له ايفون د ايفون د مشتريانو شکايت 

آپل شرکت په دې وروستيو کې د ايفون او آی پډ لپاره  نوی عامل سېسټم iOS 15.4 وړاندې کړی دی. په ګڼو شمېر کسانو د ايفون د دغه نوي عامل سېسټم پر وړاندې شکايتونه ثبت کړي دي او ستونزه يې دا ده، چې دغه iOS 15.4 ډېر ژر د موبايل بټري کمزوري کوي او د موبايل چارچ ژر ختموي.

د ايفون او ای پډ د کارنو شکايت او غوسه په دې ده، چې دا لومړی ځل نه دی؛ هر کله چې آپل يو نوی آپډېټ پر ليکه کوي، نو ستونزې په کې موجودې وي؛ دغه iOS 15.4 کې يې ستونزه دا ده، چې د موبايل بېټري زبېښي. 

آپل شرکت هم دغه ستونزه مني خو زياتوي چې په نېږدې وخت کې به دا مسله حل کړي. دوی استدلال کوي، چې هر کله پر ايفون او ای پډ دغه نوی اپډېټ انسټالېږي، نو تيلفون يا ای پډ  څو ځلې روشن او خاموش کيږي او همدا ډول يې بکراونډ کې نور آپز فعال وي، چې د بېټرۍ  د کمزورتيا سبب کېږي. 

ايفون يې اوسنۍ او لڼده حل لار دا وړاندې کړې  ده، چې کارن د ايفون موبايل او ای پډ له اپډېټ وروسته کولی شي په تنظيماتو کې battery health ته لاړ شي او د battery health په کېکاږلو سره بېرته د ایفون او ای پډ د بېټرۍ  د چارج ساتنې ستونزه حل کړي.