د تيلو کړکېچ سره مخ دی؛ بوریس جانسن ورپسې سعودي او اماراتو ته تللی، خو ناهيلی او تش لاس يې رخصت کړ

پر اوکراين يې د روسيې بريد له امله نړۍ، ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو کې د تيلو او ګازو بيې پورته شوې دي. د لومړي ځل لپاره اروپايي هېوادونو کې د يو بېرل تيلو بيه ۱۴۰ ډالرو ته پورته شوه، چې بې مخېنې لوړه بيه ده. 

نړۍ کې د تيلو د توليد ستر هېوادونه امريکا، سعودي عربستان، روسيه، کاناډا، چين، عراق، عربي متحده امارات، برازيل، ايران او کويټ دي. د سلنې پر بنسټ، د امريکا متحد ايالات  د نړۍ په کچه ۲۰ سلنه، سعودي عربستان ۱۲ سلنه، روسيه ۱۱ سلنه، کاناډا ۶ سلنه، چين ۵ سلنه، عراق، عربي متحده امارات او برازيل ۴ - ۴ سلنه، ايران او کويټ درې -  درې سلنه تيل توليدوي. دغه هېوادونه د نړۍ د تيلو توليد برخه کې لس تر ټولو ستر هېوادونه دي. 

اروپايي هېوادونو ته تر ټولو ډېر ګاز او تيل د روسيې له خوا صادريږي. اروپايي ټولنه يا اروپايي هېوادونه د تيلو د سل سلنه وراداتو څخه ۲۷ سلنه يې له روسيې کوي؛ اروپا ۴۱ سلنه ګاز له روسيې را نېسي او همدا ډول اروپايي هېوادونه ۴۷ سلنه د سون توکي له روسيې راغواړي. له کله چې روسيې  پر اوکراين جګړه پيل کړه، نو اروپايي ټولنې د امريکا پر مشرۍ له اوکراين ملاتړ وکړ او پر  روسيې يې بنديزونه ولګول، چې په غبرګون کې يې روسيې پر اروپا ګاز او تيلو صادرات محدود کړل. 

د تيلو د بيو لوړېدو امریکا او د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه ورخطا کړي دي او دې برخه کې له سخت کړکېچ سره مخ دي. جوبايډن د اوکراين - روسيې جګړې په لومړۍ ورځو کې هڅه وکړه چې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو له وليعدو سره خبرې وکړي او د تيلو د نړيوال مارکېټ د بيو لوړېدو د مخنېوي برخه کې ورڅخه وغواړي چې د تيلو توليد ډېر کړي، خو دواړه هېوادونو وليعهدو يې زنګ پورته نه کړ او جوبايډن زنګ ته يې ځواب ورنه کړ. 

اروپايي هېوادونه کې د تيلو بحران د برېتانيا لومړی وزير بوریس جانسن اړ کړ چې سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي او په مخامخ ناستو کې له محمد بن سلمان او عربي متحده اماراتو وليعهد سره مخامخ خبرو کې ورڅخه وغواړي چې د تيلو توليد زيات کړي ترڅو په نړيواله کچه راپورته شوي بحران مهار کړي. 

سعودي عربستان حکومت د  بوریس جانسن ښه تود هرکلی وکړ خو هغه غوښتنو ته يې منفي  ځواب ورکړ، چې د تيلو د ډېر توليد غوښتنه يې ورڅخه کړې وه. خبريالانو سره په خبرو کې د بريتانيا لومړي وزير بوریس جانسن ويلي، چې د اقتصاد نړيوال بازار کړکيچ د ټولو په زيان دی. نوموړي هيلې څرګندې کړې دي، چې سعودي عربستان به دې برخه کې همکاري وکړي.  بوریس جانسن په دې پېښمنتيا وښوودله، چې پر روسيې تکيه کړې وه او اوس پوتين پر اوکراين بريد سره، د اروپا هېوادونه داسې وضعيت کې پرېښودل، چې د تيلو له سخت کړکېچ سره مخ دي. 

برېتانيا او امريکا په خپله د روسيې د تيلو او ګازو پر ورلېږد بنديزونه ولګول او هڅې يې دا وې، چې د نړۍ نورو هېوادونو سره د تيلو او ګازو پراخه توليدات لري، تکيه به پرې وکړي، خو اوس دغه هېوادونه هم د امريکا او اروپا هغه غوښتنو ته مثبت ځواب  نه ورکوي، چې غواړي د روسيې پر ځای دوی ورته ډېر تيل توليد کړي. 

د بوریس جانسن وروستی سفر تش لاس وو او کومو موخو لپاره يې چې سعودي عربستان ته سفر کړی وو، تر لاسه يې نه کړې.