د اوکراين او روسيه جګړه؛ څوګ به يې وګټي؟ 

د لوېديځ او اوکراينيانو په اصطلاح د روسيې يرغل او د روسانو په خبره، اوکراين کې د روسيې ځانګړي پوځي عمليات؛ ۱۷ ورځې وړاندې پيل شوي، خو تر اوسه نه په کې اوکراين تسليم شوی دی او نه هم په کې روسي ځواکونه شاته شوي دي. جګړه روانه ده او تر نن بريالی لوری نه لري؛ نه روسيې دغه جګړه ګټلې او نه هم اوکراين. دا چې دغه جګړه به روسيه ګټې او که اوکراين؛ د شنونکو له وړاندوينو وراېخوا، اوکرايني او لوېديځ سياستوال د اوکراين په ګټه او بيا د روسيې حکومت او رسنۍ يې د روسيې  د بريا وايي. 

د اوکراين د مقاومت او د روسيې له خوا د ورو تګ لاملونه ډېر دي او دې برخه کې چې دا جګړه به څوګ ګټې ګڼې شننې او وړاندوينې شتون لري. جګړه اوس وخت کې داسې روانه ده چې  د روسيې  د بريا چانس ډېر دی، خو روسيه د ځينو نورو موخو د تر  لاسه کولو لپاره ارام جګړه کوي او نه غواړي چې د جګړې په ژر پای سره ځان ته نورې ستونزې پرېږدي. 

روسيه د اوکراين په جګړه کې اوس مهال داسې موخې  نه لري، چې دغه هېواد د ۱۹۹۰ کالونو په څېر د روسيې برخه کړي. د پوتين څرګندې موخې دا دي، چې اوکراين کې داسې يو رژيم ځای پر ځای کړي، چې لوېديځ سره لېوالتيا کمه او د روسيې د ملي امنيت او ملي ګټو پر وړاندې خنډ نه وي. 

د جګړې اصلي ټکی هم دغه دی او دې سره ناټو او امريکا هم د اوکراين په جګړه کې پانګونه کوي. د اوکراين جګړه کې د ولسمشر پوتين دريځ او د ناټو سياست د روسيې بريا شونې ښيي. پوتين په څرګننده خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې کوم هېواد د اوکراين په جګړه کې د روسيې پر وړاندې ودريږي نو روسيه به حتمن پرې جګړه ور پيل کړي. د پوتين دغه دريځ ناټو هم پام کې نېسي. ناټو هم په څرګنده وايي چې دوی به د روسيې او اوکراين په جګړه کې مخامخ برخه وانه خلي او پوځيان به اوکراين ته ونه لېږي. د اوکراين او روسيې په جګړه کې  د امريکا او ناټو نه پوځي شتون د روسيې په  ګټه او بريا يې شونې کوي، خو بيا له شا څخه له اوکراين ملاتړ کول، په نرمه جګړه کې د روسيې سره مخامخ کېدل؛  روسيې  ته جګړه  سخته، اوږده او ګران بيه کوي. 

د اوکراين په جګړه کې بله شونتيا دا ده، چې اوکراين به په برخو ووېشل شي. د شنونکو له انده، دا وېشنه هم د روسيې موخه او د روسيې په ګټه ده. روسيه لا وړاندې د اوکراين يو شمېر بېلې شوې برخې په رسميت پېژندلې دي. په څو برخو د اوکراين تجزيه هم روسيې لپاره بريا ده او پيل شوې جګړه به دې موخې ته په رسېدو سره بريالي پای ته ورسوي. 

که  چېرې د روسيې اوسنی ځواک، اقتصاد، د چين په ډول د نړۍ سترو هېوادونو سره اتحاد، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو سره د تيلو نېږدېوالی وکتل شي او بيا له بلې خوا؛ ناټو او امريکا له خوا د اوکراين يوازې پرېښودل، له اوکراينه د خلکو منډې، د اوکرايني پوځ مرال جګړه او د ناټو پڅ دريځ سره پرتله شي، نو شونتيا دا ده چې روسيه به په داسې بڼو، چې  اوکراين کې لوېديځ - ملاتړ رژيم بدل او د خپلې خوښې نظام کېنوي او يا د اوکراين په تجزيې سره به، دغه جګړه  وګټي. 

د جګړې برخه کې د روسيې د بريا شونتيا ډېره ده، خو دا چې اوکراين ديرش کال د غرب د ليبرال ديموکراسۍ لاندې تېر کړي دي، نو د اوکراينيانو له خو د بغاوتونو او د روسيې - ملاتړي حکومت پر وړاندې د درېدو، مدني او وسله وال بغاوتونو ويرې شتون لري. روسيه به وکولی شي چې دغه پيل شوې جګړه په يو څه درد، چې اقتصادي بنديزونه او له لوېدېځۍ نړۍ منزوي کېدنه ده وګټي، خو دا چې روسيه له  جګړې وروسته څنګه په اوکراين کې سوله او ارامي راولي، د فکر وړ مسله ده. ناټو او امريکا به د روسيې پر وړاندې اوکراين کې غير مستقيمه مخامخ کېدنه وبايلي، خو دغه لوېديځ بلاک به په اقتصادي برخه،  نرمه او سړه جګړه کې د روسيې لپاره اوکراين کې سرخوږي جوړ او تر يو اوږد لپاره به روسيه په داسې وضعيت کې وساتي، چې غرب ترې د بايلل جنګ غچ پوره کړی شي.