(Outlook) برېښناليک سره اشنا شئ؛ جي مېل (Gmail) سره څه توپير لري؟ 

لويه کې برېښنا ليک په دوه ډوله دی؛ يو يې، انټرېټي ليک (Webmail) چې web-based email هم ورته وايي. دويم ډول چې برېښناليک يا Email ورته وايي او بشپړ نوم يې Electronic Mail  دی. Outlook هم د انټرنېټي ليک يا Webmail يو ډول دی، چې د لومړي ځل لپاره د Jack Smith او  Sabeer Bhatia له خوا په ۱۹۹۶ز کال کې منځته راغی. هغه وخت ورته Hotmail  ويل کېدل او Hotmail د انټرنېټي ليک لومړی ډول او شرکت وو، چې له ده وړاندې کوم بل داسې شرکت شتون نه درلود. 

Hotmail په ۱۹۹۷ز کال کې مايکروسافټ کمپنۍ واخېست او نوم يې ورته Outlook  ته بدل کړ. مايکروسافټ په څلور سوه مېليونه امريکايي ډالر Hotmail واخېست او د مايکروسافټ برخه يې کړه. تر يو وخت پورې د Hotmail په نوم وو، چې وروسته يې نوم Outlook باندې بدل شو. تر ۲۰۱۱ مايکروسافټ هم هآټ مېل پر خپل نوم کارولو، خو په ۲۰۱۲ز کې يې نوم ورته، Outlook کړ. 

هغه وخت چې هاټ مېل يا اوسنی اوټ لوک جوړ شو، نو ژر شهرت ته ورسېد. لامل يې دا وو چې هاټ مېل نړۍ کې د انټرنېټي ليک لومړی نوښت وو او تر ۱۹۹۷، يانې د يو کال دننه نېږدې ۳۰مېليونه کسانو وپېژند او کارولو يې. ۱۹۹۹ز کال کې انټرنيټي هکرانو هاټ مېل ته لاس رسی پيدا کړ او دا د وېب په تاريخ کې لومړۍ او ستره هکري پېښه شمېرل کېږي. 

Outlook سره پيغامونه لېږل کيږي، شمېرې او نومونه په کې ثبتيږي، کليزې په کې برابريږي او همدا ډول په کې کولی شئ، مهال وېش او دندې برابرې کړئ. له دغه کړنو وراېخوا، پر Outlook زنګ هم وهل کيږي او کولی شئ اړيکې پرې ونېسئ. 

د اوټ لوک او جي مېل ترمنځ توپير 
جي مېل (Gmail) د ګوګل کمپنۍ اړوند برېښناليک سېسټم دی، چې G توری د Google مانا ورکوي. Gmail په ۲۰۰۴ز کال کې منځته راغلی دی. Gmail شااوخوا د يو ميليارد او اته سوه مېليونه کسانو له خوا استعماليږي. Gmail موبايلونو لپاره رسمي آپ او کمپيوټرونو کې د نېټ بروزر له لارې د لاس رسي وړ دی. Gmail په ۱۰۵ بېلا بېلو ژبو جوړ شوی دی خو ډېره کارېدونکي ژبه يې انګلېسي ده. 

د جي مېل او اوټ لوک ترمنځ يو ستر توپير دا دی، چې پرته له فعال انټرنېټ، جي ميل باندې ليک نه ليږل کيږي، خو اوټ لوک سره شوني ده، چې پرته د انټرنېټ له نښلونې هم  برېښناليکونه ولېږل شي. 

هغه کسان چې اوټ لوک کاروي، شمېر يې ۴۰۰ مېليونو ته رسي، خو  د جي مېل کارن بيا يو مېليارد او اته سوه مېليونه دي. يانې جي مېل کې تر اوسه يو مېليارد او اته سوه مېليونه او اوټ لوک کې څلور سوه مېليونه حسابونه يا اکونټونه جوړ شوي دي. 

جي مېل او اوټ لوک دواړه ۱۵ جي بي وړيا ذخير يا space ورکوي. دغه ذخيره ۱۵ جي بي کېږي. توپير په دې کې دی، چې اوټ لوک کې دغه ذخير يوازې د برېښناليکونو لپاره ده او په احتمالي ډول درې مېليونه اېميلونه په کې ذخيره کيږي. جي مېل کې بيا دا ۱۵ جي بي ذخيره له برېښناليکونو پرته د سندونو، وېډيوګانو، انځورنو لپاره هم ده او ژر ډکيږي. هر کله چې دا ذخيره ډکه شي، نو بيا اوټ  لوک پر مياشت د دوه ډالر اخلي او دوه سوه جي بي ذخيره ورکوي او جي مېل د ۱.۹ ډالر په مقابل کې ۱۰۰ جي بي ذخيره  ورکوي.