شننه او وړاندوينه: د روسيې - اوکراين جګړه؛  څنګه او کله به پاتې ورسيږي؟ 

د شنونکو  په اند،  د روسیې او اوکراین جګړه دغه دوه هېوادونو  او همدارنګه د نړۍ لپاره ګرانه - بيه او لوړ  لګښت لرونکې ده. د دغه جګړې په ژر پای ته رسېدو سره اوکراين او روسيه  او د نړۍ نور غير مستقيم دننه شوي هېوادونه له زيان ژغورل کېږي او ګټې کولی شي. پوښتنې دا دي، چې دغه جګړه به څنګه او کله پای ته ورسېږي؟ څوګ  به يې ګټونکي او څوګ به يې  بايلونکي وي؟ دې ليکنه کې د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړې پای ته رسېدو په اړه شننې او وړاندوينې ولولئ. 

پر اوکراين د روسيې بريد سره نوې  -  نوې سناریوګانې  رازږيږي؛ د سولې  او د جګړې د شدت په اړه شننې او وړاندوينې کېږي. له بريد وړاندې او د جګړې په پيل سره؛ د روسيې او اوکراين وړتياوې سره پرتلې کېدلې او ژور باور داسې وو، چې د امريکا او ناټو له دننه کېدنې پرته، روسيې ته شونې ده، چې د يو - څو ورځو دننه د اوکراين حکومت نسکور او پوځي ځواک يې  له منځه يوسي. دا چې له جګړې اوس يوه مياشت او څلور ورځې تېريږي او دې تېره شوې موده کې يوې خوا هم نه جګړه بايللې او نه ګټلې  ده، نورې سناریوګانې  رامنځته شوې دي. 

د اټومي جګړې ويره هغه مهال خپره شوه، چې ولسمشر پوتين د خپل هېواد اتومي ځواک ته د تيارسی امر وکړ. د درېيمې نړيوالې جګړې اندېښنې او ويره هغه مهال له  منځه لاړه، چې ناټو په څرګنده وويل- د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه کې  به د ناټو غړي هېوادونه اوکراين ته پوځيان ونه لېږي او په مستيقم  ډول به دغه جګړه کې برخه نه اخلي. د ناټو دغه څرګندونو د نړۍ د سترو هېوادونو ترمنځ د مخامخ نړيوالې جګړې شونتياوې کمې کړې. 

له جګړې د دومره ورځو په تېرېدو سره اوکراين کې  هم نرموالی  راغلی دی. د اوکراين حکومت اوس مهال هغه غوښتنو ته غاړه ږدي،  چې له جګړې وړاندې يې پر وړاندې مقاومت کولو. ولسمشر زلېنسکي ويلي دي، چې دی تيار  دی، چې ناټو کې غړېتوب وانه خلي، خو د لوېديځ له خوا به د امنيت کلک تضمين ورکول کېږي. اوکراین کې د روسیې د ژبې وضعیت لپاره هم دغه هېواد مثبت شين څراغ ورکړی او  اوکرايني چارواکو د بې وسلې کېدو په اړه هم انعطاف ښوودلی دی؛ دغه مسلې  د روسيې له اساسي غوښتنو  او د اوکراين د مخالفت له امله يې روسيه اړه کړه، چې پر اوکراين بريد وکړي. 

ډونباس او کریمیا دوه هغې سيمې دي، چې  د روسيې  او اوکراين مخالفت يې تر مخامخ پوځي جګړې پورې کړ؛ اوس مهال اوکراين دې برخه کې هم نرمښت ښيي او دې سره شونې ده، چې روسيه خپلو ځينو لومړنيو موخو ته ورسيږي او د جګړې شدت به ور سره راکم شي. 

د شنونکو په اند روسيه به هغه وخت خپل پوځيان پر شا کړي او پر اوربند به هوکړه وکړي، چې له جګړې وړاندې شرطونه يې د اوکراين له خوا ومنل شي. وضعيت ته په کتو اوکراين له دغه شرطونو د ځينو منلو ته تيار دی، خو دا چې پر دې مسايلو هوکړه نه وي شوې، نو تر هغې به روسيه پوځيان پر شا نه کړي او جګړه به بس نه کړي، چې پايله کې به يې اوکراين ويجاړ او دغه هېواد به انساني بحران سره مخ شي. 

ځيني لوېديځ پلوه شنونکي وايي، چې له اوکراينه د امريکا او ناټو ملاتړ، پر روسيې اقتصادي بنديزونه، روسيې لپاره يوه ورځ کې د جګړې مېليوني لګښت او ځينو سيمو کې اوکراين سره د وفادارۍ او د روسيې ضد د خلکو روحيه به، مسکو لپاره دغه جګړه ډېر ګران بيه کړي خو دا جګړه به هغه ډول اوږده نه  شي کوم ډول چې سوريه کې يې کلونه وخت نېولی وو. په همدې وخت کې، د اوکراين اقتصاد  ۳۵ سلنه ځپل شوی دی. دا شمېر د پيسو نړيوال صندوق وړاندې کړې دي او وړاندوينه دا کوي، چې د جګړې په هرې ورځې سره د اوکراين پر اقتصاد يو سلنه نور منفي اغېز لوېږي. 

اوکراين کې،  ډېری سړکونه، د اورګاډي پټلۍ او نور عامه بنسټونه ويجاړ شوي دي او هغه مهم اقتصادي بندرونه چې اوکراين تور بحيرې ته درلودل، د روسيې تر والکې لاندې راغلي دي. 

د روسيې او اوکراين جګړه ژر له دې امله پای ته په رسېدو ده، چې روسيه او اوکراين دواړه له اقتصادي اړخه ځپل کېږي  او د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه جګړه د انساني تلفاتو ترڅنګ، په مېليونه ډالر مالي زيان ورته اړوي. ورته وخت کې، د روسيې هغه توقع چې د جګړې پيل سره به ژر اوکراين ونېسي، پايله ورنه کړه او له بلې خوا اوکراين هم له هغه کړنو او غوښتنو له نه منلو تېر شوی دی، چې له جګړې وړاندې يې درلودې.