له ۱۹۵۳ ز کال وړاندې ټولې اقتصادي چارې د چين د حکومت تر اغېز او نيغ کنټرول لاندې وې. له دغه کال وروسته چين د اقتصادي بسيا، پرمختګ او ودې لپاره اغېزلرونکي پروګرامونه او پلانونه پيل او پر لار واچول. چين په دې پروګرامونو کې کلیوالي تصدي، د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې، خصوصي سوداګري او پر اقتصاد د دولت د کنټرول کمښت شامل کړل. دې سره، له ستونزو او ګډوډيو ډکه شپږ سلنه کلنۍ وده، په اسانۍ سره نهه سلنې ته پورته شوه. د څو کالونو په تېرېدو سره د چين کلنۍ اقتصادي وده پنځلس سلنه شوه او دې سره يې سېنګاپور، کوريا، تايوان وروسته پرېښودل او چين په اسيا کې مخکښ اقتصادي هېواد شو.
۱- له ۱۹۵۳ز کال وړاندې چين کې سياسي ثبات شتون نه درلود. له دغه کال وروسته د چين دولت يو بشپړ سياسي ثبات ته ورسېد او دې سره يې د اقتصاد برخه کې ژور پرمختيايي پروګرامونه جوړ او پلي کړل.
۲- ۱۹۷۸ کال د چين اقتصادي اصلاحات سبب شول، چې د غربت کچه ټېټه شي او د خلکو عوايد لوړ شي. له ۱۹۷۸ بيا تر ۲۰۱۴ز کال پورې چين اته سوه مېلېونه خپل وګړي له غريبۍ رابهر کړل. چين دې موده کې په ښاري سيمو کې غربت په بشپړ ډول له منځه يوړ او په لېرې پرتو سيمو کې يې د کرنې پر ځای پر صنعت تمرکز ډېر کړ. چين په اقتصادي اصلاحاتو کې داسې پروګرام جوړ کړ چې نړۍ ته يې د ارزان بيه توکو توليد پيل او په ورته وخت کې يې توليد زيات کړ. ارزانه او زيات توليد چين سره مرسته وکړه چې اته سوه مېلېونه وګړي يې له غربت ووځي او کلني عوايد يې پورته شي.
۳- چين په نوي اقتصادي پلان کې خصوصي سکتور ته اجازه ورکړه او د دولت تسلط يې پرې کم کړ. نه يوازې خصوصي سکتور سره يې دولتي اقتصاد مخلط کړ بلکې د خصوصي سکتور د ملاتړ برخه کې يې هم ور سره همکارۍ او مرستې وکړې. د چين د ناخالص ملي توليد ۴۰ سلنه همدا خصوصي سکتور څخه تر لاسه کېږي.
۴- د ښځو ونډه: که څه هم چين اسيايي هېواد دی خو په اقتصادي برخه کې د ښځو ونډه يې له اروپايي او امريکايي هېوادونو پورته ده. چين ميرمنې هم پانګونه کوي او هم د کاري ځواک ستره برخه يې جوړه کړې ده.
۵- غښتلي سياسيون: چين نړۍ کې هغه هېواد دی، چې سياسيون او دولتي چارواکي يې د دولت د قانون تر چتر لاندې دندې تر سره کوي او د سرغړونې کمې پېښې په کې رامنځته کېږي. چينايي چارواکي او سياسيون له خپلو شخصي ګټو ډېر هغه چارو ته لومړيتوب ورکوي، چې د قانون پر بنسټ ورته سپارل کېږي.
۶- ځانګړې اقتصادي سيمې: چين د Special Economic Zones يا ځانګړو اقتصادي زونونو په نوم ښارونه او ولايتونه لري، چې بهرنۍ پانګونه په کې ډېرې کېږي. دغه زونونو کې د حکومت اصول او مقرارت ډېر جدي نه دي او دې سره يې د بهرنۍ پانګونې لپاره زمېنه سازي کړې ده. چين کې Special Economic Zones په دې پار دي، چې بهرني پانګوال وهڅيږي او په پراخه کچه پانګونې وکړي.
۷- زيربناوې: د ۱۹۵۳ز کال اقتصادي پلان په لړ کې، هر ځلې په پنځه کلن د اقتصادي پرمختګ پلان کې پر عامه بنسټونو يا زيربناوو کار کېږي. چين د نړۍ ستر بندرونه لري او نور عام بنسټونه لکه سړکونه، هوايي ډګرونه، د اورګاډي کرښې او بحري لارې يې داسې جوړې کړې دي، چې د لېږد - رالېږد برخه کې يې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي. همدا زيربناوې سبب شوې دي، چې د چين کورنيو او بهرنيو پانګوالو او سوداګرو ته سهولتونه ايجاد شي.
۸- زده کړې: تېرو شلو کالونو کې په چين کې د زده کړو کچه ۹۵ سلنه ته ورسېده. اوس وخت کې چين کې له پنځه سلنه کم وګړي بې سواده دي او دا وړاندې تګ سبب شوی دی، چې چين کې د خلکو انفرادي عوايد لوړ او بيکاره له منځه يوړل شي.
۹- بهر کې پانګونې: چين د امريکا په شمول د نړۍ په ډېر سترو او صنعتي هېوادونو کې پانګونې کړې او د سترو شرکتونو ونډه وال دي. دې سره د چين اقتصاد غښتلی نړيوال اړخ پيدا کړی او په نړيواله کچه اغېز لروونکی هېواد دی.
۱۰- د چين موقعيت: د چين جغرافياوي موقعيت هم داسې دی، چې د نړۍ له ۱۴ هېوادونو سره ګده پوله لري. د چين جيو اقتصادي موقعيت د چين پر اقتصادي ودې ژور اغېز کړی دی.
وروستي