د تېر حکومت په چپه کېدو سره د خلکو يوه ستره هيله دا وه، چې نور د جګړې او مرګ - ژوبلې خبرې نه وي او هېواد کې سوله او ارامي وي. د ا.ا په راتګ سره تر ډېره دغه هيلې پوره شوې او تر لاسه شوې دي. تر ډېره د جګړو او مرګ - ژبلو خبرونه نشته. دعا او هيلې دا دي، چې رب دې هېواد کې شته جنايي او امنيتي پېښې په بشپړ ډول پای ته ورسوي.
د امنيتي مسايلو ترڅنګ په تېر حکومت کې يوه بله ناخوښي او ستونزه اداري فساد وو. د ملکي برخې دولتي کارمندانو هغه ډول دندې سر ته نه رسولې کوم ډول يې چې مسووليت وو. د ډېری کارمندانو سترګې دې ته وايي چې د شيرينۍ، ډالۍ او تخفې په ډول له مراجعيونو يو څه واخلي. دغه مادياتو ته د دولتي ملکي برخې کارمندانو او مامورينو سترګې سبب شوې وې، چې د ورځ کار اوونۍ او د اوونۍ کار په مياشت کې تر سره شي. دفترونو کې به کاغذ پراني او کاغذ بازي وه، پر يوې عريضې به تر لسو لاسليکونه او حکمونه وو. د لېرې ولايتونو خلک به پلازمېنه کابل کې ګڼې شپې تېرولې ترڅو اړوند کارونه يې خلاص شوي وای.
ملکي ادارو کې ګډوډي، د نوبت نه شتون، خپلسري، د عارض ستونزو ته د کارمندانو غوږ نه نېول او نورو مسايلو پراخه اداري او مالي فساد ته په تېر نظام کې لاره برابره کړې وه. زه نه غواړم، چې په ستره کچه د اداري او مالي فساد په اړه وغږېږم، زما موخه هغه ادارې او مالي فساد دی، چې د تېر حکومت ټيټ پوړو کارمندانو به کولو. د بېلګې په ډول، يو کس به د پېژندپاڼې د تائيدۍ لپاره کابل ته راغی، يا به يې پېژندپاڼه کې عمر، د پلار، خپل او نيکه نوم اصلاح وه، نو دې سره به سرګردانه او کمه تر کمه بايد درې شپې يا يوه اوونۍ کابل کې پاتې وای، چې دغه ستونزې يې حل شوې وای.
د نوي حکومت په راتګ سره د خلکو هيلې دا دي، چې په تدريج سره په ټولو برخو کې سمون او اصلاحات رامنځته شي. دلته غواړم درې هغه ناسمې او ناخوښۍ کړنې په ګوته کړم، چې اوس کې هم په دولتي ملکي ادارو کې شتون لري.
۱- د تېر په څېر دولتي ملکي ادارو کې بيوکراسي او کاغد پراني ډېره ده. پر يوې عريضې لسګونه کسان حکمونه او امرونه ورکوي. د بېلګې په ډول يو کس غواړي چې پېژندپاڼه کې د پلار يا خپل نوم سم کړي. لومړی خو عريضه شوه، عريضه بيا کابل کې د احصايې عمومي رياست اړوند حوزو ته ځي، بيا يې د اړوند حوزو عمومي مديريت ته راجع کوي، ورپسې د احصايې عمومي رياست معاونيت ته ځي، بيا يې هغه کمېسيون ته راجع کوي، ورپسې بيا اړوند نورو ادارو ته ځي، له هغه ځايه بيا د حوزې مديريت ته... دغه د نوم اصلاح تر يوې اوونۍ وخت نيسي. بديلونه شتون لري، چې په اسانۍ سره په سکن فايل يا ډاډتابېس کې پېژندپاڼه وکتل شي او سمون په کې رامنځ ته شي. پورته ادارې چې ذکر شوې، دوی د سندونو په سمون کې کوم رول نه لري، يوازې په پټو سترګو لاسليک کوي او له يو يې بل ته راجع کوي. غوښتنه دا ده چې دا بيوکراسي او کاغذ پراني يا برېښنايي او يا هم راکمه شي.
۲- دويمه ناخواله دا ده، چې ځيني کسان د اسلامي امارت له نوم په ګټې بې نوبتي کوي. په ځانګړي ډول هغه کسان چې د امارت په پوځي ليکو کې دي، هم په خپله او هم يې خپلوان دوستان په ادارو کې پرته له دې چې نوبت پام کې ونېسي وړاندې کېږي. دوی سره نه نور عريضه لرونکي او نه هم د ټيټې برخې کارمندان څه ويلی شي. غوره به وي، چې د ا.ا مسوولين دې برخه کې پوځي کسانو ته ځانګړې ورځې مشخصې کړي، ترڅو د ګډوډۍ مخه ونېول شي. د ناخوښۍ کړنه دا ده، چې د ا.ا ځيني کسان له ځان پرته نور پېژندګلوي، خپلوان او دوستان به نوبت کې وړاندې کوي او د لسګونه نورو افغانانو چارې شاته پاتې کېږي او د لېرې پرتو ولايتونو خلک اړيږي، چې شپې - شپې د کابل په هوټلونو کې تېرې کړي.
۳- ځيني ټيټ پوړي دولتي مامورين مراجيعنو سره ناوړه او توند چلند کوي او سپکاوی يې کوي. که چېرې کوم عارض له اړوند کارمند سره خبرې تېزې کړي او هڅه وکړي، چې خپله ستونزه ورته په ګوته کړي، نو کارمند سمدلاسه، د مجاهد، طالب يا پوځي کس غږ کوي او راغواړي يې؛ عارض ګواښوي او لېرې کوي يې. يانې د تېر په پرتله د ملکي برخې ځيني ټيټ پوړوي کارمندان ډېر توند شوي دي، که چېرې يو عارض د ډېر انتظار له امله چې ستړی شوی وي، يو څه له غوسې ووايي، نو اړوند مامور پسې پوځيان راغوړي او په دې ډول يې ګواښي.
هيله مو دا ده، چې په مختلفو ملکي دولتي ادارو کې اړوند لوړ پوړي مسوولين يو ځل په خپله د دغه ډول ناخوالو جاج واخلي او د شتون په صورت کې يې لازم اقدامات وکړي، ترڅو پلازمېنه کابل، په دولتي ملکي ادارو کې ګډوډي، بې نظمي او بيوکراسي پای پيدا کړي.
وروستي