پنځم نسل (5G) ټېکنالوژي څه ده؟ په اړه يې جالب مالومات 

5G  د موبايل انټرنیټ راتلونکی نښلونکی نسل دی چې د ښکته کولو/ډاونلوډ او پورته کولو/اپلوډ لوړه وړتيا لري. 5G  د راډیو سپیکٹرم څخه د زیاتې ګټې اخیستنې له لارې کولی شي، په ورته وخت کې ډیر موبايلونه ګړنډي انټرنیټ سره ونښلوي. 5G  په ۲۰۱۹ز کال کې رامنځته او د اوسني څلورم نسل يا 4G ځای ناستی دی. 5G ټېکنالوژي له انټرنېټ ور اېخوا، خو د انټرنېټ پر مټ، ډېرې نورې برخې بر کې نيسي چې پر انساني ژوند به يې اغېز لوړ وي.  

۱- د شمېرو پر بنسټ تر ۲۰۲۴ز کال پورې به نړۍ کې يو نېم مېليارد کسان 5G انټرنېټ او اړوند ټېکنالوژيکو وسايلو ته يې لاس رسی ولري. 

۲- چين نړۍ کې مخکښ هېواد دی چې د 5G ټېکنالوژۍ برخه کې يې تر ټولو ډېره پانګونه کړې ده. چين دې برخه کې تر اوسه ۴۹،۴ سلنه پانګونه کړې او د 5G ټېکنالوژۍ سلطه يې په واک کې ده. 

۳- د 5G ټېکنالوژۍ څخه موخه يوازې د چټک سرعت انټرنېټ نه دی، بلکې لسګونه نورې برخې هم بر کې نيسي. مصنوعي استخبارات، ماشیني زده کړې، ځيرک کورونه، خپلسرې موټر چلونه، د موبايل له لارې روغتيايي خدمات، له لېرې واټن جراحي عمليات او نور د 5G ټېکنالوژۍ سره منځ ته راځي او پرمختللي کېږي. 

۴-  د 5G انټرنېټ به هر ځای کې د لاس رسي وړ وي. دې ټېکنالوژۍ سره نور دا ستونزه حليږي، چې لېرې پرتو سيمو کې، د  اورګاډي او مېترو په منځ کې، زيرزمېنۍ او بل بند او ژور ځای کې د انټرنېټ سېګنالونه کار پرېږدي. وړاندوينه دا کېږي، چې د 5G انټرنېټ به هر ځای کې سل سلنه پوښښ ورکوي. 

۵- 5G ټېکنالوژۍ د IoT يا Internet of Things برخه کې نوښت دی. له Internet of Things موخه دا ده، چې ډېری وسايل به د انټرنېټ په وسيله خپله کار کوي. لکه  د کور دروازې خلاصول او بندول، برېښنايي ګاډي او نور. 

۶- د موبايل انټرنېت برخه کې د 5G د چټکتيا يا سپيډ په اړه ويل کېږي، چې پر يوې ثانيې به يې سرعت لس جي بي وي. دې سره به اړتيا نه وي، چې د يو څه د ډنلوډ او آپلوډ لپاره ساعتونه انتظار وباسئ؛ د يوې دقېقې دننه به لسګونه وېډيوګانې پورته او ښکته کړی شئ. 

۷- د 5G ټېکنالوژۍ په اړه يو باور دا دی، چې د ۲۰۱۹ز کال کې د کرونا ويروس د خپرېدو لامل، د 5G  پرمختګونه او دې برخه کې داسې چارې وې، چې پر چاپيريال يې ناوړه اغېز وکړ. ځيني په دې باور دي، چې د 5G په منځته راتګ سره به ډېر داسې مسايل هم رامنځته شي، چې د ژوند چاپيريال طبيعي نظم به ګډوډ کړي. د بېلګې په ډول، د 5G وړانګې به سبب شي، د انسانو په شمول، شااوخوا پر نورو ژونديو ژويو او بوټو ناوړه اغېز وکړي او طبيعي ګډوډۍ به رامنځ ته شي.