حکومتولي نه باید امتیاز بلکې ستر مسوولیت وګڼل شي

حکومتونه په ټوله کې خلکو ته د لومړنیو خدماتو د وړاندې کولو، د خلکو د ستونزو د حل، زده کړې، روغتیا، عامه خدماتو او ورته نورو اساسي چوپړتیاوو په موخه رامنځته کېږي او له همدې لیارې په ولسونو کې محبوبیت او ټولنیزې ریښې پیدا کوي.

ښه حکومتولي هغه ده، چې پکې د ولسونو له غوښتنو سره سم خدمات وړاندې کېږي، پراخه سینه ولري او په ټوله کې د ولسونو زړونه خپل کړي، ولس سره مشوره وکړي، جرګه وکړي، مرکه وکړي او د ولس په ګډون او مشارکت سره ستونزو او ناخوالو ته په ګډه د حل لارې چارې پیدا کړای شي.

حکومتولي امتیاز نه بلکې ستر مسوولیت دی، آمرانه حکومتولي باید په خادمانه حکومتولي باندې بدله شي او پکې کار اهل د کار ته وسپارل شي، په لوړو څوکیو او کلیدي بستونو باندې باید په کار پوه، پرهېزګار، مسلکي، ملي ګټو ته ژمن او د ولسونو له منځه وړ کسان وټاکل شي تر څو ورسپارل شوی مسوولیت سم او پر وخت خلکو ته ترسره کړي.

کله چې په هېواد کې حکومت اقتصادي، سیاسي، تعلیمي، ټولنیزو، فرهنګي او ورته نورو برخو ته میکانیزم ولري او دا چارې د ولس او وخت له غوښتنو سره سم ترسره کړي، هغه حکومت په ټولنه کې ژورې ریښې پیدا کوي او همدارنګه ورځ تر بلې یې د ولسي ملاتړ کچه زیاتېږي او په پایله کې ورسره ملت پرمختګ کوي او د ځان بسیاینې پر لور ګام اوچتوي.

حکومت باید د هېواد د داخلي چارو سربېره، له بهرنيو هېواد ونو سره هم باید غوره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري او پر بنسټ یې د خپل هېواد او ولس لوړې ملي ګټې درک او ورڅخه پراخ ملاتړ وکړي، د هېواد په بهرني سیاست کې باید هوښیار، پوه او مسلکي کسان مقرر کړي، داسې کسان چې د نړۍ او سیمې د هېوادونو پر اهدافو او لوبو با خبره وي او له هغوی سره د ډیپلوماټیکو ادابو او اصولو پر بنسټ مخ پر وړاندې ولاړ شي او هغوی ته ډاډ ورکړي چې د هېواد جغرافیه او خاوره به یې د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي، دغه راز دوی سره د ښو اړیکو او مناسباتو د لا پیاوړتیا او ژمنتیا ډاډ ورکړي.

حکومت باید خلکو او په ځانګړي ډول ځوان نسل ته د کار زمینه برابره کړي، د هېواد د طبیعي سرچینو د استخراج لپاره دوی په سیستماتیک ډول تربیه کړي او په دې برخه کې له بشري ځواک څخه سمه ګټه پورته کړي، چې پر بنسټ یې هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ پر لور حرکت وکړي.

حکومت باید د خپل هېواد اقتصادي برخې ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه له اقتصادي خپلواکۍ پرته سیاسي خپلواکي نشي ترلاسه کېدای، په دې برخه کې له خپلو سرچینو، بشري ځواک او مسلکي کادرونه څخه ګټه واخلي تر څو همدې برخې ته یو میکانیزم جوړ او پر بنسټ یې مخ پر وړاندې ولاړ شي.