ګوګل، موزېلا، آپل او مايکروسافټ د ګد کار پرېکړه کړې 

د ټېکنالوژۍ او انټرنېټ په برخه کې څلورو سترو امريکايي شرکتونو؛ ګوګل، موزېلا، آپل او مايکروسافټ پرېکړه کړې چې په ګډه به کار کوي، ترڅو ښې پايلې وړاندې او د دوی بېلا بېل مشتريان په ګډ پلټ فارم کې سره راټول کړي. 

دغه ستر شرکتونه غواړي چې په ګډه د انټرنېټ لټون يا Search engine  برخه کې  توپيرونه او ټکرونه لېرې؛ مختلف انترنېټي Browsers  به سره يو يا داسې جوړ کړي چې ګد کار به کوي. د دوی دغه کډه هڅه د انټروپ - ۲۰۲۲ په نوم ياديږي. 

د ګوګل، موزېلا، آپل او مايکروسافټ دغه انټروپ- ۲۰۲۲ پروګرام به د انټرنېت پلټنې او سپړنې برخه کې ډېر نوښتونه او ځانګړنې رامنځته کړي، چې له امله به يې د انټرنېټ او ټېکنالوژۍ برخه کې يو ژور بدلون رامنځته شي.

د يادونې ده چې د ۲۰۲۲ انټروپ پروګرام کې د روسيې اړوند ينډېکس سرچ انجن نه دی شامل شوی او شوی تړون د هغه انټرنېټي او ټېکنالوژۍ اړوند شرکتونو ترمنځ دی، چې مور هېواد يې امريکا ده.

 د انټرنېټ لټون ماشيونونو په منځ کې تر ټولو ډېر کاروونکی او شهرت لرونکی سرچ انجن ګوګل کروم دی، چې د کمپيوټرونو وېنډوز؛ موبايلونو په انډرايډ او ای او اِس عامل سېسټمونو کې ډېره ګټه ترې اخېستل کېږي.