له زېږون وروسته کوروالی: څومره وخت وروسته او اړوند روغيتايي مسايل يې

له زېږون وروسته حالت او وخت ته په عربي کې نفاس وايي. د اسلام په مقدس دين کې ښځه له زېږون وروسته ۴۰ او ځينو روايتو کې۶۰ شپې - ورځې ناپاکه بلل کېږي او همدا ډول په دې موده کې د ښځې او خاوند ترمنځ کوروالی نه کېږي. دې ليکنه د طب له اړخه د نفاس دورې او کوروالي په اړه مالومات لوستلی شئ. 

له زېږون وروسته په عمومي ډول سره ميرمنو کې د جنسي اړيکو او کوروالي لېوالتيا کميږي. زېږون سره ښځو کې ژور فزيکي او روحي تاثيرات پيدا کيږي او دوی وخت ته اړتيا لري، چې خپل عادي حالت ته وګرځي. دې حالت کې د اسلام مبارک دين اړوند لارښوونې شتون لري، چې ښځه او خاوند کومې چارې لکه کوروالی، کله او څومره وخت وروسته ترسره کولی شي. عصري طب کې هم دا موده يوه ځانګړه موده ده، چې د ښځې او خاوند او همدا ډول د نوي پيدا شوي ماشوم د روغتيا په پار، ځانګړې سپارښتنې بايد پام کې ونېول شي او پلې شي. 

د ډاکټرانو لارښوونه دا ده، چې ضرور بايد له زېږون وروسته ميرمنې د يو څه وخت لپاره استراحت وکړي او جنسي اړيکې تر سره نه شي. دې وخت کې وجود بيا جوړېدنې ته اړتيا لري او که کوروالی وشي، نو ناروغۍ رامنځته کولی شي. څه ډول چې په اسلامي رواياتو کې ۴۰ شپې ښوودل شوې، همدا ډول طب لارښوونه کوي، چې د شپږو اوونيو لپاره  بايد له زېږون وروسته جنسي اړيکې تر  سره نه شي. له شپږو اوونيو وروسته هم، ميرمنې بايد ښځينه ډاکټر ته لاړه شي  او د روغتيايي معايناتو وروسته، د کوروالي او يا نه کوروالي  ويل کېږي. د ښه استراحت او د وجود د بېرته ښه کېدو لپاره، ځيني ډاکټران دا سپارښتنه کوي، چې له زېږوون وروسته بايد ۱۲ اوونۍ يا څلور مياشتې کوروالی  ونه شي، ترڅو هغه نسجونه چې د زېږون له امله څېرې شوې دي، بېرته جوړ او عادي حالت ته لاړ شي. 

له زېږون وروسته تر يو څو مياشتو پورې، جنسي لېوالتيا له منځه ځي. لاملونه يې دا دي چې له  يوې خوا  د ښځو په وجود کې د estrogen هورمون د توليد کچه  کميږي او له بلې خوا د مهبل وچ او سخت شوی وي، چې کوروالی ورته تکليف لرونکی وي. د کوروالي او جنسي اړيکو لېوالتيا له دې امله هم کميږي، چې د مهبل دننه يو شمېر نسجونه پرې شوي وي؛ د خاصرې لګن اړوند عصبي رشتو او نسجونو صدمه ليدلي وي او تر هغې چې دغه نسجونه، عضلې او عصبي رشتې جوړې شوې نه وي، نو کوروالی د ميرمنو لپاره درد لرونکي وي. 

لنډه دا چې، له زېږون وروسته جنسي اړيکې بايد تر هغې وخت پورې تر  سره نه شي، ترڅو چې ميرمن خپل عادي حالت ته راګرځېدلي نه وي او دې لپاره ډاکټران له شپږو تر دولسو اوونيو وخت توصيه کوي.