د روسيې اوکراين جګړه کې پر مرګ- ژوبلې؛ دېپلوماسۍ، کډوالۍ او اقتصاد لنډه کتنه 

نېږدې مياشت پرې تېريږي خو پر اوکراين د روسيې پيل شوې جګړه دوام لري. روسيه جګړه روانه ساتي او اوکراين د لوېديځ په ملاتړ مقاومت کوي. دې ليکنه کې د جګړې له ډګره، ولسي مرګ - ژوبلې، دېپلماسۍ او اقتصادي کړکېچ برخه کې وروستي مالومات وړاندې کوو. 

 جګړه 
د جګړې له ډګره اوکرايني چارواکي ادعا کوي، چې روسي ځواکونو يو ښوونځی په نښه او هوايي بمبار يې پرې کړی، چېرته چې تر ۴۰۰ کسان استوګن شوي وو. اوکرايني چارواکي دغه هوايي بريد کې د ولسي مرګ -  ژوبلې وايي، خو تر اوسه روسيې او خپلواکو لورو د دغه بريد د پخلي او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي. له بلې خوا، روسي ځواکونو وايي چې د اوکراين پر ایوانو-فرانکیفسک سيمه کې يې د وسلو پر يو ډېپو د کنزال په نوم له غږ تېز (هایپرسونیک) توغندی وېشتی او دغه ډېپو يې په کې وېجاړ کړی دی. اوکرايني چارواکي وايي چې جګړه کې تر اوسه ۸۵۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴سوه نور ټپيان دي. د پوځيانو د مرګ - ژوبلې کره شمېر نه دي وړاندې شوې.  

 دېپلماسي
د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبايډن چين ته خبرداری ورکړی دی، چې روسيې سره له هر ډ‌ول پوځي مرستې او لاسنېوي په کلکه ډډه وکړي. د جوبايډن د دغه خبرداري په غبرګون کې د چين بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې هېواد يې د نړۍ په هره سيمه کې د جګړې مخالفت کوي او وخت به دا هم ثابته کړي، چې د روسيې او اوکراين جګړه کې د چين هڅې د جګړې درېدل او د خبرو له لارې د ستونزو حل دی. د امريکا ملاتړي جاپان له هندوستان غوښتي دي، چې د اوکراين لاسنېوی وکړي خو د هندوستان لومړي وزير له خپل جاپاني سيال سره په يوې خبري ناستې کې جګړه غندلې او د جاپان شوې غوښتنه يې رد کړې ده. 

کډوالي 
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي چې پر اوکراين د روسيې د بريد له پيله نېږدې درې مېليونه او درې سوه زره کسان بهر هېوادونو ته کډه شوي دي او شپږ نيم مېليونه نور د اوکراين دننه بې ځايه شوي دي. ملګرو ملتونو هم د اوکراين په يو شمېر  سيمو کې د لوږې، روغتيايي درملو نشتون او د څښاک اوبو د کمښت له امله د انساني بحران د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

اقتصاد
د امريکا ګڼو ملګرو هېوادونو پر روسيې اقتصادي بندېزونه لګولي دي او همدا  ډول د روسيې له خوا اورپايي هېوادونو ته د ګاز او تيلو د لېږد محدوديت؛ د تيل او ګازو بيې لوړې کړې دي. اوکرايني چارواکي وايي چې هېواد يې نړۍ کې د اوسپنې له سترو صادرونکو هېوادونو دی، خو د اوسپنې سوداګرۍ يې ځپل شوې ده او نه شي کولی، چې سږ کال نړۍ ته اوسپنه توليد کړي. اوکراين سره په ګاونډ کې پولنډ هېواد له اورپايي ټولنې غوښتې دي، چې روسيې سره په بشپړ ډول سوداګري بند، لېږدې - رالېږد ودروي.