراخوالی څه کم درې مېليونه کيلو متره مربع ته رسيږي  چې پر دې اساس، د نړۍ اتمه شمېره تر ټولو ستر هېواد دی. نفوس يې له افغانستان يو څه ډېر، يانې ۴۵ مېليونه دی. په نژادي ډول د ارجنټاين نېږدې نوي سلنه وګړي سپين پوستي دي او بيا په کې ۸۰ سلنه عيسويان دي. 

حکومت او سياست يې 
د ارجنټاين پلازمېنه بیونس آیرس دی؛ همدغه ښار د ارجنټاين ستر ښار هم دی. ارجنټاین  يو انقلابي هېواد دی؛  له ۱۹۳۰ را وروسسته  په  پنځو لسيزو کې دغه هېواد کې شپږ  حکومتونه د کودتاوو او پاڅونونو له امله نسکور شوي او له منځه تللي دي. د حکومت ډول يې فدرال جمهوريت دی. ولسمشر يې د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي او د واک موده يې څلور کاله وي. ارجنټاین کې ټاکنې پټې او په مستقيم ډول تر سره کېږي او ځانګړې خبره يې دا ده، چې رايه ورکول په کې اجباري دي يانې که چېرې له کومې ځانګړي ستونزې پرته  څوګ رايه ورنه کړي، نو جرېمه کېږي به. بيرغ يې له درېيو ټوټو جوړ شوی دی؛ اوبه رنګه، بيا سپين او بيا مساوي اوبو رنګه ټوټه. بيرغ يې ۲۱۰ کاله پخوانی دی او دوی يې له رنګونو  دا تفسير کوي، چې ابي رنګونه د اسمان او خپلواکۍ نښې دي او سپين رنګه د وريځو مانا ورکوي، چې منځ کې يې د لمر نښان دی. 

بهرنۍ اړيکې يې 
ارجنټاين د ملګرو  ملتونو، د نړيوال بانک ګروپ، سوداګرۍ نړيوال سازمان او د امريکايي دولتونو سازمان غړی او له بنسټ اېښودونکو هېوادونو دی. ارجنټاين په اقتصادي اړخ کې د جي-شل او جي  - ۱۵ اقتصادي هېوادونو غړېتوب هم لري. دغه هېواد هایتي، قبرس، لویدیځ صحارا او منځني ختیځ  ته د کړکېچونو او شخړو پر مهال د سوله ساتو په چتر  کې پوځيان هم لېږلي وو او د نړۍ په يو شمېر سياسي او اقتصادي مسايلو کې فعاله ونډه اخلي. 

پوځي او اقتصادي وړتياوې 
اقتصادي اړخ کې ارجنټاین د نړۍ ۳۱م اقتصادي ځواک  لرونکی هېواد دی. ۴۰ سلنه وګړي يې د غربت کرښې لاندې ژوند کوي. ملي پيسې يې  (ارجنټاین پیسو) نوميږي؛ ارزښت يې له افغانۍ ټيټ او يو امريکايي  ډالر ۱۱۰ ارجنټاینۍ پیسو کېږي. د نړۍ د ۱۴۲ هېوادونو له منځه د ارجنټاين هېواد پوځ ۴۰م نړيوال مقام  لري. د پوځيانو شمېر يې شااوخوا اويا زره تنه دی او ۲۱۰ کاله وړاندې يې پوځ جوړ شوی دی. 

د ارجنټاین په اړه په پنځه په زړه پورې خبرې 
- د فوټبال نامتو لوبغاړی لیو میسي د ارجنټاين هېواد دی او هلته حکومت داسې قانون  اېستلی دی، چې څوګ نه شي  کولی پر خپلو ماشومانو د لیو میسي نوم کېږدي. 

- د ارجنټاين نېږدې ۹۷ سلنه وګړي په اصل  کې اروپايان دي، چې د هسپانيې او ايټاليا د اشغال په وختونو کې هلته مېشت شوي دي. 

- د ډيناسورو دورې د ترټولو غټ ډيناسور (Patagotitan mayorum) پاتې شوني ارجنټاين هېواد کې موندل شوي دي. 

- ۲۰۰۱ز کال کې ارجنټاين کې اقتصادي بحران وو، دې موده کې د لسو ورځو دننه څلور ولسمشران له واک لېرې شوي او نوي کسان ټاکل شوي دي. 

-  د لومړۍ نړيوالې جګړې وړاندې پر ارجنټاين د برېتانيا اشغال وو او برېتانيا دغه هېواد سره داسې مرستې کړې وې، چې له جرمني، فرانسې، ايټاليا او نورو اروپايي هېوادونو ارجنټاين شتمن او د خلکو اقتصادي ژوند يې د کاناډا له اقتصادي ژوند سره مساوي وو.