روسيه پر اوکراين بريد دروي خو شرطونه يې وړاندې کړي  

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين له خپل ترکيي سيال رجب طيب اردوغان سره په تيلفوني اړيکې کې، هغه  شرطونه ښوودلي دي، چې په پلي کېدو سره به يې مسکو پر اوکراين پيل شوې جګړه ودروي. د رشيه ټوډې په نوم  روسۍ رسنۍ د ولسمشر پوتين له خولې ليکلي دي، "مسکو به هغه وخت ګاونډ هېواد کې پوځي عمليات ودروي، چې کيف پوځي کړنې او عمل ودروي او همدا ډول د مسکو ټولې غوښتنې، چې څرګندې او مالومې دي، پوره کړي." پوتين دغه خبرې له رجب اردوغان سره پر ټيلفون کړې دي. 

ولسمشر پوتين همدا ډول د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته ډاډ ورکړ چې روسیه د اوکراین د شخړې د سوله ییز حل موندلو په خاطر، اوکراین او همدارنګه له بهرنیو شریکانو سره خبرو ته چمتو ده. مسکو دا خبرداری ورکړ چې د خبرو اترو په شنډېدو سره،  که چېرې کيف پوځي اقدام وکړي او پوځيان سره منظم کړي، نو مسکو يې پر وړاندې دريږي او دا به د اوکراين لپاره په خپله د ځان بربادي وي. 

پوتین زیاته کړه، د روسیې پوځ د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره هر ډول ممکنه هڅه کوي، یوازې د اوکراین پر پوځي تاسیساتو بریدونه کوي. ولسمشر پوتين دا هم ويلي دي چې د اوکراين پوځيان د پخواني نازي جرمني پوځيانو په څېر له ولسي وګړو ګټه اخلي، ظلم کوي او عامو خلکو يې ډال جوړ کړی دی. 

د ترکيې د حکومت سياسي دريځ داسې دی، چې پر اوکراين د روسيې پوځي بريد غندي او په ورته وخت د امريکا او نړيوالې ټولنې له خوا  پر روسيې اقتصادي او نورو بنديزونو سره مخالفت ښيي. د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر ويلي دي، چې ترکيه لا هڅه کوي، چې د روسې او اوکراين کړکېچ د خبرو له لارې سره حل کړي. 

پر اوکراين د روسيې د جنګ درېدو شرطونه ډېر نه دي څرګند شوي، خو ولسمشر پوتين ويلي دي، چې دا هغه شرطونه او غوښتنې دي، چې ټولو ته څرګندې او مالومې دي. پوتين پر دې ټېنګار کړی دی، چې د اوکراين پوځ بايد له پوځي مقاومت او درېدنې لاس واخلي او وسلې پر ځمکه کېږدي. 

د روسيې او اوکراين د منازعې اصلي لامل د اوکراين په خاروه کې د امريکا او ناټو هغه سياستونه او کړنې وې، چې  د روسيې له ملي ګټو او ملي امنيت سره په ټکر کې وې. امريکا او ناټو دغه د لاسوهنې او پارونکي سياستونه په مسکو کې د هغه حکومتونو په وسيله کول، چې له ۲۰۰۴ راهيسې يې واک ته رسوي او په ټاکنو کې ورته د بريا زمېنې برابروي. 

د ولسمشر پوتين غوښتنې دا په بر کې نيسي، چې اوکراين کې هغه لوېديځپاله سياست، چې د اوکراين حکومت او خلکو د روسيې ضد پيل کړی دی، بايد پای ته ورسوي او اوکراين د لوېديځ په لسمون روسيې سره نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوي او که داسې ونه کړي، نو د روسيې له خوا به پرې اعلان شوې جګړه دوام پيدا کړي.