سرور دانش بې کاره پاتې شوی! 

د تېر حکومت دويم مرستيال سرور دانش پر خپلې فېسبوک پاڼې يوه طرحه يا د خيال پلوۍ مسوده خپره کړې ده او ويلي دي، چې دا د هزاره ګانو د وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري غوښتنې او حلارې دي. نوموړي دغه طرحه د افغانستان اساسي قانون بللی او په کې يې د خپلې خوښې خيالي دولت ترسيم کړی دی. دانش دا طرحه په داسې وخت کې وړاندې کړې ده، چې اوس وخت کې د سرور دانش په څېر کسانو پر مټ د ايران او سيمې نورو هېوادونو د هغه پروژو د پلي کېدو شونتيا ډېره کمه ده، چې تېرو شلو کالونو کې يې تر سره او پلې کولې. 

دانش بیکاره پاتې شوی دی؛ پردي هېواد کې مېشت او پرته د افغانستان او  افغانانو د شته وضعيت په پام کې نېونې؛ له اسټراليا د خيالي دولت طرحې وړاندې کوي. اوسنی وضعیت د دوی د خوښې سره خلاف کې ۱۸۰ درجې تغير کړی دی. دانش او نورو دوه لسيزې افغانستان کې قومي سياست وکړ او هېڅکله يې هېواد پرې نه ښوود، چې ملي سياست ولري او ملي ګټې وساتل شي. 

نوموړي دا طرحه د کابل کورنيو جګړو جنګسالار عبدالعلي مزاري د مړينې تلين په رانېږدې کېدو سره خپره کړې ده او ليکلي يې دي، چې دا طرحه په خپله د عبدالعلي مزاري او ده (دانش) ته يې د کتنې او سمون په پار لېږلې وه. که چېرې دانش ليکلي وای چې نوموړي په خپل فکر دا طرحه جوړه او وړاندې کړې ده نو ښايي پر وړاندې يې غبرګونونه ډېر توند نه وای. که چېرې د دانش او عبدالعلي مزاري پرتله وشي، نو ترمنځ يې توپير شته دی. د سرور دانش په مستقيم امر به دومره افغانان نه وي وژل شوي، څومره چې عبدالعلي مزاري د کورنيو جګړو پر مهال قتل عام کړي دي. د دانش په فکر او شخصيت کې ښايي يوه ذره د افغانيت او ملي توب نښې ولېدل شي، خو د مزاري ټول شخصيت پرته له هزاره والي او شيعه توب بل څه نه وو. مخکې له دې چې د يادې طرحې پر محتوا خبرې او فکر وشي، تر ټولو لومړی په دې پار د منلو نه  ده چې د عبدالعلي مزاري طرحه ده، مزاری د ايران کس او تاريخ يې نوم د افغانانو قاتل ليکلی. 

دې طرحه کې د نورو ډېرو خبرو ترڅنګ د فدرالي افغانستان ويل شوي دي. د دانش/وژل شوي مزاري په دې طرحه کې  افغانستان په شپږو برخو وېشل شوی دی. بلخ، هرات، ننګرهار، کندهار، کابل او غرجستان د افغانستان شپږ ایالتونو ښوودل شوي دي. له غرجستان د سرور دانش موخه باميان، دايکنډي او يو شمېر نور نېږدې هزاره مېشتي ولايتونه دي، چې د غرجستان مرکز به باميان ولايت وي. 

دانش وايي، چې دغه شپږ برخې به د فدرال افغانستان فدرالي ايالتونه وي، چې په ټولو کورنيو چارو کې به خپلواک وايي. د دانش په دې طرحه کې يو ځای کې ليکل شوي دي، چې افغانستان واحد هېواد دی او د تجزيې وړ نه دی؛ خو دانش دا هېروي چې د قوم او ژبې پر اساس د يو هېواد فدرالي کېدنه په ډېر نېږدې کې د يو هېواد وېش او تجزيه ده. 

د دانش/مزاري  ياده طرحه کې له سني مذهب وړاندې د شيعه جعفري مذهب رسميت کېدو ويل شوي دي. د نوموړي دا طرحه کې ټول داسې مسايل راغونډ شوي دي، چې د ايران اساسي موخې د افغانستان د قومي کېدنې او تجزيې په بڼې په کې راټول شوي دي. که چېرې دانش دا طرحه په تېر شلو کالونو کې وړاندې کړې وای، نو ښايي ۲۰ يا ۳۰ سلنه مشتريان يې درلودلي وای، ځکه وضعيت داسې ايجاد شوی وو، چې د افغانانو ترمنځ قومي او ژبني توپيرونو ته ژور کار شوی وو، خو په اوس کې د دانش دا ډول طرحې تر لس سلنه مشتريان هم نه لري او هسې د سرور دانش  د بيکاره او خيال پلوۍ ښکارندوي کوي.