ماشومانو کې د خبرو ګډوډي (اختلالات): درملنه يې څه ده؟ 

د خبرو/وينا ګدوډي چې  انګلېسي کې ورته Speech disorders وايي، هغه حالت دی چې يوه څوګ نه شي کولی په سم ډول غږونه توليد کړي او خبرې وکړي. دا ستونزه ماشومان کې ډېره وي او هغه ماشومان چې د خبرو/وينا ګدوډي ولري، نو پر خبرو پوهېدنه يې ستونزمنه وي او اورېدونکي يې پر مطلب نه پوهيږي. 

ماشومانو کې د خبرو/وينا ګدوډي درې لاملونه لري. ځيني ماشومانو کې دا ستونزه په ارثي او جنيټکي ډول وي. د دوی پلار او مور خپل ماشومتوب کې داسې وضعيت تېر کړي وي او بيا يې ماشوم هم پرې اخته کېږي. ځيني ماشومان بيا روحي فشار لري او دغه روحي فشار سببيږي، چې د دوی خبرې کول سخت او د پوهېدو وړ نه وي. همدا ډول، د خبرو/وينا ګدوډي يو بل لامل فزيکي دی. دماغي ګډوډي او اعصابو ته صدمه رسېدل هم دغه وضعيت رامنځ ته کوي. همدا ډول ويره، پر ځان نه باور، د ماشوم ډېر سپکول او توهين، بې جراتي او د شرم احساس د خبرو/وينا ګدوډي رامنځته کوي. 

د څېړنو پر بنسټ د ښځو په پرتله نارينو کې د خبرو د ګډوډۍ ستونزه ډېره وي. ځيني ماشومان چې له وخت وړاندې پيدا شوي وي هم دا ستونزې لري. هغه ماشومان چې له وخت وړاندې پيدا شوي وي، نو د نورو ماشومانو په پرتله يې مغزو کم انکشاف کړی وي او وزن يې کم وي. 

ماشومانو کې د خبرو ګډوډي (اختلالات) نښې 
- کله چې خبرې کوي نو غږ يې لړزه لرونکی وي؛ 
- اغېزمن کس د خبرو پر مهال يو ډول نور غږونه په غير ارادي ډول سره توليدوي؛ 
- يا ډېرې ژر - ژر خبرې کوي او يا يې هم د خبرو ترمنځ واټن اخلي؛ د يو او بل لغات په ويلو کې فاصله او وخت اخلي؛
- هغه وخت چې خبرې کوي، نو د ژبې او خولې حرکت ورته سخت وي؛ 
- د غږونو تکرار یا اوږدول شتون لري؛ 
- په سمه توګه د کلمو په تلفظ کې ستونزه وي. 

ډېر ماشومانو کې د خبرو اختلال ستونزه د وخت په تېرېدو سره په خپله له منځه ځي. ډېری داسې ماشومان شتون لري، چې تر لس کلنۍ پورې يې د خبرو پر مهال ژبه بنديږي او نه شي کولی روانې خبرې وکړي، خو هر کله چې بلوغ ته ورسيږي نو دا ستونزې پر ځان د باور پيدا کېدو، جرآت زياتېدو او د شرم په ورکېدو سره له منځه ځي. خو که چېرې د ځوانۍ پر مهال هم دغه  اختلالات شتون ولري نو بيا يې ښايي لاملونه يې فزيکي وي. سږو، مريو، د خولې او مخ عضلو او نورو غږيزو غړو کې فزيکي ستونزې سبب شوې وي، چې د خبرو پر مهال اختلالات شتون ولري. دې صورت کې اړينه ده چې اړوند ډاکټر سره مشوره وشي او د ستونزې لاملونه پيدا او درملنه شي.