
چین یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې جدي اقدامات ترسره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او ددغه هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او ودې لپاره اقدامات ترسره کړي.
د نوموړي په خبره امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او نړیواله ټولنه دې په دغه هېواد کې د بنسټيزې اقتصادي ودې لپاره کوټلي ګامونه جګ کړي.
دغه چینايي ديپلومات ټینګار کړی چې افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او د نړۍ مرستو ته په تمه دی نو له همدې امله باید له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي.
چین له دې مخکې هم له افغانستان سره د پراخو بشردوستانه مرستو ژمنه کړې وه او اوس یې هم ویلي چې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دي.