د ناخالص ملي توليد پر بنسټ له امريکا وروسته، چين نړۍ کې تر ټولو ستر اقتصادي هېواد دی. د چين کلني ناخالص ملي عوايد ۱۳.۴ ترېليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي. چين په وروستيو څو لسيزو کې خپلې اقتصادي وړتياوې لوړې کړې او د غربت کچه يې تر ۰.۶ پورې ښکته کړې ده. د چين د حکومت ډول (واحد مارکسیستي – لیننیسټ یو ګونديز سوسیالیستي جمهوریت) دی. د حکومت دې ډول کې اقتصادي نظام کې مارکسيسټي او کمونيسټي وي او دغه ډول اقتصادي نظام کې خصوصي سکتور نه وي او اقتصادي سېسټم د حکومت تر اغېز لاندې وي.
د اقتصاد پوهانو له انده د چين اقتصادي سېسټم دولتي پانګونې يا سرمايدارۍ نظام دی، چې State capitalism ورته وايي. State capitalism د پانګونې نظام يو ډول دی، چېرته چې ازاد بازار شتون لري، خو د حکومت تر کنټرول لاندې وي. د دولت د پانګونې سېسټم يو سياسي سېسټم دی، دولت پر پانګې او توليد کنټرول لري. State capitalism کې د توليد ابزار د دولت په لاس کې وي. دغه سېسټم له سوسيالستي نظام سره توپير کوي؛ سوسيالستي اقتصادي نظام کې سود يا ګټه په ټول ولس پورې تړاو لري، خو په State capitalism کې حکومت د خصوصي سکتور په ډول کار کوي او څه ډول چې يوازې په capitalism نظام کې ګټه خصوصي سکتور اخلي په State capitalism کې ګټه نه دې خصوصي سکتور وي او نه هم د ټول ملت؛ بلکې دولت دغه سود تر لاسه کوي.
کله چې په يو اقتصادي نظام کې د ليبرال او سوسيالېزم ګډې ځانګړنې کارول کېږي، نو بيا نو ورته ګډ يا مخلوط اقتصادي سېسټم وايي، چې State capitalism هم ورته وايي. لنډه دا چې د چين اوسنی اقتصادي نظام له ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسيزو را وروسته ګډ يا مخلوط او يا هم دولتي کاپېټالېزم دی.
له ۱۹۹۰ لسيزې را وروسته، چين په خپل اقتصادي سېسټم کې ژور اصلاحات او بدلونونه رامنځته کړل او دې سره يې خصوصي سکتور ته زمېنه برابره کړه. د کرنې او صنعت په برخه کې چين کې خصوصي سکتور ښه ونډه اخلي خو ډېر غټ شرکتونه اوس هم مستقيماً د چين د دولت په والکه کې دي. د وروستيو شمېرو پر بنسټ، چين کې اوس مهال نېږدې شل مېلېونه شخصي شرکتونه فعاليت کوي.
د چين د اقتصادي نظام په اړه ويلی شو، چې چين کډ اقتصادي نظام لري؛ د دولت په واک کې سوسيالستي سېسټم ترڅنګ، د ازاد بازار او مارکېټ کاپېټالېزم هم په موازي ډول شتون لري، خو پر دواړو د دولت اغېز شته دی.
وروستي