امريکا شر او جګړه غوښتونکی هېواد دی؛  ډپلماسي نه، سړه جګړه کوي

نړيوالو اړيکو او د هېوادونو ترمنځ اړيکو کې د جګړې بديل او د جګړې د مخنېوي لار ډپلماسي او خبرې اترې دي، چې موخه ترې د جګړې مخنېوی او د خبرو له لارې د ستونزو حل دی. له جګړې وړاندې هم هڅې وشوې چې روسيه پر اوکراين بريد ونه کړي او د دپلماسۍ له لارې د روسيې او اوکراين او بيا اوکراين کې د روسيې او لوېديځې نړۍ ټکر سره حل او جګړه ونه شي. دې برخه کې دپلماسۍ کار ورنه کړ او روسيې پر اوکراين بريد وکړ. کله چې جګړه پيل شوه او بيا چې نن جګړه روانه ده؛ د جګړې ډګرونو وراېخوا بيا هم هڅې کېږي او روانې دي، چې د خبرو او د پلماسۍ له لارې د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه پای ته ورسيږي. دې ليکنه کې د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړه کې د ډپلماسۍ پر رول، اغېز او پايلې شننه کوو. 

د امريکا له خوا ډپلماټيکې هڅې سياسي او د خپلو ملي ګټو موخې په کې لري. امريکا دپلماسي د يو مڼځګړي او سوله غوښتونکي هېواد په ډول نه کوي، هڅه يې دا ده، چې په ډپلماټيکو لارو روسيې سره داسې لوبه وکړي، چې دغه هېواد يوازې او منزوي شي  او دې سره به روسيه اړه شي، چې له اوکراین ځواکونه پر شا کړي او پيل شوې جګړه به مخامخ د اوکراين او د پردې تر شا د امريکا او ناټو پر وړاندې وبايلي. د راپورونو پر بنسټ د ولسمشر بایډن د ملي امنیت لوړپوړي سلاکار، جیک سلیوان روم کې د چين د بهرنيو چارو وزارت له يو لوړپوړي ډپلماټ یانګ جیچي سره کتلي او غوښتنه يې ترې دا کړي، چې دې روانه جګړه کې دي، چين له روسيې ملاتړ نه کوي او روسيه دې يوازې پرېږدي. د بايډن د ملي امنيت سلاکار ادعا کړې ده، چې روسيې له چين د وسلو او نورو پوځي تجهيزاتو غوښتنه کړې ده، خو روسيې او چين بيا د امريکا دا ادعا غبرګه رد کړې ده او زياتوي چې داسې کومه غوښتنه نه ده شوې. 

ملګري ملتونه بل نړيوال اړخ دی، چې د دپلماسۍ له لارې د اوکراين او روسيې د جګړې د پای ته رسېدو وايي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرس داسې دپلماسي وړاندې وړي، چې د امريکا ګټې په کې خوندي دي. نوموړی د اوکراين او روسيې جګړه کې يوازې يو اړخ نيسي هغه هم د اوکراين. انتونیو ګوټیرس پر اوکراين د روسيې بريد غندي، هغې ته يرغل وايي او نړۍ ته وايي چې دا ډېره د شرم او اندېښنې خبره ده، چې د نړۍ د سترګو پر وړاندې اوکراين روسيې ته يوازې پاتې دی او هلته د تاريخ يوه خونړۍ او بدرنګه جګړه روانه ده. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرس په څرګنده د جګړې د بندېدو وايي خو دپلماتيکه ژبه  يې داسې ده، چې يوازې او يوازې اوسنی وضعيت په کې ګوري او نيوکې يې هم پر روسيې دي. 

د ګوټیرس په وينا، روسيې اوکراين کې پر ۲۴ روغتيايي بنسټونو بريدونه کړي،  په سلګونو زره خلک یې له اوبو او بریښنا بې برخې کړې دي  او نوموړي دومره وړاندې ځي چې په وينا د اوکراين جګړه به لامل شي چې ټوله نړۍ کې لوږه او د خوراکي توکو کمښت رامنځ ته شي. ګوټیرس ادعا کوي چې اوکراين د نړۍ هغه هېواد دی چې په پراخه کچه غلې - دانې توليدوي.  که څه هم ګوټیرس يې داسې انځوروي چې د جګړې ښکېلې خواوې د دپلماسۍ او خبرو له لارې د ستونزو حل ته هڅوي خو هېڅکله په خپله دپلماتيکه ژبه کې دې ته اشاره نه کوي، چې ولې روسيه اړه شوه چې پر اوکراين بريد وکړي؟ امريکا او ناټو اوکراين کې کوم سياستونه او کړنې پيل کړې وي چې اوکراين يې نن بيه ورکوي.  

اوکراين او روسيه چې دواړه مخامخ  په جګړه سره ښکېل دي او د هرې ورځې  په تېرېدو سره دواړه زيان کوي، هڅې کوي چې د خپلو ملي ګټو په ساتلو سره جګړه د دپلماسۍ او خبرو له لارې پای ته ورسوي، خو دا چې د يو او بل ګټې ډېر سره لېرې او ټکري دي نو دې برخه کې دپلماسي ناکاميږي او نه کېږي چې د جګړې مخه پر دپلماسۍ ونېول شي. د چين غوندې ځيني هېوادونه هم په دې لټه کې دي، چې د خبرو له لارې جګړه پای ته ورسيږي او روسيه پوځي او سياسي ماتې سره مخ نه شي او همدا ډول اوکراين، چې چين ور سره اوږدې اړيکې لري، ويجاړ او خونړی نه شي. 

دغه جګړه کې بيا د غرب دپلماسي سړه جګړه ده؛ غرب چې مخامخ جګړه کې برخه نه لري، دپلماسي نه بلکې سړه او د روسيې پر وړاندې اقتصادي جګړه کوي. د امريکا او ملګرو هڅې دا دي چې خپله ډېر کم زيان او روسيه ستر مالي او پوځي زيان سره مخ کړي. د امريکا او ناټو ټولې ډپلماټيکې هڅې داسې دي، چې که جګړه وي او که سوله، راکړه - ورکړه نه، بلکې د روسيې ماته ورته اړينه او مهمه ده.