د اوکراين او روسيې د جګړې وروستي مالومات؛ جګړه کومې خوا او د چا په ګټه روانه ده؟ 

د اوکراين او روسيې له جګړې ۳۳ ورځې تېريږي او دغه جګړه نن ۳۳مې ورځې ته دننه شوه. دې ليکنه کې، د روسانو په وينا، (اوکراين کې د روسيې ځانګړي پوځي عمليات) او د اوکراين په وينا، (پر اوکراين د روسيې يرغل او بريد)؛ لويه کې، د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه کې، مهمو پېښو ته يو ځغلنده کتنه شوې. 

د اوکراين ولسمشر له ناټو غوښتي دي، چې دغه سازمان دي،  يو سلنه خپلې الوتکې او يو سلنه خپل ټانکونه اوکراين ته په واک کې ورکړي، نو دې سره به روسيه ونه شي کولی چې د اوکراين ماریوپول سويل - خيتيځ ښار ونېسي. ورته وخت کې د پولنډ بهرنيو چارو وزير اندېښنه ښوودلې ده، چې که چېرې روسيه د اوکراين په جګړه کې بريالي شي، نو دويم پلان به يې پر پولنډ بريد وي او  پولنډ به ونېسي. 

روسيه د اوکراين په لوهانسک سيمه کې د ټولپوښتنې په درشل کې ده. دغه ټولپوښتنه په دې اړه کېږي، چې  د دغه سيمې خلک ځان په روسيې پورې تړي او که خپلواکه پاتې کېږي. اوکراين ويلي دي چې روسيه دغه ټولپوښتنه په داسې ډول کوي، چې هېڅ قانوني او حقوقي بنسټ نه لري  او د خپل پوځي حضور په شتون کې داسې بې قانونه چارې کوي. د اوکراين بهرنيو چارو وزير ويلي دي، چې د روسيې هڅې دا دي، چې اوکراين په دوه برخو تقسيم کړي. نوموړي ويلي دي، چې د روسيې هڅې دا دي، چې د سويلي او شمالي کوريا په څېر، اوکراين هم په شمالي او سويلي اوکراين ووېشي. 

د روسيې او امريکا په دېپلماټيکو چارو کې د متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن ويلي دي، چې پوتين به نور په واک کې پاتې نه شي؛ دغه څرګندونو روسيه کې غبرګونونه را پورته کړي دي. د جوبايډن د خبرو په سپيناوي کې د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې امريکا کوم داسې پلان نه لري، چې د روسيې رژيم بدل کړي بلکې موخه يې دا وه، چې پوتين ته به اجازه ورنه کړي، چې د اوکراين په څېر خپلې اشغالګرې کړنې جاري وساتي. 

د روسيې د پوځي عملياتو په درشل کې، سلګونه زرګونه کسان فرانسې، پولنډ او نورو اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي. ورته وخت کې ملګرو ملتونو خبرداری  ورکړی دی، چې که چېرې د اوکراين جګړه دوام پيدا کړي، نو نېږدې نوې سلنه اوکراينيان به له سختې لوږې سره مخ شي. ملګرو ملتونو دا خبرداری وروسته له هغې ورکړی دی، چې روسيې په اوکراين کې د سون توکو او خوراکي موادو ذخيرو په ويجاړو پيل کړ؛ له هوا او ځمکې يې تر بريد لاندې نېولي. روسي ځواکونو د اوکراين په خارکیف ښار کې، د اټومي انرژۍ د څېړنې مرکز هم ويجاړ کړی دی. 

اوکراين د خبريالانو لپاره هم ګواښونکی هېواد شوی دی. د جګړې له پيله تر اوسه ۱۲ ژونالېستان وژل شوي دي او دولس  نور ټپيان دي. دغه ژورنالېسټانو کې بهرني او اوکرايني خبريالان هم شامل دي. 

بلاروس چې د اوکراين  او روسيې جګړه کې د روسيې ملاتړ دی، د اپوزېسيون مشر يې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ته ويلي دي، چې د بلاروس ولس د اوکراين د ولس ترڅنګ دی او له اوکراين ملاتړ کوي. انګستان هم ويلي دي، چې که چېرې روسيه پر اوکراين له خپل بريد پر شا شي او پوځيان بېرته کړي، نو پرې لګول شوي بنديزونه به ترې لېرې کړي.