دا يو څو ورځې کېږي، چې پر فېسبوک د احمد ضيا مسعود، اديب فهيم او پخوانۍ شمال ټلوالۍ يو شمېر نورو مخکښو کسانو فېسبوک حسابونه/اکاونټز ګورم، چې د کمېنټ/تصبرې برخې يې په کې بند کړې دي. دوی چې پر فېسبوک کوم څه ليکلي، نو څارونکي يې نه شي کولی په تبصره/کمېنټ کې ورته غبرګون وښيي او يو څه وليکلي.
دوی دا کار ځکه کړی، چې خپلې کړنې ورته اور ګرځېدلې دي. د عامو افغانانو وراېخوا، د هغه کسانو د نيوکو لاندې دي، چې هم - ژبي او هم - قومه يي دي. د احمد ضيا مسعود په څېر قومپالو هېواد او هم خپل قوم سره د دومره ناخوښې او خيانتونه کړي دي، چې نن يې پر فېسبوک ورته ځواب نه شي ويلي او کمېنټونه يې بند کړي دي.
دوی د خپل ځان غوره ثبوت وړاندې کوي. فېسبوک کې دوی سره ډېری عام افغانان دي او پر هغه څه غوسه او نيوکې کوي، چې دغه سياسي څېرو په دې تېرو شلو کالونو کې ولس سره کړې دي. کله چې دوی پر فېسبوک خلکو ته سپيناوی او وضاحت نه شي ورکولی، نو په علني او د وجدان په محکمو کې به څنګه خپل خيانتونه پټ کړي؟
همدا د احمدضيا مسعود په څېر پردي پاله بيا د جمهوريت، بيان ازادۍ او مدني حقونو وايي. جمهوريت کې خو چارواکي او سياسيون ولس ته ځواب ورکونکي وي، د بيان ازادي وي، د نيوکو اورېدل او ورته ځواب ويل وي. هغه جمهوريت چې دوی په شلو کالونو کې رشخند کړ او هغه د بيان ازادۍ چې دوی د شخصي او ګوندي ګټو لپاره کاروله، اوس يې پر خپلو فېسبوک پاڼو هم محدوده کړې او نه شي کولی ولس ته ځواب ووايي او ولس او قانع کړي.
احمد ضيا مسعود، صلاح الدين رباني او نور يې د جمهوريت لپاره سپکاوی او توهين وو. دوی به جمهوريت کې لومړی بنسټيز اصل، اساسي قانون نه منلو. د اساسي قانون اړوند يې افغان کلمې سره مخالفت ښوودلو، بيرغ او سرود ورته د منلو نه وو، د ټاکنو پايلې يې نه منلې، د اساسي قانون خلاف يې د سياسي واک وېش کولو او د اجرائيه رياست په څېر د نوي جوړښتونو زېږنده به يې کوله.
دوی د ولسواکۍ، جمهوريت، بيان ازادۍ، سياسي مشارکت او مدني حقوقو وايي. هغه مهال چې د ۱-۲۱ په اصطلاح جمهوريت اډنه کې وو، همدغه مسايل دوی تر پښو لاندې کول. ولسواکي او جمهوريت يې قوم - واکي او قوميت وو، د بيان ازادي يې دا وه او ده چې پر فېسبوک هم چاته د نظر څرګندولو حق نه ورکوي او مدني حقوق يې په داسې بڼه وو، چې د يو پنجشېر ولايت او تاجک قوم امتيازونه د نور ټول افغان ولس د حقوقو او امتيازونو درې برابره لوړ او پورته وو.
د احمد ضيا مسعود او همفکره سياسي کسانو افکار يې او څېرې يې تکراري شوې دي او هېڅ داسې نوي څه نه لري، چې ولس ته يې وړاندې کړي. د دوی په خولو کې د جمهوريت، سياسي مشاراکت، بيان ازادۍ، بشري حقونو او عدالت خبرې زړې، بې خونده او بې باوره شوې دي. نه يې څوګ ور سره مني او نه هم پرې باور کېږي.
دوی ته وړيا مشوره دا ده، چې څه ډول يې پر مجازي او ټولنيزو رسنيو کې ځانونه له خلکو لېرې کړي دي او نه شي کولی ورته ځواب ويونکي اوسي، په کار ده چې همدا ډول په رېښتني ژوند کې هم ولس نور خپل کار او چارو ته پرېږدي. دوی ته په کار ده چې نور د عامو افغانانو په څېر که په کور دننه وي او که بهر، خپل عادي ژوند پيل کړي. سياست او سياست بازۍ کې يې بايللې ده او نور داسې څه ورسره نه دي پاتې چې ولس پرې دوکه او غلط کړي.
هغوی چې مجازۍ نړۍ؛ فېسبوک، ټوېټر او نورو کې ولس ته د کتو سترګې نه لري، نو څنګه شونې ده، چې بيا د ولس پر مټو کيني او هغه خوبونه وګوري، چې شلو کالونو کې يې په حقيقت بدل کړي وو. متل دی، چې د ازمويل شوي بيا ازمويل تېروتنه ده. دوی سره هر ډول سياسي کړنه او خبره نور بده ښکاري؛ هم ځان او هم پرې جمهوريت ته سپکاوی کوي.
وروستي