په اوکراین کې د جګړې رنګ

    جګړه د انساني مزاج او فطرت خلاف پدیده ده ځکه چې انسانان اشرف المخلوقات دي؛ خو د انساني ټولنې حقیقت هم دی. مانا دا که نړۍ تردې نوره هم سیویلایز شي دا بده پدیده به شتون ولري. د دې بدې پدیدې لا ډیر بد اړخ د جګړې رنګ او تنوعات دي او دا رنګونه او تنوعات هلته ډېر وي، چرته چې د هوش پرځای جوش واکمن وي. مثلاً په افغانستان کې په ښارونو کې او بیا په لویو ښارونو کې د سوک-څپېړې جنګونه را منځ ته کېږي او ډېری یې هملته ختمېږي؛ خو همدا جنګونه بیا په کلو او بانډو کې چې تربورولي او پښتونولي پکې په لوې موج کې وي، په لوې تشنج بدلېږي او په بدیو سره اوړي او د همدې بدیو د پاللو لپاره له هرې ممکنې لارې استفاده کوي.

    اوس-اوس چې په اوکراین کې جګړه پېل شوې یا د روسيي په اصطلاح په اوکراین کې د روسيي ځواکونو له خوا د ځانګړو موخو لپار نظامي عملیات پېل شوي او دا عملیات څنګه چې اټکل شوی وو هغسې پرمخ لا نه ړل.  دا چې ولې د پلان او اټکل له مخې عملیات ترسره نه شول علت یې د جګړې رنګ دی.

    کله چې روسيي ځواکونو د اوکراین نظامي قرارګاوې، نظامي تاسیسات، د نظامي همغږۍ مرکزونه او هوایي ډګرونه د خپلو هوشمندو راکیټونو پر مټ له منځه یوړل او بیا ځمکني او هوايي ځواکونو له مختلفو نقطو نه د اوکراین پر خاورې هجوم ور وړ؛ نو د اوکراین پوله ساتو ځواکونو مقاومت ونه ښود او یا له لږ مقاومت وروسته ښارونو ته په شا شول، ځېنو يې وسلې کیښودې او تسلیم شول، جګړې ښارونو کې شدت وموند، په داسې حال کې چې ښارونه له عامو وکړو ډک وو او دغه محال د تخلیي پروسې نه وې شروع شوې.

    روسیي ځمکني ځواکونو چې په سرکې یې د دوې قراردادي جنګیالي موجود وو د ښارونو په لور حرکت پېل کړ؛ دغه وخت کې د دوې خپلمنځي نه همغږي او یو څه نا مسلیکتوب د دې باعث شو چې ډېر تلفات ورکړي، ټانکونه او لوژیستیکي ټرانسپورت په نښه او له منځه یوړل شي. اوکرایني ځواکونو یا د روسانو په اصطلاح نشنلیستانو د جګړې تکتیک بدل کړ؛ په شخصي موټرو کې به د روسيي ټانکونو خواته د جاویلین ټانګ ضد راکیټونو سره راتلل چې د غرب له خوا تازه اوکرایني ځواکونو ته ورکړل شوي دي او بیا به یې له نژدې نه د روسيي ټانکونه او لوژیستیکي ټرانسپورټ  پر راکیټونو ویشته. دقیق ارقام لا تر اوسه نه دي واضیح شوي خو ښايي په دغه موده کې روسانو ډېر تلفات او مالي خساره لیدلي وي.

    اوکرایني ځواکونو په وروستیو کې خپلې  وسلې، توپونه، ټانکونه او ځېنې نورې درنې وسلي ټولنېزو ځاینو کې نصب کړي، د لوړ پوړیزه ودانیو په لمړیو منازیلو کې یې ځېنې ټانکونه او نورې درنې وسلې په داسې حال کې نصب کړي چې کړکۍ او دروازې ویستل شوي دي، په جیګو منزلونو کې یې سنایپران یا نښه ویشتونکې ځای پر ځای کړي دي او له هغې ځای نه په روسي ځواکونو حملې کوي. نظامي ماهرین دا چاره په جګړه کې یو ډېر ټیټ انساني عمل ګڼي. دا ډول جګړه فقط او فقط اوسني تروریستي ګروپونه کوي او یا هم فاشستانو د دوهمې نړۍ والې جګړې په وخت کوله. په دې ډول جګړه کې ډېر مرګ ژوبله او تاوان ملکي وکړو ته رسي، په دې مانا چې که ته له ټولنیزو نقطو حملې کوې نو پر تا به هم حملې کېږي او په نتیجه کې به یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

    په یوه ويډیو کې مې ولیدل چې یو ملکي موټر د روسي ټانکو خواته په چټکۍ را روان وي چې له وړاندې له روسيي ځواکونو په نښه کېږي او له منځه وړل کیږي، روسي ځواکونه فکر کوي چې دا هماغه نشنلسیتان دي او غواړي په موږ د جاویلین راکيټ په واسطه حمله وکړي خو وروسته په ډاګه کېږي چې په موټرکې ملکي وکړي (یو سپینګیري سړي او یوه زړه ښځه وه) دا ډول جنګي جرایم اکثره د غلطو تاکتیکونو پایله وي.

    روسي ځواکونه تر دې دمه د ملکي وکړو سره ډېره ښه رویه کوي او له تشدد نه منع کړل شوي دي. دوې په رېښتېنې مانا د ملکي وکړو سره په مخامخ ډول د نظامي عملیاتو ټول اصول پلي کوي خو؛ د اوکراین تقریباً ټول ملت د دې جګړې خلاف دی او د خپلو اوکرایني ځواکونو په ننګه له هرې ممکنې لارې استفاده کوي، په ښارونو کې د روسيي ځواکونو مخ ته درېږي، مخ ته تللو نه یې منع کوي، په خلاف يې شعارونه ورکوي، د روسيي ځواکونو له خوا د بشري مرستو نه انکار کوي او د یرغلګرو په چغو یې بدرګه کوي. دا ټول هغه عوامل دي چې د روسيي ځواکونو د چټګ پرمختګ مخنیوی یې کړې او د جګړې رنګ ته يې تغیر وکړی.